په پاکستان کې پر امنیتي ځواکونو خونړی برید شوی دی

وسله والو په یوه کمین کې چې د پاکستان پوځي کاروان یی په نښه کړ ۱۱ تنه سرتیري ووژل.

پاکستاني سرتیري / AP

په پاکستان کې پر امنیتي ځواکونو خونړی برید شوی دی

وسله والو په یوه کمین کې چې د پاکستان پوځي کاروان یی په نښه کړ ۱۱ تنه سرتیري ووژل.

سرچینې وایي، اسلامپالو وسله والو د چهارشنبې په ورځ د افغانستان پولې ته نږدې د پاکستان پر یوه پوځي کاروان برید کړی، چې له امله یې نهه سرتیري او دوه افسران وژل شوي دي. د دې برید پړه پاکستاني طالبانو پر غاړه اخیستې ده.

د پاکستان پنځو امنیتي چارواکو رویټرز ته ویلي، چې د کرمې په شمال لویدیځه سیمه کې لومړی د سړک غاړې بمونو د پوځي کاروان موټرونه په نښه کړل او وروسته ګڼ شمېر وسله والو پرې ډزې وکړې.

پاکستاني طالبانو د برید پړه په غاړه اخیستې ده.

د پوځ د عامه اړیکو څانګې په دې اړه سمدستي له څه ویلو ډډه کړې ده.

په دې وروستیو کې تحریک طالبان پاکستان، چې غواړي حکومت ړنګ کړي او پر ځای یې خپل سخت دریځه اسلامي نظام واکمن کړي، د پاکستان پر امنیتي ځواکونو بریدونو ته زور ورکړی دی.

اسلام اباد وایي، وسله وال له ګاونډي هیواد افغانستان څخه د پاکستان پر وړاندې د بریدونو د پلانولو او روزنې لپاره کار اخلي، خو کابل دا تورونه ردوي.