له هغې وروسته چې د ۲۰۰۱ کال د سپتمبر د ۱۱مې بریدونو د بهرنیو ګواښونو په اړه د امريکایانو اندېښنې زیاتې کړې وې، ۲۵ کاله وروسته اوس امريکايان د بهرنیو ډلو پر پرتله د کورنیو افراطیانو له بریدونو څخه خورا ډېر په وېره کې دي.
د زمري له ۷مې تر ۱۰مې (د اګست له ۲۸مې تر ۳۱مې) په ترسره شوې نظرپوښتنه کې کله چې له ځواب ویونکو وپوښتل شول چې د عامو امريکایانو د خوندیتوب لپاره تر ټولو لوی ګواښ کوم دی؛ ۳۳ سلنه کسانو "کورنی ترهګریزم"، ۲۰ سلنه "بهرنی ترهګریزم" او ۴۲ سلنه کسانو عام تاوتریخوالی او ډله ییزې ډزې د تر ټولو لوی ګواښ په توګه په ګوته کړي دي.
دا وضعیت یوه لسیزه وړاندې خورا بېل و. د ۲۰۱۳ کال په نیمایي کې د روېټرز/ایپسوس سروې ښودلې وه چې یوازې ۲۱ سلنه امريکایانو "کورنی ترهګریزم" لومړنی ګواښ ګاڼه، چې دا د "بهرني ترهګریزم" (۲۸ سلنه) او عام تاوتریخوالي (۵۱ سلنه) پر پرتله لږ و.
د ۲۰۰۱ کال د سپتمبر پر ۱۱مه د القاعدې بهرنیو غړو په نیویارک کې د نړیوال سوداګریز مرکز له ودانیو او واشنګټن ته نږدې له پینټاګون سره الوتکې وجنګولې، چې زرګونه کسان یې ووژل او د لسیزو جګړو لمبې یې پورته کړې؛ په دې کې پر افغانستان د امریکا په مشرۍ یرغل هم شامل و، چېرته چې د القاعدې مشران مېشت وو.
خو امریکا له هغې وروسته د ډېرو کورنیو بریدونو شاهده هم پاتې شوې، چې پکې مسلمانان، تورپوستي، لاتیني تبار، یهودان او نور امريکایان په نښه شوي دي. خپله ولسمشر ډونالډ ترامپ د ترور له څو هڅو سره مخ شو — پدې کې د ۲۰۲۴ کال هغه ډزې شاملې وې چې غوږ یې پکې ټپي شو — او تېر کال (د ۲۰۲۵ په سپتمبر کې) محافظه کار فعال چارلي کرک (Charlie Kirk) په یوټاه ایالت کې پوهنتون والو محصلینو ته د وینا پر مهال په ډزو ووژل شو.
په وروستۍ نظرپوښتنه کې چې کله وپوښتل شول کوم ایډیالوژیک بریدونه لوی ګواښ دی؛ ۶۱ سلنه ځواب ویونکو کورني افراطیان او ۳۴ سلنه بهرني عناصر وښودل.
د نظرپوښتنې له مخې، د سپتمبر د ۱۱مې بریدونو اثرات لا هم پیاوړي دي. له ۱۰ څخه ۶ کسان وايي چې وخت ناوخت د دغو بریدونو په اړه فکر کوي او نږدې همدا کچه خلک وايي چې که بل لوی برید وشي، د پوځي ځواب ملاتړ به وکړي.
امريکايان باور نه لري چې د ۹/۱۱ وروسته جګړې د لګښت وړ وې
شاوخوا ۴۸ سلنه ځواب ویونکو ویلي چې په افغانستان کې جګړه د دغو لګښتونو او مرګژوبلې وړ نه وه، په داسې حال کې چې یوازې ۲۱ سلنه کسانو دا جګړه سمه ګڼلې، او پاتې نور يا بې پرې وو او یا یې ځواب نه دی ورکړی. د عراق جګړه هم په ورته توګه ناخوښه وه؛ ۵۱ سلنه کسانو ورسره مخالفت او ۲۱ سلنه موافقت ښودلی دی.
د دغو پوسټ-۹/۱۱ جګړو له امله په افغانستان، عراق، پاکستان، سوریه، یمن، لیبیا او ایران کې په مستقیم او غیر مستقیم ډول شاوخوا ۴.۵ تر ۴.۷ میلیون کسان مړه شوي دي.
کورنی څار او امنیتي اقدامات
له ۱۰ څخه ۶ امريکايان — په ځانګړي ډول له ۱۰ څخه ۸ جمهوریت غوښتونکي — په دې باور دي چې د سپتمبر د ۱۱مې بریدونو پر وړاندې د امريکا حکومت ځواب تر یوه حده په امريکايي خاوره کې د نویو بریدونو په مخنیوي کې اغېزمن و.
د دواړو ګوندونو اکثریت — ۷۱ سلنه ډیموکراتان او ۷۵ سلنه جمهوریت غوښتونکي — په دې نظر دي چې د ۹/۱۱ له بریدونو وروسته په هوایي ډګرونو کې سخت شوي امنیتي تدابیر د مسافرینو د تګ راتګ له ستونزو سره سره ارزښت لري. امريکايان همدارنګه د دولتي هوایي امنیت ملاتړ کوي؛ یوازې ۲۳ سلنه کسانو د ترامپ د ادارې له هغې طرحې ملاتړ کړی چې غواړي فدرالي امنیتي پرسونل په شخصي قراردادیانو بدل کړي، په داسې حال کې چې ۴۸ سلنه له دې مفکورې سره مخالف دي.
له ۲۰۰۱ کال وروسته د کورني استخباراتي څار پراختیا بيا کم نفوذ درلود؛ ۶۵ سلنه امريکايان له حکم او محکمې د اجازې پرته د بېلابېلو استخباراتي ادارو لخوا د خپلو وګړو د برېښنايي اړیکو له څارلو (ډېټا مانیټورینګ) سره مخالفت کوي. د ۲۰۰۸ کال هغه قانون چې دا اجازه یې ورکوله، په جون میاشت کې پای ته ورسېد، که څه هم د ترامپ ادارې له کانګرس غوښتي چې دا عمل بېرته مجاز کړي.
ډیری امريکايان د سپتمبر ۱۱مې ته د داسې یوې پېښې په سترګه ګوري چې هېواد یې متحد کړ، او ۷۵ سلنه خلک په دې باور دي چې دغې پېښې پر ملت خورا خورا ژور اغېز درلود؛ دا کچه د د ۲۰۰۷-۲۰۰۹ کلونو د مالي ناورین په پرتله (چې یوازې ۴۱ سلنه اغېزمن ګڼل شوی) خورا لوړه ده.


















