د جرمنی په سویل لویدیځ کې د اورګاډي په یوې پيښه کې ګنشمیر کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د جرمني په سویل لویدیځ کې د پولیسو په وینا یو سیمه ییز مسافر وړونکی اورګاډی د پټلۍ څخه وتلو په پېښه کې درې تنو ژوند د لاسه ورکړی  او څو تنه  نور ټپیان شوي دي.

/ Reuters

د جرمنی په سویل لویدیځ کې د اورګاډي په یوې پيښه کې ګنشمیر کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د جرمني په سویل لویدیځ کې د پولیسو په وینا یو سیمه ییز مسافر وړونکی اورګاډی د پټلۍ څخه وتلو په پېښه کې درې تنو ژوند د لاسه ورکړی  او څو تنه  نور ټپیان شوي دي.

پولیسو ویلي دي چې دا پیښه د یکشنبې په ماښام شاوخوا ۶:۱۰ بجې د بادن-وورتمبرګ ایالت د ریډلینګن ښار ته نږدې رامنځته شوه . د پيښې پر مهال په اورګاډي کې شاوخوا ۱۰۰ تنو مسافرو شتون درلود.

چارواکو د ټپیانو د شمېر یا د هغوی د ټپونو د جدي والي په اړه نور جزئیات ندي ورکړي خو د بیلد په نوم ورځپاڼې د بیړنیو خدماتو د کارکوونکو له خولې ویلي چې ۵۰ کسان ټپیان شوي دي.

د آلمان د اورګاډي شرکت دویچه بان د څو کسانو د مړینې او ګڼو نورو د ټپي کېدو پخلی کړی دی. دوی ویلي چې د اورګاډي دوه واګونونه "د نامعلومو دلایلو له امله" له پټلۍ څخه وتلي دي.

چارواکي د پېښې د علتونو د څېړلو په حال کې دي، او د اورګاډي تګ راتګ په دې مسیر کې د ۴۰ کیلومترو په اوږدو کې ځنډول شوی دی.

د آلمان رسنیو راپور ورکړی چې ښایي د ځمکې ښویدو له امله دا پېښه رامنځته شوې وي، ځکه چې په دې سیمه کې سخت طوفانونه راغلي وو.

یاده مسافر وړونکې اورګاډۍ د سیګمارینګن ښار څخه د اولم ښار پر لور روانه وه، کله چې په ځنګلي سیمه کې له پټلۍ څخه ووتله.

د اورګاډي زړې پټلۍ

د آلمان لومړي وزیر فریدریش مرز په ټولنیزو رسنیو کې د وژل شویو کسانو کورنیو ته خپله خواخوږي څرګنده کړه.

هغه وویل: "زه د کورنیو چارو وزیر او د ترانسپورت وزیر سره په نږدې تماس کې یم او له هغوی مې غوښتنه کړې چې د ژغورنې ټیمونو سره د ټولو شته امکاناتو مرسته وکړي."

"موږ د قربانیانو په ویر کې یو. زه د هغوی خپلوانو ته خپله خواخوږي څرګندوم."

د پېښې له ځای څخه اخیستل شوي انځورونه ښيي چې ژیړ او خړ رنګ لرونکي واګونونه په خپلو اړخونو پراته دي، او د اور وژنې او بیړنیو خدماتو کارکوونکي هڅه کوي چې مسافرو ته ځان ورسوي.

د سیمه ییزې ټلویزیوني شبکې SWR په وینا، د ژغورنې چورلکې  د پېښې لږ وروسته سیمې ته ورسېدې ترڅو ټپیان روغتونونو ته ولېږدوي، او د نږدې روغتونونو بیړني ډاکټران خبر کړل شول.

د آلمان د ترانسپورت سیستم په پرله پسې ډول د مسافرو لخوا د زړو پټلیو او زیربناوو له امله پرې نیوکه کېږي، چې له امله یې مسافر د اورګاډو د ځنډونو او تخنیکي ستونزو سره مخ کېږي.

حکومت ژمنه کړې چې په راتلونکو کلونو کې به په ځانګړي ډول د زیربناوو د عصري کولو لپاره څو سوه میلیارده یورو پانګونه وکړي.

۲۰۲۲ کال په جون  کې  د آلمان په سویلي بایرن کې د یوې الپاین سیمې ته نږدې یو اورګاډی له پټلۍ څخه ووت، چې څلور کسان یې ووژل او لسګونه نور یې ټپیان کړل.

د آلمان تر ټولو خونړۍ د اورګاډي پېښه په ۱۹۹۸ کال کې هغه مهال رامنځته شوه کله چې د دویچه بان دولتي شرکت یوه چټکه اورګاډۍ د نیدر ساکسوني په ایښید ښار کې له پټلۍ ووتله، چې ۱۰۱ کسان یې ووژل.