د تورکیې د یوې اف ۱۶ جنګي الوتکې  په بالکیسیر ولایت کې سقوط وکړ.

د تورکیې د دفاع وزارت ویلي دي چې یوې اف ۱۶ جنګې الوتکې چې  د نهم اصلي جټ له هډې  څخه له الوتنه کړې وه لږ وروسته  ورسره اړیکه پرې شوه.

By
د تورکیې د یوې اف ۱۶ جنګي الوتکې  په بالیکسیر ولایت کې سقوط وکړ. / AA

د تورکیې د دفاع وزارت ویلي دي چې یوې اف ۱۶ جنګې الوتکې چې  د نهم اصلي جټ له هډې  څخه له الوتنه کړې وه لږ وروسته  ورسره اړیکه پرې شوه.

د ملي دفاع وزارت ویلي، له الوتکې سره راډیويي اړیکې او تعقیب معلومات په ځايي وخت د شپې په ۱۲ بجو او ۵۶ دقیقو پرې شوې.

بیان زیاتوي، سمدستي د لټون او ژغورنې عملیات پیل شول او وروسته د الوتکې ټوټې وموندل شوې.

وزارت ویلي چې په ډیرې خواشینۍ سره چې پدې پیښه کې زمونږ اتل "زموږ پیلوټ شهید شوی دی. د پېښې لامل به د څېړونکې ډلې له څېړنو وروسته معلوم شي."

د تورکیې د دفاع وزارت د پیلوټ کورنۍ ته خپله خواخوږي وړاندې کړې ده.

د بالیکسیر والي، اسماعیل اوستا اوغلو، هم د پیلوټ کورنۍ ته خپله خواخوږي وړاندې کړې ده.