منځنی ختیځ
3 د لوستلو دقیقې
د لوېدیځې غاړې په اشغال شوو فلسطیني ښارونو د اسرائیلو بریدونه زیات شوي دي
د فلسطین رسمي خبري اژانس «وفا» د راپور له مخې، د اسرائیلي اشغالګرو ځواکونو او ناقانونه مېشت‌ ځایونو اوسېدونکو بریدونه پر فلسطیني ټولنو د اشغال شوې لوېدیځې غاړې په اوږدو کې لا پسې زیات شوي دي، چې په ترڅ کې یې ګڼ شمېر بریدونه، د ځمکو د غصب او غلاوې
د لوېدیځې غاړې په اشغال شوو فلسطیني ښارونو د اسرائیلو بریدونه زیات شوي دي
د لوېدیځې غاړې په اشغال شوو فلسطیني ښارونو د اسرائیلو بریدونه زیات شوي دي / Reuters

د لوېدیځې غاړې په اشغال شوو فلسطیني ښارونو د اسرائیلو بریدونه زیات شوي دي

د اسرائیلي ځواکونو او ناقانونه یهودي مېشت ‌ځایونو اوسېدونکو خپل بریدونه، د ځمکو د غصب او د اورلګونو پېښې د اشغال شوې لوېدیځې غاړې په اوږدو کې لا پسې زیاتې کړې دي.

د فلسطین رسمي خبري اژانس «وفا» د راپور له مخې، د اسرائیلي اشغالګرو ځواکونو او ناقانونه مېشت‌ ځایونو اوسېدونکو بریدونه پر فلسطیني ټولنو د اشغال شوې لوېدیځې غاړې په اوږدو کې لا پسې زیات شوي دي، چې په ترڅ کې یې ګڼ شمېر بریدونه، د ځمکو د غصب، اورلګونې او غلاوې ثبت شوې دي.

د سې شنبې په شپه ناوخته، د غیرقانوني میشت ځایونو لویو ډلو، د اسرائیلي اشغالګرو ځواکونو تر څار او ملاتړ لاندې، د نابلس په جنوب کې د وادي یاسوف په سیمه کې د فلسطیني ملکیت پراخه کرنیزې ځمکې ته اور واچاوه. د سیمې اوسېدونکو ته اجازه ورنه‌ کړل شوه چې سیمه ته ننوځي او د زیان ارزونه وکړي.

یاده سیمه تېره اوونۍ هم د ناقانونه مېشت ‌ځای «کفار تپوخ» د اوسېدونکو لخوا د فلسطیني ځمکو د ښویولو او یوازې د مېشت‌ ځای لپاره د سړک د جوړولو شاهد وو، دغه مېشت‌ ځای د «یاصوف» او «اسکا کا» کلیو پر خاوره په ناقانونه ډول جوړ شوی دی، چې دواړه د سلفیت ختیځ ته موقعیت لري.

په الخلیل (هبرو ن) کې، د اسرائیلي ځواکونو د سې شنبې په ماښام د ۳۵ کلن احمد روبي الاترش مړی د هغه کورنۍ ته وسپاره؛ هغه دوه ورځې مخکې د ښار په شمالي دروازه کې د یوه ناقانونه یهودي مېشت‌ ځای اوسېدونکي له لوري په ډزو وژل شوی و.

د زیتونو د راټولولو پر مهال بریدونه

د اشغال شوي ختیځ بیت المقدس شمال لویدیځ کې د بیت عنان په ښارګوټي کې، اسرائیلي ځواکونو دوه فلسطینی وروڼه په داسې حال کې ووهل کله چې دوی په خپله ځمکه کې زیتون راټولول.

د یو ورور، «ادهم جمهور»، په وینا، عسکرو هغوی ونیول، موټر یې ضبط کړ او د زیتونو ټول حاصلات یې ترې واخیستل، وروسته بیا له نږدې پوځي اډې څخه یې خوشي کړل.

د رام ‌الله شمال لوېدیځ ته، ناقانونه اسرائیلي مېشت ‌ځایونو د فلسطینیانو کرنیزې سیمې لوټلې او راټول شوي زیتونونه یې غلا کړي. د وفا د راپور له مخې، مېشت ‌ځای اوسېدونکي چې د «عطاره» د ځمکې پر سر په ناقانونه ډول جوړ شوي، د ښار ختیځ ته له کروندو فصلونه یووړل، پداسې حال کې چې نورو مېشت ‌ځایوالو د فلسطینیانو پر شخصي ځمکو خپل څاروي څرول او له یوې سیمه‌ ییزې څاه څخه یې اوبه غلا کولې.

دا بریدونه د مېشت ‌ځایوالو تاوتریخوالي او د پوځ له ملاتړ سره د ځمکې د غصب د زیاتېدو په لړۍ کې ترسره کېږي، په ځانګړې توګه د زیتونو د راټولولو د فصل پر مهال — هغه وخت چې فلسطیني بزګران په دوامداره توګه تر بریدونو لاندې راځي او خپلو کروندو ته له تګ څخه منع کېږي.

وپلټۍ
د جولای په ۱۵ د ولسمشر اردوغان د وژنې د پلان په هڅه کې ښکیل ترهګر ونیول شو
د اوکراین پر پلازمېنې کییف د روسیې په هوايي برید کې ۹ کسان وژل شوي او ۲۸ نور ټپیان دي
ټرمپ اوکراین ته د پیټریوټ توغندیو د ورکولو له ژمنې شاته شو
د یونس امره انسټیټیوټ لخوا د تورکي ژبې د مهارت نړیواله ازموینه (TYS)
په کاناډا کې پر یوه جومات وسله وال برید شوی
د روسیې لخوا جوړ شوي د سرطان واکسین په لومړنیو کلینیکي ازموینو کې مثبته پایله ورکړه
د پاکستان په بلوچستان ایالت کې د سکرو په کان کې چاودنې په لسګونو کسان ووژل
ټرمپ اعلان وکړ چې د 'سولې بورډ' د حماس د وسلو پر مځکه د ایښودو هوکړې ته رسېدلی دی
ولسمشر اردوغان د لبنان له ولسمشر جوزف عون سره لیدنه وکړه
د مهمو خبرونو غورچاڼ
ایران په اردن کې د امریکا پر یوې اډې د برید خبر ورکړی
چین ایران ته د توغندیو د توغولو سیسټمونو د لېږد خبر رد کړ: "له حقیقت لیرې دی"
له اروپایي ټولنې څخه د اوکراین سره د ۳.۴۷ میلیارده یورو دفاعي مرسته
داعش د افغانستان په شمال ختیځ کې د یوه طالب چارواکي د وژلو مسؤلیت پر غاړه واخیست
د ایران سپاه پاسداران: "تر هغه چې د امریکا لاسوهنې دوام ولري، د هرمز تنګی به بېرته پرانه نیستل شي"