د تورکیې په شمال لویدیځ کې د داعش ترهګرې ډلې پر خلاف عملیات : اوه افسران ټپیان شول
امنیتي سرچینو ویلي، د تورکیې په شمال لویدیځ یالووا ولایت کې د داعش ترهګرې ډلې په نښه کولو لپاره د ترهګرۍ ضد عملیات پیل شوي دي.
د تورکیې په شمال لویدیځ کې د داعش ترهګرې ډلې پر خلاف عملیات : اوه افسران ټپیان شول
د تورکیې په یالووا ولایت کې د داعش ترهګرې ډلې په نښه کولو لپاره د ترهګرۍ ضد عملیات روان دي او امنیتي ځواکونو سیمې ته ځانونه رسولي دي.
امنیتي سرچینو ویلي، د تورکیې په شمال لویدیځ یالووا ولایت کې د داعش ترهګرې ډلې په نښه کولو لپاره د ترهګرۍ ضد عملیات پیل شوي دي.
د سرچینو په وینا، د دوشنبې په سهار وختي پولیسو د ښار مرکز ته نږدې د ایلمالیک کلي پر سړک په یوه کور چاپه واچوله.
د چاپې پر مهال نښته رامنځته شوه، چې له امله یې اوه پولیس افسران ټپیان شول.
د نږدې بورسا ولایت څخه د ځانګړو عملیاتو واحدونه د روانو عملیاتو د ملاتړ لپاره استول شوي، چې په سیمه کې د سختو امنیتي تدابیرو لاندې دوام لري.
چارواکو ویلي، ټپي شوي افسران روغتون ته وړل شوي او روغتیايي وضعیت یې ښه دی.