تورکیه
2 د لوستلو دقیقې
اردوغان :د افغانستان او پاکستان ترمنځ د اوربند په تړاو به د تورکیې لوړپوړی هئیت اسلام آباد ته لاړ شي
د تورکیې ولسمشر اردوغان وايي، انقره د کابل او اسلام اباد د سولې بهیر له نږدې څاري او جګپوړي چارواکي به یې له افغانستان سره د دایمي سولې لپاره پاکستان ته سفر وکړي.
اردوغان :د افغانستان او پاکستان ترمنځ د اوربند په تړاو به د تورکیې لوړپوړی هئیت اسلام آباد ته لاړ شي
اردوغان :د افغانستان او پاکستان ترمنځ د اوربند په تړاو به د تورکیې لوړپوړی هئیت اسلام آباد ته لاړ شي / Anadolu Agency

اردوغان: له افغانستان سره د نازک اوربند په ترڅ کې به د تورکیې لوړپوړی پلاوی پاکستان ته سفر وکړي
د تورکیې ولسمشر اردوغان وايي، انقره د کابل او اسلام اباد د سولې بهیر له نږدې څاري او جګپوړي چارواکي به یې له افغانستان سره د دایمي سولې لپاره پاکستان ته سفر وکړي.

اردوغان وايي چې تورکیه او پاکستان په بېلابېلو برخو کې د همکاریو د لا پیاوړتیا لپاره کار کوي.

ولسمشر طیب اردوغان وویل، د تورکیې د بهرنیو چارو او دفاع وزیران او د استخباراتو مشر پلان لري چې روانه اونۍ پاکستان ته سفر وکړي، ترڅو په سویلي اسیا کې د اوربند په اړه له افغانستان سره پر ټکنیو خبرو اترو بحث وکړي.

د یکشنبې په ورځ له باکو څخه د راستنېدو پر مهال د هغه د څرګندونو اړوند یوې رسمي اعلامیې له مخې، چېرته چې هغه د پاکستان له لومړي وزیر شهباز شریف سره لیدلي وو، اردوغان وویل د دغه درې اړخیز سفر موخه دا ده چې ژر تر ژره د اسلام اباد او کابل ترمنځ دایمي اوربند او سوله ټینګه شي.

د شنبې په ورځ په باکو کې د خپلې لیدنې پر مهال اردوغان وویل، تورکیه "په پاکستان کې ترهګریز بریدونه او د پاکستان او افغانستان ترمنځ کړکېچ له نږدې څاري،" او هیله یې څرګنده کړه چې د تورکیې په منځګړیتوب روانې خبرې به د دواړو هېوادونو ترمنځ د دایمي ثبات لپاره پایلې ولري.

هغه زیاته کړه چې تورکیه او پاکستان په بېلابېلو برخو، په ځانګړې توګه د سوداګرۍ، انرژۍ او دفاعي صنعت په برخو کې د همکاریو د لا پیاوړتیا لپاره کار کوي.

 

وپلټۍ
د تورکیې په سویل ختیځ شانلي اورفا ولایت کې د تورکیې د ټکنالوژۍ فیستیوال  ټیکنوفیسټ هیجان دوام لري.
ولسمشر اردوغان: خپلې ژبې ته پاملرنه کول، زموږ راتلونکي ته پاملرنه کول دي
د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د نیوزویک مجلې پوښتنې ځواب کړې.
اردوغان او د عراق د لومړي وزیر زیدی له لیدنې وروسته «د تورکیې او عراق ګډه مطبوعاتي اعلامیه خپره شوه
د تورکیې ولسمشر اردوغان د تورکیې او امریکا د سوداګریزې شورا غونډې ته وینا وکړه
تورکيې راکیټسن دفاعي شرکت لخوا جوړ شوي  د ( کره اوک ) ټانک ضد لنډ واټنه وسلې په هوا کې هدف په نښه کړ
فیدان په نیویارک کې د سعودي عربستان او سوریې د بهرنیو چارو وزیرانو سره لیدنه وکړه
ملګروملتونو په ۸۱ اسامبله کې د ولسمشر اردوغان د نړۍ په کچه د ټولنیزو رسنیو د بحث اصلي موضوع وګرځیده
اردوغان: د فلسطین دولت د لمنځه وړو هڅې په ناکامۍ محکومې دي.
تورکیې او امریکا د پرمختللو اټومي ټکنالوژیو په برخه کې د همکارۍ ژورولو تړون لاسلیک کړ
فیدان  د تورکیې-مصر-پاکستان-سعودي عربستان د بهرنیو چارو وزیرانو په غونډه کې ګډون وکړ
ولسمشر اردوغان یو ځل بیا د ملګروملتونو په ساختار کې د اصلاحاتو غوښتنه وکړه"ویټو امتیاز باید لغوه شي"
د تورکیې ولسمشر اردوغان د ملګرو ملتونو ۸۱مې عمومي اسمبلۍ لپاره امریکا ته سفر کوي
تورکیې له برازیل سره لاسلیک کړی د دفاعي صنایعو د همکارۍ هوکړه لیک تصویب کړ
ولسمشر اردوغان به د ملګرو ملتونو له تریبون څخه نړۍ ته وینا وکړي
تورکیې د مکې مکرمې شاوخوا کې د حوثیانو د ډرون هڅه او برید وغانده
د تورکیې ځايي او ملي بې پیلوټه تعرضي الوتکې خپل یو بل ازمایښت هم په ډیر بریالیتوب سره بشپړ کړ
د تورکیې بهرنیو چارو وزیر فیدان: د هرمز تنګي باید هر څه ژر چې ممکن وي د جګړې نه مخکې حالت ته وګرځي
په سومالیا کې د تورکیې له ملاتړ څخه د مننې په موخه لوی لاریون او غونډې ترسره شوې
اردوغان : مونږ خپل هیواد او ملت د سیمې د ټولو ناخوالو او جګړو نه لرې ساتلی .