نړۍ
2 د لوستلو دقیقې
د پاکستان په خیبر پښتونخوا کې د نښتې له امله ۴ پولیس او ۲ وسله وال وژل شوي دي
د پاکستان په خیبر پښتونخوا ایالت کې د امنیتي ځواکونو او وسله والو ترمنځ په رامنځته شوې نښته کې ۴ پولیسو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
د پاکستان په خیبر پښتونخوا کې د نښتې له امله ۴ پولیس او ۲ وسله وال وژل شوي دي
پاکستان پولیس

د ډان (Dawn) ورځپاڼې د خیبر پښتونخوا د پولیسو د خبرپاڼې له مخې راپور ورکړی چې د دغه ایالت په کرک سیمه کې د امنیتي ځواکونو او وسله والو ترمنځ نښته شوې ده.

په خبرپاڼه کې راغلي چې د وسله والو پر یوه پټنځای د چاپې او عملیاتو پر مهال په رامنځته شوې نښته کې ۴ پولیس وژل شوي او ۲ وسله وال هم له منځه وړل شوي دي.

ویل شوي چې د وژل شویو پولیسو د جنازې مراسم ترسره شوي او په سیمه کې د وسله والو پر ضد تصفیوي عملیات دوام لري.

په پاکستان کې مسلحانه بریدونه په ځانګړې توګه له افغانستان سره نږدې پرتو خیبر پښتونخوا او بلوچستان ایالتونو کې تمرکز لري.

په دواړو ایالتونو کې بېلابېلې وسله والې ډلې د پښتنو او بلوچ قومي حقونو د دفاع تر سرلیک لاندې د پاکستان پر امنیتي ځواکونو او ملکیانو بریدونه کوي.

اسلام اباد ادعا کوي چې د پاکستان طالبانو تحریک په افغانستان کې میشت دی او له هغه ځایه خپل بریدونه تنظیموي، مګر د افغانستان حکومت دا ادعاوې تل رد کړې دي.

په بلوچستان کې بیا د "بلوچستان د ازادۍ پوځ"  بریدونه له ورایه څرګندېږي. د بلوچستان د ازادۍ پوځ له پاکستان څخه د بلوچستان جلا کېدل او د بلوچ ولس لخوا د دغې سیمې اداره کول غواړي.

 

وپلټۍ
په فرانسه کې د یوې جنګي الوتکې د سقوط له امله د الوتکې پیلوټ ژوند د لاسه ورکړی دی.
ټرمپ : د کانګرس غړې الهان عمر د ډیپورت سربیره ممکن د بند د سزا سره هم مخ شي
ایران: «د غني شویو یورانیمو ان یو ګرام به هم له زموږ له هېواده بهر ایستلو ته اجازه ورنکړی شي»
سعودي په مشرۍ ائتلاف پر مدینې منورې او ختیځو ښارونو باندې د حوثیانو د ډرون بریدونو مخه نیولې
د مهمو خبرونو غورچاڼ
د کاناډا لومړی وزیر مارک کارني د یو رسمي سفر په ترڅ کې د چهارشنبې په ورځ تورکیې ته راځي.
د تورکیې د بهرنیو چارو وزیر فیدان او د ناټو مشر روټه په بروکسل کې د تورې بحیرې پر امنیت خبرې وکړې
انګلستان به د حوثیانو پر وړاندې د دفاع په موخه سعودي عربستان ته جنګي الوتکې واستوي.
د امریکا د کډوالۍ ادارې د تاوتریخوالي ډکې نیونې پر مهال د یوه امریکایي وګړي مټ مات کړی
ایران د امریکا اړوند د یوې بلې ام کیو ۹ پرمختللې ډرون الوتکې د ویشتو نه خبر ورکړ
تورکیه، قطر، پاکستان او اندونیزیا د دفاعي صنایعو تړون لاسلیکوي
د مالي په میناکا سیمه کې پر کمپونو بریدونو کې ۴۰ ملکي وګړي وژل شوي
اوکراین: د روسیې د تېرې شپې په بریدونو کې ۳ تنه وژل شوي او ۱۱ نور ټپیان شوي دي
امریکا اوکراین ته د پیټریوټ (Patriot) توغندیو د لېږد تایید ځنډولی
روسیه او ایران د لا نږدې همکارۍ په لټه کې دي