ایران : د امریکا او اسرائیل په بریدونو کې د وژل شوو ۳۳۷۵ تنو هویت تثبیت شوی دی

د ایران عدلي طب ادارې خبر ورکړی چې د فبرورۍ په ۲۸مه پر ایران د امریکا او اسرائیل له خوا په پیل شویو بریدونو کې د ۳۳۷۵ وژل شویو کسانو هویت یې تثبیت کړی دی.

By
ایران : د امریکا او اسرائیل په بریدونو کې د وژل شوو ۳۳۷۵ تنو هویت تثبیت شوی دی / AP

د ایران د رسنیو د راپور له مخې، د عدلي طب ادارې مشر عباس مسجدي اراني، د امریکا-اسرائیل په بریدونو کې د وژل شویو کسانو په اړه وروستي معلومات شریک کړل.

اراني وویل، د فبرورۍ له ۲۸مې راهیسې په بریدونو کې د ۳۳۷۵ وژل شویو کسانو هویت تثبیت شوی دی. نوموړي زیاته کړه چې په دغو کسانو کې ۲۸۷۵ نارینه او ۴۹۶ ښځې دي، خو د ۴ نورو په اړه یې معلومات نه دي ورکړي.

اراني څرګنده کړه چې په وژل شویو کې د تورکیې، سوریې، افغانستان، پاکستان، چین، عراق او لبنان اتباع هم شامل دي.

د عدلي طب ادارې مشر اراني د اپرېل په ۹مه په خپله یوه اعلامیه کې ویلي وو، چې د امریکا او اسرائیل په بریدونو کې لږ تر لږه ۳۰۰۰ کسان وژل شوي او د ۴۰ سلنه جسدونو هویت د پېژندلو وړ نه و، خو د سختو هڅو په پایله کې د هویت د تثبیت چارې په بریالیتوب سره بشپړې شوې دي.