تورکیې په نوي ډیلي کې د تروریستي کړنو سره د تړاو په اړه د هندي رسنیو ادعاوې په کلکه توګه  رد کړې

د تورکیې د ناسموماتو پر وړاندې د مبارزې مرکز د انقرې لخوا د هر ډول ترهګرۍ د ردولو پر دریځ بیا ټینګار وکړ او ویې ویل چې تورکیه د نړیوالې همکارۍ له لارې د ترهګرۍ پر وړاندې مبارزه کې مخکښ رول لوبوي.

By
تورکیې په نوي ډیلي کې د تروریستي کړنو سره د تړاو په اړه د هندي رسنیو ادعاوې په کلکه توګه  رد کړې / Public domain

تورکیې په نوي ډیلي کې د تروریستي کړنو سره د تړاو په اړه د هندي رسنیو ادعاوې په کلکه توګه  رد کړې

د تورکیې د ناسموماتو پر وړاندې د مبارزې مرکز د انقرې لخوا د هر ډول ترهګرۍ د ردولو پر دریځ بیا ټینګار وکړ او ویې ویل چې تورکیه د نړیوالې همکارۍ له لارې د ترهګرۍ پر وړاندې مبارزه کې مخکښ رول لوبوي.

تورکیې د ځینو هندي رسنیو هغه ادعاوې رد کړې چې انقره یې په هند کې له تروریستي بریدونو سره تړلې بللې وه.

د تورکیې د ناسموماتو پر وړاندې د مبارزې مرکز  د چهارشنبې په ورځ د NSosyal په نوم پر تورکي ټولنیزې  رسنۍ له لارې په خپور کړي یوه بیان کې وویل، چې د ځینو هندي رسنیو لخوا په قصدي توګه خپرې شوې ادعاوې - چې ګواکې تورکیه په هند کې له تروریستي کړنو سره تړاو لري او ترهګرو ډلو ته لوژیستیکي، ډیپلوماټیک او مالي ملاتړ ورکوي - د دواړو هېوادونو ترمنځ د دوه اړخیزو اړیکو د زیانمنولو لپاره د یوې ناوړه ناسمو معلوماتو د خپرولو د  کمپاین برخه ده.

د تورکیې د ناسمومعلوماتو پر وړاندې د مبارزې مرکز بیا ټینګار وکړ چې دوی ترهګري په هر شکل کې، هر چېرې او د هر چا لخوا چې ترسره کیږي، په کلکه توګه ردوي او زیاته یې کړه چې تورکیه د نړیوالې همکارۍ له لارې د نړیوال تروریزم پر وړاندې مبارزه کې مخکښ رول لوبوي.

په دې برخه کې، مرکز یادونه وکړه چې انقره د ملګرو ملتونو د تروریزم پر وړاندې د مبارزې نړیواله ستراتیژي په 'فعاله' توګه ملاتړ کوي او د ناټو د تروریزم ضد پالیسیو په جوړولو کې کلیدي رول لوبوي.

د تورکیې د ناسمو معلوماتو پر وړاندې د مبارزې  مرکز زیاته کړه، هغه ادعا چې تورکیه د هند یا کوم بل هېواد په نښه کولو لپاره 'د افراطیت فعالیتونه' ترسره کوي، په بشپړه توګه د ناسموماتو د خپرولو په موخه ده او هیڅ کوم بنسټ نه لري.

مرکز څرګنده کړه چې دا ډول بې بنسټه او لاسوهونکي خبرونه د تورکیې په نښه کولو سره د نړیوال امنیت، ثبات او سولې لپاره د دغه هېواد هڅې کمزورې کول غواړي، او له خلکو یې وغوښتل چې پر دغو ادعاوو باور ونه کړي.