تورکیه
2 د لوستلو دقیقې
د "ګلوبل صمود کاروان" فعالان د اسرائیلو لخوا د نیول کیدو وروسته د تورکیې استانبول ښار ته راورسېدل
۱۳۷ فعالان، چې ۳۶ یې د تورکیې وګړي دي، وروسته له هغه چې د اسرائیلو له خوا په ناقانونه توګه غزې ته له تلونکي "ګلوبل صمود فلوټیلا" کاروان څخه ونیول شول، په یوه ځانګړې الوتنه کې استانبول ته  راورسېدل.
د "ګلوبل صمود کاروان" فعالان د اسرائیلو لخوا د نیول کیدو وروسته د تورکیې استانبول ښار ته راورسېدل
د صمود کاروان غړي / Reuters

د "ګلوبل صمود فلوټیلا" فعالان د تورکیې استانبول ښار ته راورسېدل

۱۳۷ فعالان، چې ۳۶ یې د تورکیې وګړي دي، وروسته له هغه چې د اسرائیلو له خوا په ناقانونه توګه غزې ته له تلونکي "ګلوبل صمود فلوټیلا" کاروان څخه ونیول شول، په یوه ځانګړې الوتنه کې استانبول ته  راورسېدل.
هغه الوتکه چې د "ګلوبل صمود فلوټیلا" فعالان یې لېږدول، چې د اسرائیلو له خوا په نړیوالو اوبو کې نیول شوي وو، د اسرائیلو په ایلات ښار کې له رامون هوايي ډګر څخه روانه او د شنبې په ورځ استانبول ته راورسېده.

تورکي چارواکو په استانبول  کې د "ګلوبل صمود فلوټیلا" د فعالانو هرکلی وکړ.

د تورکیې د بهرنیو چارو وزیر هاکان فیدان د فعالانو هرکلی وکړ او د هغوی زړورتیا او هوډ یې وستایه.

هغه د پاتې تورکي وګړو د ژر تر ژره راستنېدو د ډاډمنولو لپاره پر روانو هڅو ټینګار وکړ.

فیدان په ګوته کړه چې دغو زړورو کسانو د ظلم پر وړاندې یو باعزته دریځ غوره کړی او د عدالت او بشري ارزښتونو لپاره د خپلې مبارزې له لارې د مظلومانو غږ ګرځېدلي دي.

د انادولو اژانس د معلوماتو له مخې، فعالانو د خپلو اداري چارو له بشپړولو وروسته، په هغې الوتکه کې سپاره شول چې له غرمې مخکې په رامون هوايي ډګر کې کېناسته او وروسته یې د استانبول پر لور الوتنه وکړه.

په الوتکه کې د "ګلوبل صمود فلوټیلا" ۱۳۷ غړي سپاره وو، چې ۳۶ یې تورکي وګړي وو.

د تورکيې ديپلوماتیکو سرچینو په وینا، په الوتکه کې د ۱۲ نورو هېوادونو وګړي هم سپاره وو، چې په کې د امریکا، متحده عربي اماراتو، الجزایر، مراکش، ایټالیا، کویټ، لیبیا، مالیزیا، موریتانیا، سویس، تونس او اردن اتباع شامل دي.

یوه تورکي فعال له ټي آر ټي ورلډ  سره په خبرو کې وویل چې د نیول کېدو پر مهال د اسرائیلي چارواکو له خوا له دوی سره غیر انساني چلند شوی دی. هغه زیاته کړه، دوی ته د دریو ورځو لپاره اوبه  او خواړه نه دي ورکړل شوي او حتی د لمانځه اجازه یې هم نه درلوده.

 

وپلټۍ
د روسیې لخوا جوړ شوي د سرطان واکسین په لومړنیو کلینیکي ازموینو کې مثبته پایله ورکړه
د پاکستان په بلوچستان ایالت کې د سکرو په کان کې چاودنې په لسګونو کسان ووژل
ټرمپ اعلان وکړ چې د 'سولې بورډ' د حماس د وسلو پر مځکه د ایښودو هوکړې ته رسېدلی دی
ولسمشر اردوغان د لبنان له ولسمشر جوزف عون سره لیدنه وکړه
د مهمو خبرونو غورچاڼ
ایران په اردن کې د امریکا پر یوې اډې د برید خبر ورکړی
چین ایران ته د توغندیو د توغولو سیسټمونو د لېږد خبر رد کړ: "له حقیقت لیرې دی"
له اروپایي ټولنې څخه د اوکراین سره د ۳.۴۷ میلیارده یورو دفاعي مرسته
داعش د افغانستان په شمال ختیځ کې د یوه طالب چارواکي د وژلو مسؤلیت پر غاړه واخیست
د ایران سپاه پاسداران: "تر هغه چې د امریکا لاسوهنې دوام ولري، د هرمز تنګی به بېرته پرانه نیستل شي"
اېټالیا او سعودي عربستان په غزه کې د دایمي اوربند غوښتنه وکړه او د لوېدیځې غاړې  الحاق يي رد کړ
په اوکراین کې د روسیې په توغندیزو بریدونو کې د ماشومانو په ګډون ۶ تنه وژل شوي دي
د پاکستان په شمال لوېدیځ کې پر امنیتي پوستې د برید په نتیجه کې ۹ تنو پولیسو ژوند د لاسه ورکړ.
د مهمو خبرونو غورچاڼ
په تورکیه کې د ژوند اوسط عمر ۷۸.۵ کلونو ته لوړ شو