نړۍ
3 د لوستلو دقیقې
د مهمو خبرونو غورچاڼ
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ وویل چې ممکن د اوکراین د ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي پر ځای بل څوک د کیف په استازیتوب د خبرو اترو مشري وکړي.
د مهمو خبرونو غورچاڼ
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ وویل چې ممکن د اوکراین د ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي پر ځای بل څوک د کیف په استازیتوب د خبرو اترو مشري وکړي.

 ټرمپ د اوکراین په خبرو اترو کې د زیلینسکي رول تر پوښتنې لاندې راوست

د شخړې د حل په برخه کې پر زیلینسکي د نیوکې په ترڅ کې، ټرمپ ادعا وکړه چې د اوکراین مشر کولای شول ډېر دمخه یو ښه تړون ترلاسه کړي. د مرګ ژوبلې او تلفاتو لوړ شمیر ته په اشارې، ټرمپ زیلینسکي تورن کړ چې د جګړې د پای ته رسولو لپاره کافي هڅې نه کوي. د امریکا ولسمشر زیاته کړه چې د جګړې د ژر تر ژره پای ته رسولو او د زیاتو انساني تلفاتو د مخنیوي غوښتونکی دی.

ایران د امریکا او اسرائیلو د ګواښونو له امله د ملګرو ملتونو د بېړنۍ غونډې غوښتنه وکړه

ایران د متحده ایالاتو او اسرائیلو د دوامداره ګواښونو په غبرګون کې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د بېړنۍ غونډې د جوړېدو غوښتنه کړې ده.

په ملګرو ملتونو کې د ایران دایمي استازي، غلام حسین درزي، له شورا وغوښتل چې د احتمالي برید ګواښونه وغندي او بېړنی اقدام وکړي. په ورته مهال، د ایران د سپاه پاسداران قول اردو اعلان وکړ چې له واشنګټن سره د تاوتریخوالي په لړ کې به نوي اهداف او وسلې نندارې ته وړاندې کړي. د سپاه پاسداران ویاند حسین محبي وویل چې د انټرنیټ اووه مهم سمندري کیبلونه د هرمز له تنګي تیریږي او د سوداګریزو او انټرنیټي ډېټاوو ستره برخه پر همدې لاینونو سمبالېږي.

اروپايي ټولنه د امریکا د بندیزونو پر وړاندې د نړیوالې جنایي محکمې  خوندیتوب ارزوي

اروپايي کمیسیون د امریکا له احتمالي بندیزونو څخه د نړیوالې جنایي محکمې  د ساتنې او بلاک کولو په قانون غور کوي.

د اروپايي کمیسیون ویاندې سیوبان مک ګیري وویل چې اروپايي ټولنه له غړو هېوادونو سره په مشوره کې ده او د محکمې د دوامداره پلي کېدو او فعالیت ډاډمنولو لپاره مېکانیزمونه ارزوي. هغې زیاته کړه چې تر اوسه په وروستي ډول پرېکړه نه ده شوې چې دغه محافظتي مقررات به کله نافذ شي.

د امریکا د دفاع وزیر هیګسیت اسرائیل ته د یوه ناڅاپي سفر پر مهال له نتانیاهو سره وکتل

د اکسیوس  د راپور له مخې، د امریکا د دفاع وزیر پیټ هیګسیت  اسرائیل ته د یوه ناڅاپي او نه اعلان شوي سفر پر مهال د اسرائیلو له لومړي وزیر بنیامین نتانیاهو سره لیدلي دي.

دا کتنه د «اوودا» په هوایي اډه کې ترسره شوې، چېرې چې د امریکا پوځي ټانکرونه او جنګي الوتکې ځای پر ځای دي. دغه ناسته پر داسې مهال کېږي چې واشنګټن او تل ابیب د ایران پر وړاندې د ممکنه پوځي عملیاتو پر لارو چارو خبرې کوي. همداراز دا لیدنه د اسراییلو تر پارلماني ټاکنو اته ورځې مخکې ترسره کېږي.

