نړۍ
3 د لوستلو دقیقې
پاکستان او ھند کې د موسمي بارانونو له امله ۷۳ تنو ژوند دلاسه ورکړی
د موسمي بارانونو او ناڅاپي سېلابونو له امله د پاکستان او هند په بېلابېلو سیمو کې د مړو شمېر لږ تر لږه ۷۳ کسانو ته رسېدلی دی، په داسې حال کې چې چارواکي د بارانونو د دوام او د سېلابونو د خطر د زیاتېدو خبرداری ورکوي.
پاکستان او ھند  کې د موسمي بارانونو له امله ۷۳ تنو ژوند دلاسه ورکړی
/ Reuters

د موسمي بارانونو او ناڅاپي سېلابونو له امله د پاکستان او هند په بېلابېلو سیمو کې د مړو شمېر لږ تر لږه ۷۳ کسانو ته رسېدلی دی، په داسې حال کې چې چارواکي د بارانونو د دوام او د سېلابونو د خطر د زیاتېدو خبرداری ورکوي.

د پاکستان د ملي افتونو د مدیریت اداره (NDMA) راپور ورکړی چې د جون له ۲۶مې راهیسې د بارانونو اړوند پېښو کې ۶۳ کسان مړه شوي او له ۱۰۰ څخه زیات ټپیان دي، چې یوازې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې شپږ نور کسان مړه شوي دي.

په پاکستان کې د مړو له ډلې څخه ۲۱ کسان په پنجاب ایالت کې راپور شوي، چې ۱۱ پکې ماشومان شامل دي، په داسې حال کې چې په خیبر پښتونخوا کې ۲۲ کسان، چې ۱۰ ماشومان او پنځه ښځې پکې شاملې دي، مړه شوي دي.

په سند کې ۱۵ کسان او په بلوچستان کې ۵ کسان مړه شوي دي. د مخکې له مخکې موسمي بارانونو له امله په سوات دره کې ناڅاپي سېلابونو ګڼ شمېر سیلانیان وړي، چې لږ تر لږه ۷ کسان یې وژلي او یو شمېر نور ورک دي.

د لټون او ژغورنې عملیات روان دي

د لټون او ژغورنې پراخ عملیات روان دي، او په ټولنیزو رسنیو کې خپرې شوې ویډیوګانې ښيي چې خلک د اوبو د زیاتوالي له امله بند پاتې دي.

لومړي وزير شهباز شریف د دې پېښې په اړه ژوره خواشیني څرګنده کړې او چارواکو ته یې د سیندونو او ویالو په شاوخوا کې د خوندیتوب تدابیر زیاتولو امر کړی دی.

په ورته وخت کې د هند شمالي هیماچل پرادیش ایالت هم سخت اغېزمن شوی، چې د ۱۶ سختو بارانونو او دریو سیلابونو وروسته د لسو کسانو د مړینې او ۳۴ نورو د ورکېدو تایید شوی دی.

د بیړني عملیاتو مرکز په وینا، په تېرو ۳۲ ساعتونو کې له ۳۵۰ څخه زیات کسان ژغورل شوي دي، ځکه چې چارواکي په افت ځپلو سیمو کې شپه او ورځ کار کوي.

‘بارانونه به دوام وکړي’

د موسمي بارانونو موسم چې معمولا د جون څخه تر سپټمبر پورې وي، دې سیمې ته اړین بارانونه راوړي، خو ډېری وخت د وژونکو سېلابونو او د زیربناوو د زیان لامل ګرځي.

که څه هم سږ کال د موسمي بارانونو تمه کېږي چې د ۲۰۲۲ کال د ناورین په پرتله لږ بارانونه راوړي، کله چې د پاکستان درېیمه برخه تر اوبو لاندې شوه او نږدې ۱۷۴۰ کسان مړه شول، اوسني بارانونه لا دمخه په ټیټو او لوړ خطر لرونکو سیمو کې پراخه ګډوډي رامنځته کړې ده.

د هوا پېژندنې چارواکي وايي چې په راتلونکو ورځو کې د بارانونو د دوام احتمال شته.

وپلټۍ
د پاکستان په بلوچستان ایالت کې د سکرو په کان کې چاودنې په لسګونو کسان ووژل
ټرمپ اعلان وکړ چې د 'سولې بورډ' د حماس د وسلو پر مځکه د ایښودو هوکړې ته رسېدلی دی
ولسمشر اردوغان د لبنان له ولسمشر جوزف عون سره لیدنه وکړه
د مهمو خبرونو غورچاڼ
ایران په اردن کې د امریکا پر یوې اډې د برید خبر ورکړی
چین ایران ته د توغندیو د توغولو سیسټمونو د لېږد خبر رد کړ: "له حقیقت لیرې دی"
له اروپایي ټولنې څخه د اوکراین سره د ۳.۴۷ میلیارده یورو دفاعي مرسته
داعش د افغانستان په شمال ختیځ کې د یوه طالب چارواکي د وژلو مسؤلیت پر غاړه واخیست
د ایران سپاه پاسداران: "تر هغه چې د امریکا لاسوهنې دوام ولري، د هرمز تنګی به بېرته پرانه نیستل شي"
اېټالیا او سعودي عربستان په غزه کې د دایمي اوربند غوښتنه وکړه او د لوېدیځې غاړې  الحاق يي رد کړ
په اوکراین کې د روسیې په توغندیزو بریدونو کې د ماشومانو په ګډون ۶ تنه وژل شوي دي
د پاکستان په شمال لوېدیځ کې پر امنیتي پوستې د برید په نتیجه کې ۹ تنو پولیسو ژوند د لاسه ورکړ.
د مهمو خبرونو غورچاڼ
په تورکیه کې د ژوند اوسط عمر ۷۸.۵ کلونو ته لوړ شو
د اسرائیل پوځ په غزه کې په یوه جومات د برید کولو او ویجاړولو باندې اعتراف وکړ