نړۍ
3 د لوستلو دقیقې
د وینزویلا ولسمشر مادورو: "موږ نوی ویتنام نه غواړو"
مادورو د پلازمینې کاراکاس د کارګرانو په بنسټ ایښودونکې غونډه کې په خپله وینا کې، په کارابین کې د امریکا پر پوځي خوځښتونو او د وینزویلا د تیلو د ټانکر پر نیولو نیوکه وکړه.
د وینزویلا ولسمشر مادورو: "موږ نوی ویتنام نه غواړو"
د وینزویلا ولسمشر مادورو: "موږ نوی ویتنام نه غواړو" / Reuters

د وینزویلا ولسمشر مادورو: "موږ نوی ویتنام نه غواړو"

د وینزویلا ولسمشر نیکولاس مادورو وویل چې هیواد یې له ۲۵ اونیو راهیسې د امریکا تر پوځي محاصرې لاندې دی او زیاته یې کړه، "موږ نوی ویتنام نه غواړو."**

مادورو د پلازمینې کاراکاس د کارګرانو په بنسټ ایښودونکې غونډه کې په خپله وینا کې، په کارابین کې د امریکا پر پوځي خوځښتونو او د وینزویلا د تیلو د ټانکر پر نیولو نیوکه وکړه.

مادورو ادعا وکړه چې امریکا غواړي په بېلابېلو پلمو وینزویلا د لیبیا، افغانستان او عراق په څیر برخلیک سره مخ کړي او ویې ویل: "موږ نوی ویتنام نه غواړو. وینزویلا له ۲۵ اونیو راهیسې له دې پوځي محاصرې څخه شکایت کوي، مبارزه کوي او دوی ته ماتې ورکوي. موږ تر یو څو اړخیز برید لاندې یو، خو د وینزویلا خلکو وښودله چې څومره پیاوړي او غښتلي دي."

مادورو د امریکا حکومت د "سمندري غلا" په کولو تورن کړ او زیاته یې کړه:

"د کارابین او وینزویلا د سولې دفاع په حقیقت کې د ټولې نړۍ د سولې دفاع ده. موږ د سمندري ترانسپورت په برخه کې له ټولو کارکوونکو غوښتنه کوو چې نړیوال اقدام وکړي. زموږ موخه یوازې د وینزویلا نه، بلکې د ټولې نړۍ د سوداګرۍ د ازادۍ دفاع ده. موږ باید د هغو کسانو پر وړاندې مبارزه وکړو چې ځانونه د سمندري غلا کولو واکمن ګڼي."

مادورو دې ته په اشارې چې امریکا په ازادو اوبو کې د وینزویلا د تیلو ټانکر نیولی، وویل چې کښتۍ ۱.۹ میلیونه بېرله تېل لېږدول چې له وینزویلا څخه اخیستل شوي وو، او دا یو ښکاره "سمندري غلا" ده.

مادورو څرګنده کړه چې تل د خپلو کارګرانو ترڅنګ ولاړ دی او ویې ویل: "ما په دې ژوند کې نه سوداګر او نه هم ملیاردر وم، نه یم او نه غواړم چې وم، زه یوازې یو عادي کارګر او یو عادي انسان یم. نن موږ له هر وخت څخه ډیر پیاوړي یو، نن زموږ خلک له هر وخت څخه ډیر باخبره دي."

مادورو د ډسمبر په ۱۲مه په خپله یوه وینا کې، د هیواد په سواحلو کې د امریکا له خوا د تیلو د ټانکر نیول د "کارابین سمندري غلو" ته ورته بللي وو او ویلي یې وو چې "د دوی ماسکونه په رسمي توګه لوېدلي دي."

 د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د ډسمبر په ۱۱مه اعلان کړی و چې دوی د وینزویلا په سواحلو کې د تیلو یو ټانکر نیولی دی. ولسمشر ټرمپ ویلي وو چې ټانکر یې "په یو ښه دلیل" نیولی او له ځان سره به یې وساتي. ټرمپ په خپلو پخوانیو ویناوو کې ویلي وو چې ممکن پر وینزویلا ځمکني بریدونه وکړي او دا بریدونه به "ډیر ژر" پیل شي.

د وینزویلا چارواکو بیا د امریکا له خوا د تیلو د ټانکر نیول "ښکاره غلا" بللې او ویلي یې دي چې دا موضوع به نړیوالو ادارو ته وړاندې کړي.

وپلټۍ
د امریکا ولسمشر ټرمپ وايي چې د ناټو په سرمشریزه کې د تورکیې د ولسمشر اردوغان په خاطر ګډون کوي.
افغان پلاوي په بروکسل کې د اروپايي ټولنې له چارواکو سره لیدنه وکړه
د تورکیې ولسمشر: د اسرائیلو له پاروونکو اقداماتو سره سره به په سیمه کې سوله بریا ومومي
قطر: د ایران د بیارغونې لپاره وړاندیز شوی ۳۰۰ ملیارده ډالري فنډ لاهم یو "لوړ هدف" دی
په ۲۰۲۵ کال کې تورکیې ته د راغلو کډوالو شمېر د تیر کال په پرتله ۲۵.۲ سلنه زیات شوی دی
ملګري ملتونه: په غزه کې نږدې ۱.۷ میلیونه بې ځایه شوي فلسطینیان له ناورین سره مخ دي
ایران دا ادعا رد کړه چې ګواکې ازادې شوې پیسې باید پر امریکايي توکو مصرف شي
مارکو روبیو منځني ختیځ ته خپل سفر پیل کړ؛ خلیجي متحدین د ایران په اړه د لازمو ځوابونو په تمه دي
روسیه وايي تېره شپه یې د اوکراین ۳۲۳ ډرون الوتکې نسکورې کړې دي
د امریکا سنا مجلس د جګړې د واکونو پریکړه لیک تصویب کړ
ملګرو ملتونو څېړنه:ماشومانو په قصدي ډول په نښه کول په غزه کې د اسرائیلو د روانې نسل وژنې یوه برخه ده
ولسمشر اردوغان د  پزشکیان سره په ټلیفوني خبرو کې د سیمه ییزې سولې لپاره د مرستې ژمنه وکړه
د اوکراین لخوا د روسیې په ورونژ ښار په توغندیز برید کې ۵ کسان وژل شوي دي.
ایران وايي چې له امریکا سره په سویس کې تخنیکي خبرې اترې پای ته ورسیدې
د کاناډا په مونټریال کې په ډزو کې یو پولیس او یو ملکي وګړی وژل شوي