نړۍ
2 د لوستلو دقیقې
روسيې او اوکراين په متقابلو بریدونو کې حساسې نقطې په نښه کړې
تیره شپه اوکراین کې د روسيې د انرژۍ زېربناوې د ډرون بریدونو سره په نښه کړې، په داسې حال کې چې د روسيې بریدونو په پلازمینه کیف او اودیسا کې زیانونه اړولي او د مرګ‌ژوبلې راپورونه ترې ورکړل شول.
روسيې او اوکراين په متقابلو بریدونو کې حساسې نقطې په نښه کړې
اوکراین

د اوکراین تیره شپه د روسيې د یاروسلاول سیمې پر یوه د تېلو تصفیه‌خونه او په روستوف-نا-دونو کې پر یوه د برېښنا سب‌سټېشن باندې د بی پیلوته الوتکو سره بریدونه وکړل او زیان یې ورسوه. اوکرایني چارواکو خبر ورکړی چې د کییف او اودیسا پر لور د روسيې د بریدونو له امله مرګ‌ژوبله او مالي زیانونه اوښتي دي.

د یاروسلاول سیمې والي، میخائیل یوریایف، د روسيې په ټولنیزه شبکه "مکس" کې وویل چې د هوايي دفاع سیسټمونو پر دغه سیمه ۶۵ ډرون الوتکې راپرزولي دي.

یوریایف زیاته کړه چې د برید له امله په یاروسلاول کې د تېلو په تصفیه‌خونه کې اور لګېدلی او زیان اوښتی دی، او د الوتکو د ټوټو لوېدو له امله د ځینو اپارتمانونو کړکیو او موټرو ته زیان رسېدلی، خو چا ته ځاني زیان نه دی اوښتی.

بلخوا د روستوف سیمې والي، یوري سلیوسار، وویل چې د ډرون ټوټو په روستوف-نا-دونو کې د برېښنا سب‌سټېشن زیانمن کړی، چې له امله یې د ښار په څلورو سیمو کې برېښنا جریان پرې شوی ده.

سلیوسار یادونه وکړه چې شپږ استوګنیز کورونه او ملحقات یې هم زیانمن شوي، خو د ځاني زیان راپور نه دی ورکړل شوی.

په ورته وخت کې د مسکو ښاروال، سرګي سوبیانین، وویل چې د پلازمېنې په لور روانې شپږ ډرون الوتکې راپرزول شوې دي، خو نور جزییات یې ندي ورکړي.

په اوکراین کې ډېر شمیر کسان ټپیان شوي دي

په اوکراین کې د کییف ښاروال، ویتالي کلیچکو، وویل چې د روسيې په شپنیو بریدونو د پلازمېنې په بېلابېلو سیمو کې استوګنیزو کورونو او نورو ودانیو ته زیان رسېدلی دی.

کلیچکو زیاته کړه چې په بریدونو کې ۱۶ کسان ټپیان شوي او له دغو څخه ۹ کسان روغتون ته لېږدول شوي دي.

په اودیسا کې د یوه ۱۹ پوړیز اپارتمان ۱۴م، ۱۵م او ۱۶م پوړونه زیانمن شوي او په پېښه کې د مرګ‌ژوبلې خبر ورکړل شوی دی.

دا پېښې په داسې حال کې رامنځته کېږي چې دواړه لوري د یو بل پر زېربناو او نورو موخو د ډرون بریدونو ته دوام ورکوي.

 

وپلټۍ
څو لنډ مهم خبرونه
روسیه: د زیلینسکي په غبرګون کې به په اوکراین کې پر پوځي اهدافو بریدونه زیات کړو
ټرمپ: په امریکا کې د دوبي او ژمي د ساعتونو د بدلون لړۍ باید پای ته ورسېږي.
د آلمان لومړي وزیر مېرز له اوکراین سره د پیوستون په موخه دغه هېواد ته سفر وکړ
قالیباف: "څو چې د ایران ۷ وړاندې شوي شرطونه منل شوي نوي، د هرمز تنګی به خلاصه نشي.
اردوغان: تورکیه د دفاعي صنایعو په برخه کې "یو بشپړ انقلاب رامنځته کوي"
امریکايي چارواکو د ولسمشر په ځانګړي استوګنځای کمپ ډیوید کې د ایران د مسئلې په اړه غونډه وکړه
ټرمپ د تورکیې پر وړاندې د کاتسا (CAATSA) بندیزونو لرې کولو ته مثبت غبرګون وښود
روسیې په کییف کې پر یوه بل پله برید وکړ، ترافیکي بهیر فلج شو.
ټرمپ: که د ایران مسله حل شي، د تېلو بیې به راټیټې شي.
سعودي عربستان ویلي دي چې حوثیانو  د مدینې ښار د برېښنا پر تمځای د برید کړی دی.
امریکا منځني ختیځ ته د یوې بلې الوتکې وړونکې بېړۍ او ۱۰ زرو اضافي سرتیرو  د استولو پرېکړه کړې ده
پوتین: پر روسیې د مستقیم برید په صورت کې به د ټولو وسلو کارولو پر مسئلې غور وکړو.
د تورکیې په سویل ختیځ شانلي اورفا ولایت کې د تورکیې د ټکنالوژۍ فیستیوال  ټیکنوفیسټ هیجان دوام لري.
د سوریې په حما ولایت کې پر یوه مینی‌بس موټر په برید کې ۷ کسان وژل شوي دي.