د غزې جګړه
2 د لوستلو دقیقې
د تورکیې ولسمشر اردوغان او امریکا ولسمشر ټرمپ په ګډون د غزې په اړه مهمه غونډه وشوه
د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان ویلي، چې د امریکا له ولسمشر ډونالډ ټرمپ او نورو اسلامي هیوادونو مشرانو سره د غزې په اړه غونډه "ډېره ګټوره او مثبته" وه او هیله یې څرګنده کړې چې پایله به یې ګټورې وي.
د تورکیې  ولسمشر اردوغان او  امریکا ولسمشر ټرمپ په ګډون د غزې په اړه مهمه غونډه وشوه
د ولسمشر اردوغان او ولسمشر ټرمپ په ګډون د غزې په اړه مهمه غونډه / AA

د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان ویلي، چې د امریکا له ولسمشر ډونالډ ټرمپ او نورو اسلامي هیوادونو مشرانو سره د غزې په اړه غونډه "ډېره ګټوره او مثبته" وه او هیله یې څرګنده کړې چې پایله به یې ګټورې وي.

اردوغان په نیویارک ښار کې د " تورکیې کور " مخې ته خبریالانو ته وویل: "موږ همدا اوس یوه ډېره، ډېره ګټوره او مثبته غونډه پای ته ورسوله. زه راضي یم – هیله ده چې پایله یې ګټوره وي."

دواړو مشرانو د ملګرو ملتونو په مرکزي دفتر کې د دې سازمان د عمومي اسمبلۍ د ۸۰مې غونډې په څنډه کې د غزې په اړه په یوه سیمه ییزه غونډه کې ګډون وکړ.

کله چې ترې وپوښتل شول چې ایا له ټرمپ سره دا سرمشریزه د سولې او د ملکي وګړو د خوندیتوب لپاره د عملي ګامونو لامل کېدای شي، اردوغان وویل چې ډېر ژر به یوه ګډه اعلامیه خپره شي.

هغه وویل: "وروستۍ اعلامیه به احتمالا ډېر ژر اعلان شي. د ټرمپ او د قطر امیر شیخ تمیم بن حمد آل ثاني په بیانونو سره به د نننۍ شپې د غونډې پایله روښانه شي."

ګډ لیدلوری

ټرمپ په جلا توګه خبریالانو ته وویل چې دا غونډه "ډېره بریالۍ" وه، او د کلیدي مسلمان اکثریت لرونکو هېوادونو ګډون یې په ګوته کړ.

ټرمپ وویل: "موږ د غزې په اړه یوه ډېره ښه غونډه درلوده."

"دا له اسرائیلو پرته د ټولو لویو لوبغاړو سره یوه ډېره بریالۍ غونډه وه، خو دا به ورپسې وي، او زه فکر کوم چې موږ د غزې په اړه یو څه کولی شو، خو دا له لویو مشرانو سره یوه ډېره ښه غونډه وه."

د چارواکو له خوا د تړلو دروازو تر شا د دې غونډې د پایلو په اړه نور معلومات نه دي ورکړل شوي.

اردوغان هیله څرګنده کړه چې دا خبرې به د فلسطینیانو لپاره معنادارې پایلې ولري، او یادونه یې وکړه چې د سیمه ییزو لوبغاړو ښکېلتیا مهمه وه.

ټرمپ، په خپل وار، وړاندیز وکړ چې په وروستي پړاو کې کېدای شي په راتلونکو خبرو اترو کې اسرائیل هم شامل شي.

 

وپلټۍ
د جولای په ۱۵ د ولسمشر اردوغان د وژنې د پلان په هڅه کې ښکیل ترهګر ونیول شو
د اوکراین پر پلازمېنې کییف د روسیې په هوايي برید کې ۹ کسان وژل شوي او ۲۸ نور ټپیان دي
ټرمپ اوکراین ته د پیټریوټ توغندیو د ورکولو له ژمنې شاته شو
د یونس امره انسټیټیوټ لخوا د تورکي ژبې د مهارت نړیواله ازموینه (TYS)
په کاناډا کې پر یوه جومات وسله وال برید شوی
د روسیې لخوا جوړ شوي د سرطان واکسین په لومړنیو کلینیکي ازموینو کې مثبته پایله ورکړه
د پاکستان په بلوچستان ایالت کې د سکرو په کان کې چاودنې په لسګونو کسان ووژل
ټرمپ اعلان وکړ چې د 'سولې بورډ' د حماس د وسلو پر مځکه د ایښودو هوکړې ته رسېدلی دی
ولسمشر اردوغان د لبنان له ولسمشر جوزف عون سره لیدنه وکړه
د مهمو خبرونو غورچاڼ
ایران په اردن کې د امریکا پر یوې اډې د برید خبر ورکړی
چین ایران ته د توغندیو د توغولو سیسټمونو د لېږد خبر رد کړ: "له حقیقت لیرې دی"
له اروپایي ټولنې څخه د اوکراین سره د ۳.۴۷ میلیارده یورو دفاعي مرسته
داعش د افغانستان په شمال ختیځ کې د یوه طالب چارواکي د وژلو مسؤلیت پر غاړه واخیست
د ایران سپاه پاسداران: "تر هغه چې د امریکا لاسوهنې دوام ولري، د هرمز تنګی به بېرته پرانه نیستل شي"