نړۍ
3 د لوستلو دقیقې
ټرمپ د جاپان F-35 الوتکو ته د توغندیو ورکولو لومړۍ جوپه منظوره کړه
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د سې شنبې په ورځ اعلان وکړ چې د جاپان د ځان دفاعي ځواکونو F-35 جنګي الوتکو ته یې د توغندیو د لومړۍ جوپې ورکړه منظوره کړې ده.
ټرمپ د جاپان F-35 الوتکو ته د توغندیو  ورکولو لومړۍ جوپه منظوره کړه
ټرمپ د جاپان F-35 الوتکو ته د توغندیو ورکولو لومړۍ جوپه منظوره کړه / Reuters

ټرمپ د جاپان F-35 الوتکو ته د توغندیو لومړۍ جوپه منظوره کړه او د امریکا د پوځي ځواک د پیاوړتیا ژمنه یې وکړه

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د سې شنبې په ورځ اعلان وکړ چې د جاپان د ځان دفاعي ځواکونو F-35 جنګي الوتکو ته یې د توغندیو د لومړۍ جوپې ورکړه منظوره کړې ده.

ټرمپ د ټوکیو سره نږدې د یوکوسوکا په سمندري اډه کې د اټومي بېړۍ "یو اېس اېس جورج واشنګټن" څخه امریکایي سرتېرو ته په وینا کې وویل: "زه ډېر خوښ یم چې اعلان کوم، ما همدا اوس د توغندیو لومړۍ جوپه منظوره کړه." هغه زیاته کړه چې دا توغندي به "همدې اونۍ کې ورسیږي، چې دا له ټاکلي وخت څخه مخکې دي."

ټرمپ د امریکا پر پوځي برلاسۍ ټینګار وکړ او ویې ویل: "له دې وروسته، که موږ په جګړه کې شو، موږ به جګړه وګټو. موږ به یې داسې وګټو لکه پخوا چې هېچا نه وي ګټلې." هغه د امریکا د سمندري ځواک ستاینه وکړه او ویې ویل چې هېڅ سمندري ځواک "حتی نږدې" هم نه دی او امریکا تر ټولو غوره تجهیزات، مهمات، وسلې، توغندي او الوتکې جوړوي.

ټرمپ وویل: "زموږ په څېر هېڅ پوځ نشته، حتی نږدې هم نه. هېڅوک زموږ وسلې نه لري، او ډېر ژر به دا تر بل هر وخت ډېر پیاوړی او ځواکمن شي." هغه ټینګار وکړ چې د پرمختللو وسلو ترڅنګ، د امریکا د پوځي ځواک ځواکمنتیا په خپلو سرتېرو پورې اړه لري. هغه سرتېرو ته وویل: "که تاسو د دې وسلو د چلولو لپاره وړ کسان ونه لرئ، نو دا وسلې ډېر ارزښت نه لري."

ټرمپ دا څرګندونې د جاپان له لومړۍ وزیرې، سانای تاکایچي، سره یوځای سرتېرو ته د خپل درې ورځني اسیایي سفر په ترڅ کې وکړې.

ټوکیو به له امریکا سره اتحاد "لوړو پوړونو" ته ورسوي

د ټرمپ له وینا وروسته، اغلې تاکایچي د امریکا او جاپان سرتېرو ته په خطاب کې ژمنه وکړه چې جاپان به د پراخې اسیا-پاسفیک سیمې په سوله او ثبات کې "فعاله ونډه" واخلي. هغې وویل، هغه الوتکې وړونکې بېړۍ چې دوی دواړو ترې سرتېرو ته وینا کوله، "په سیمه کې د ازادۍ او سولې د ساتنې نښه" ده.

تاکایچي د خپل سیاسي لارښود او پخواني لومړي وزیر شینزو ابې دریځ ته په اشارې سره وویل چې هغه به د "ازاد او پرانیستي هند-پاسفیک" لپاره هماغه "هوډ" ته دوام ورکړي. په یو "بې ساري او سخت امنیتي چاپیریال" کې، هغې وویل چې ټوکیو به "په بنسټیزه توګه خپلې دفاعي وړتیاوې" د "نه ماتېدونکي هوډ او عمل" سره پیاوړې کړي.

هغې له امریکا سره د جاپان اتحاد "تر ټولو ستر" وباله او ژمنه یې وکړه چې دا به "لا لوړو، لوړو پوړونو ته" ورسوي.

تېره اونۍ د لومړۍ وزیرې په توګه له ټاکل کېدو وروسته په خپله لومړۍ پالیسي وینا کې، تاکایچي ژمنه وکړه چې جاپان به خپل دفاعي لګښتونه د خپل ناخالص کورني تولید شاوخوا ۲٪ ته لوړ کړي، چې دا د پخوانيو اهدافو څخه دوه کاله مخکې دی.

د دوه اړخیز دفاعي تړون له مخې، امریکا په جاپان کې له ۵۰،۰۰۰ ډېر سرتېري لري، او ترڅنګ یې وسلې، تجهیزات او پوځي اډې هم لري.

وپلټۍ
تورکیې د مکې مکرمې شاوخوا کې د حوثیانو د ډرون هڅه او برید وغانده
تورکیې د ملي استخباراتو سازمان (MİT) رئیس ابراهیم قالن د رسمي سفر په ترځ کې افغانستان نه لیدنه وکړه
زیلینسکي روسیه په وروستیو اونیو کې یې دوه ځلې د هغه د الوتکې د ويشتلو په هڅې تورنه کړه.
د اروپايي ټولنې مشرې کاناډا ته د «ملګري غړي» پېشنهاد وکړ
په غزه کې د اسرائیلي بریدونو له امله د ۵ ماشومان په ګډون ۱۱ کسان وژل شوي دي
د تورکیې ځايي او ملي بې پیلوټه تعرضي الوتکې خپل یو بل ازمایښت هم په ډیر بریالیتوب سره بشپړ کړ
حوثیانو ادعا کړې چې د سعودي عربستان یوه F-15 جنګي الوتکه یې ویشتې ده
پر منځني ختیځ کې د امریکا پر اډو د ایران له بریدونو وروسته د پراخو زیانونو راپور ورکړل شوی
د امریکا د استازو جرګې پر ایران د بریدونو د بندولو طرحه تصویب کړه
د امریکا په لاس انجلس ښار کې یوې چورلکې سقوط وکړ او وروسته يي اور واخیست.
عربستان ویلي هوایي دفاعي ځواکونو يي هغه ډرون له منځه یوړه  چې مکې  هوایي حریم ته د ننوتو هڅه کوله
د تورکیې بهرنیو چارو وزیر فیدان: د هرمز تنګي باید هر څه ژر چې ممکن وي د جګړې نه مخکې حالت ته وګرځي
د سعودي وليعهد محمد بن سلمان په قاهره کې د السیسي سره په لیدنه کې د سیمې د امنیت په اړه خبرې وکړې
په سومالیا کې د تورکیې له ملاتړ څخه د مننې په موخه لوی لاریون او غونډې ترسره شوې
د عمان په سواحلو کې د تیلو په یو ټانکر کښتۍ برید شوی دی.