ملګروملتونو ویلي دي اسرائیلو په تیرو څه کم درې میاشتو کې په غزه کې ۱۷۶۰ تنه چې د مرستو په لټه کې وو
د ملګرو ملتونو د بشري حقونو دفتر وايي چې د مې له وروستیو راهیسې اسرائیل په غزه کې لږ تر لږه ۱۷۶۰ هغه فلسطینیان وژلي چې د مرستو په لټه کې وو، چې دا شمېر د اګست په پیل کې له خپاره شوي شمیر څخه په سلګونو زیاتوالی ښیي.
ملګروملتونو ویلي دي چې اسرائیلو په تیرو څه کم درې میاشتو کې په غزه کې ۱۷۶۰ تنه چې د مرستو په لټه کې وو وژلي دي.
د ملګرو ملتونو د بشري حقونو دفتر وايي چې د مې له وروستیو راهیسې اسرائیل په غزه کې لږ تر لږه ۱۷۶۰ هغه فلسطینیان وژلي چې د مرستو په لټه کې وو، چې دا شمېر د اګست په پیل کې له خپاره شوي شمیر څخه په سلګونو زیاتوالی ښیي.
د اشغال شوو فلسطیني سیمو لپاره د دغه سازمان دفتر په یوه بیان کې وویل: "د مې له ۲۷مې څخه، د اګست تر ۱۳مې پورې، موږ ثبت کړي چې لږ تر لږه ۱۷۶۰ فلسطینیان د مرستو په لټه کې وژل شوي دي؛ ۹۹۴ د غزې د بشري بنسټ (GHF) ځایونو ته نږدې او ۷۶۶ د اکمالاتي کاروانونو د لارو په اوږدو کې. د دې وژنو ډیری یې د اسرائیلو د پوځ لخوا ترسره شوې دي."