تورکیه د ۴.۱ میلیارد ډالرو په ارزښت د ډېټا سنټر لویه پروژه پیلوي

تورکیې انقرې ته نږدې د یوه ستر ډېټا سنټر (معلوماتي مرکز) د ودانیزو چارو پیل اعلان کړی، ترڅو ځان په سیمه ییز ډېجیټلي مرکز بدل کړي.

دا پروژه د «رونیسانس هولډینګ» او د نړیوال ډېټا سنټر پرمخ وړونکي «ډېجیټل ریالټي» لخوا په ګډه پلي کېږي. د تورکیې د صنعت او ټیکنالوژۍ وزیر محمد فاتح کاجر وویل چې لومړنۍ پانګونه د زېربناو او ودانیزو چارو لپاره ۴۵۰ میلیون ډالر او د یخولو سیسټمونو او IT تاسیساتو لپاره ۹۰۰ میلیون ډالر ده. د پروژې د ټولو پړاوونو په بشپړېدو سره، د نغدې ثابتې پانګونې کچه ۴.۱ میلیارد ډالرو ته رسېږي.

 

وپلټۍ
اوکراین: د روسیې د تېرې شپې په بریدونو کې ۳ تنه وژل شوي او ۱۱ نور ټپیان شوي دي
امریکا اوکراین ته د پیټریوټ (Patriot) توغندیو د لېږد تایید ځنډولی
د یونان ساموس ټاپو ته نږدې د کښتۍ ډوبېدو له امله ګڼشمیر کډوالو ژوند د لاسه ورکړی.
کرملین د اروپا په ناکراریو کې د روسیې د لاس لرلو ادعاوې رد کړې
جرمني د ایران سفیر د بهرنیو چارو وزارت ته احضار کړ
د پاکستان په جنوب لویدیځ کې یو پوځي افسر او څلور ترهګر ووژل شول
ټرمپ په روسیه کې د ډیزلو پر چاڼځایونو د اوکراین پر بریدونو نیوکه وکړه
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر روبیو وویل چې اوکراین او روسیه باید د جګړې پر پای باندې غور وکړي.
د کیف د مترو په یو تمځای باندې د روسیې لخوا مرګونی برید شوی دی.
په بلجیم کې د لاریونونو پر مهال د نیول شویو کسانو شمېر ۱۹۵ ته ورسېد
د مهمو خبرونو غورچاڼ
مارکو روبیو وايي، د ټرمپ لخوا پر روسیې د بندیزونو ځنډول به د ۶۰ ورځو بیاکتنې ته لاره هواره کړي
د کاناډا په یوه پوځي اډه کې د اورلګېدنې له امله د مرګ ژوبلې راپورونه ورکړل شوي
په فرانسه کې د ګرانۍ پر ضد لاریونونه پر تاوتریخوالي واوښتل او درانه زیانونه يي اړولي دي
ټرمپ پر روسیې نوي بندیزونه معاف کړل، په داسې حال کې چې له اوکراین سره یې اختلافات ژور شوي دي
چین د سپینې ماڼۍ نوې ویاندې ته له پاروونکو څرګندونو وروسته چین ته  د « لا زیاتو سفرونو» بلنه ورکړه
د روسیې ډرون بریدونو د اوکراین په وولین سیمه کې ۳۷۰ زرو کسان د  برېښنا له نعمت څخه محروم کړل.
ګوښه شوي امریکايي جنرال خبرداری ورکړی چې د امریکا د توغندیو دفاعي کمښت ممکن تر ۲۰۳۰ پورې دوام وکړي
د اوکراین ډرون بریدونو سره د روسیې د ټیکنالوژۍ سکتور پر وړاندې نوې جبهه پرانیستې ده
په امریکا کې پر یوه لومړني ښوونځي په وسله‌وال برید کې ۳ زده‌کوونکي او ۱ ښوونکی وژل شوي.