نړۍ
3 د لوستلو دقیقې
چین له امریکا سره پر 'مساوي خبرو اترو' ټینګار کوي
د بیجینګ او واشنګټن ترمنځ په دې وروستیو اونیو کې تاوتریخوالی وروسته له هغه زیات شوی، چې بیجینګ د نادرو ځمکنیو توکو پر صادراتو پراخ محدودیتونه ولګول.
چین له امریکا سره پر 'مساوي خبرو اترو' ټینګار کوي
چین له امریکا سره پر 'مساوي خبرو اترو' ټینګار کوي / AP

د اپل شرکت د مشر ټیم کوک د سفر پر مهال، چین له امریکا سره پر 'مساوي خبرو اترو' ټینګار کوي
د بیجینګ او واشنګټن ترمنځ په دې وروستیو اونیو کې تاوتریخوالی وروسته له هغه زیات شوی، چې بیجینګ د نادرو ځمکنیو توکو پر صادراتو پراخ محدودیتونه ولګول.

د اقتصادي ځواکونو ترمنځ د روانې سوداګریزې جګړې په ترڅ کې، چین له امریکا متحده ایالتونو سره د "مساوي خبرو اترو" غوښتنه کړې، په داسې حال کې چې د اپل شرکت مشر ټیم کوک دغه هېواد ته سفر کړی دی.

بیجینګ تېره اونۍ د نادرو ځمکنیو توکو پر صادراتو د پراخو کنټرولونو اعلان وکړ. په غبرګون کې یې، د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د نومبر له لومړۍ نېټې څخه د ۱۰۰ سلنه تعرفو د پلي کېدو اعلان وکړ، خو له خپل چینايي سیال شي جین پینګ سره یوه احتمالي راتلونکې لیدنه ښايي له دې کړکېچ څخه د وتلو لپاره یوه لاره برابره کړي.

د یوې رسمي اعلامیې له مخې، کوک، چې په منظمه توګه د اپل شرکت دغه مهم بازار او تولیدي مرکز ته سفر کوي، د پنجشنبې په ورځ د چین د سوداګرۍ له وزیر وانګ وینتاو سره وکتل.

په اعلامیه کې راغلي، چې د دوی د لیدنې پر مهال، وانګ له بیجینګ او واشنګټن څخه وغوښتل چې "د مساوي خبرو اترو او مشورو له لارې د ستونزو لپاره د حل لارې ولټوي."

وانګ دا هم وویل چې هغه په چین کې د اپل شرکت د "پانګونې له زیاتوالي" څخه هرکلی کوي.

د سوداګرۍ وزارت په اعلامیه کې د کوک له خولې ویل شوي، چې هغه د چین او متحده ایالاتو ترمنځ ښې اقتصادي اړیکې "ډېرې مهمې" ګڼي.

د دولتي خبري اژانس شینهوا د راپور له مخې، د اپل شرکت مشر همدارنګه د لومړي وزیر له مرستیال او د بیجینګ د سوداګرۍ له لوی مرکچي هي لیفنګ سره هم وکتل.

د شینهوا په وینا، هغه د تسینګوا پوهنتون د اقتصاد او مدیریت پوهنځي مشورتي بورډ ته، چې مشري یې کوک کوي، په وینا کې وویل، چې چین "لیواله دی چې د نړۍ له ټولو هېوادونو سره د متقابلو ګټو پر بنسټ همکاري ژوره کړي."

یوې رسمي اعلامیې ویلي، چې د بلک سټون (Blackstone) شرکت اجراییوي رییس سټیفن شوارزمن هم په دې ښار کې و او د بهرنیو چارو له وزیر وانګ يي سره یې وکتل.

وانګ شوارزمن ته وویل: "د چین او امریکا اړیکې نن ورځ په نړۍ کې تر ټولو مهمې دوه اړخیزې اړیکې دي."

هغه زیاته کړه: "اړیکې پرې کول او جلاوالی یوه واقعي یا منطقي لاره نه ده، او مقابله به یوازې دواړو خواوو ته زیان ورسوي."

د اعلامیې له مخې، شوارزمن وویل، هیله لري چې دواړه خواوې به "غلط فهمۍ له منځه یوسي."

 

وپلټۍ
د سکانډیناویا هوایي شرکت  اسرائیل ته د الوتنو د بیا پیلولو پلان لغوه کړ
په پاکستان کې د یوه جومات ترڅنګ چاودنه شوې چې له امله يي ۱۵ کسان وژل شوي او تر ۵۰ ډېر ټپیان دي
اوکراین وايي، د روسیې د بې پیلوټه الوتکې له برید وروسته د تنزانیا بیرغ لرونکې بیړۍ کپتان ووژل شو
روسيې او اوکراين په متقابلو بریدونو کې حساسې نقطې په نښه کړې
کانادا د بریتانیا په مشرۍ د مشترک بهرنیو عملیاتو په ځواکونو کې د غړیتوب غوښتنه وکړه
ترامپ: ایران په مستقیمه توګه له امریکا سره اړیکه نیولې او غواړي تړون وکړي
زیلینسکي روسیه په وروستیو اونیو کې یې دوه ځلې د هغه د الوتکې د ويشتلو په هڅې تورنه کړه.
د اروپايي ټولنې مشرې کاناډا ته د «ملګري غړي» پېشنهاد وکړ
پر منځني ختیځ کې د امریکا پر اډو د ایران له بریدونو وروسته د پراخو زیانونو راپور ورکړل شوی
د امریکا د استازو جرګې پر ایران د بریدونو د بندولو طرحه تصویب کړه
د امریکا په لاس انجلس ښار کې یوې چورلکې سقوط وکړ او وروسته يي اور واخیست.
جرمني اټکل کوي چې د  روسیې د هیبریډي بریدونو هدف په توګه به پاتې شي.
پنټاګون:ایران پر خلاف د علمیاتو لګښت له ۳۳ میلیاردو ډالرو څخه اوښتی او د مهماتو کمښت يي رامنځته کړی
په یونان کې د ناقانونه کډوالو د کښتۍ ډوبېدو له امله ۱ کس مړ او ۲۵ نور لا درکه شوي دي.
روسیه: د اوکراین په لوېدیځو سیمو کې مو د اوسپنې پټلۍ پر زېربناوو بریدونو کړي دي.
ټرمپ له ۲۵ کلونو وروسته د سېپټمبر ۱۱مې پیښه د ایران  له جګړې سره وتړله
پوټین د اوکراین خاوره کې د اروپايي پوځیانو احتمالي ځای پر ځای کول «له روسیې سره جګړه» وبلله.
په بلغاریا کې د وسلو پر ډیپو دویمه چاودنه وشوه. د شک ګوته روسیې ته نیول شوې.
یوناني رسنۍ: د تورکیې ستر ځواک له پامه غورځولی نشو.
امریکا متحده ایالتونو پر حوثیانو د مخامخو بریدونو په اړه د سعودي عربستان غوښتنه رد کړه.