نړۍ
2 د لوستلو دقیقې
د هند په جنوب کې په یوې سیاسي غونډه کې د خلکو د ګڼې ګوڼې له امله ۳۹ تنو ژوند د لاسه ورکړی
د هند د تامیل ناډو ایالت په کرور ښار کې، د مشهور اداکار او د TVK ګوند د مشر جوزف ویجي چندراشیکر په غونډه کې د ګڼې ګوڼې له امله ټېل ماټېل رامنځته شو.
د هند په جنوب کې په یوې سیاسي غونډه کې د خلکو د ګڼې ګوڼې له امله ۳۹ تنو ژوند د لاسه ورکړی
د هند په جنوب کې په یوې سیاسي غونډه کې د خلکو د ګڼې ګوڼې له امله ۳۹ تنو ژوند د لاسه ورکړی / Reuters

د هند د تامیل ناډو ایالت په کرور ښار کې، د مشهور اداکار او د TVK ګوند د مشر جوزف ویجي چندراشیکر په غونډه کې د ګڼې ګوڼې له امله ټېل ماټېل رامنځته شو. په دغه ټېل ماټېل کې، چې په یو داسې ځای کې رامنځته شو چې شاوخوا ۱۲۰ زره کسانو ورته د ننوتلو هڅه کوله خو یوازې د ۱۰ زره کسانو ظرفیت یې درلود، لږ تر لږه ۳۹ کسان مړه او ۵۱ نور ټپیان شول.

عیني شاهدانو ویلي، تمه وه چې ویجي د غرمې پر مهال غونډې ته راشي، خو د هغه په راتګ کې لږ تر لږه شپږ ساعته ځنډ راغی. د شاهدانو د څرګندونو له مخې، د ویجي انتظار پر مهال ګڼه ګوڼه مخ په ډېرېدو وه، او کله چې هغه خپله وینا پیل کړه، وضعیت لا نور هم کړکېچن شو. ویل شوي چې په ګڼه ګوڼه کې د وېرې خپرېدو او د هوا د ګرمۍ له امله د ماشومانو په ګډون د ډېرو کسانو روغتیايي حالت خراب شو. کله چې ویجي د وضعیت پر جديوالي پوه شو، خپله وینا یې نیمګړې پرېښوده، پر ګڼې ګوڼې یې د ارام پاتې کېدو غږ وکړ او له سیمې څخه ووت.

لومړي وزیر مودي له کورنیو سره خواخوږي څرګنده کړه

د هند لومړي وزیر نریندرا مودي پر خپله ټولنیزه شبکه په یوه بیان کې ویلي: "د تامیل ناډو په کرور ښار کې د سیاسي غونډې پر مهال رامنځته شوې غمجنه پېښه د ژور خفګان لامل ده. د هغو کسانو کورنیو ته چې خپل ژوند یې له لاسه ورکړی، د خپلې ژورې خواخوږۍ مراتب وړاندې کوم."

وپلټۍ
د روسیې لخوا جوړ شوي د سرطان واکسین په لومړنیو کلینیکي ازموینو کې مثبته پایله ورکړه
د پاکستان په بلوچستان ایالت کې د سکرو په کان کې چاودنې په لسګونو کسان ووژل
ټرمپ اعلان وکړ چې د 'سولې بورډ' د حماس د وسلو پر مځکه د ایښودو هوکړې ته رسېدلی دی
ولسمشر اردوغان د لبنان له ولسمشر جوزف عون سره لیدنه وکړه
د مهمو خبرونو غورچاڼ
ایران په اردن کې د امریکا پر یوې اډې د برید خبر ورکړی
چین ایران ته د توغندیو د توغولو سیسټمونو د لېږد خبر رد کړ: "له حقیقت لیرې دی"
له اروپایي ټولنې څخه د اوکراین سره د ۳.۴۷ میلیارده یورو دفاعي مرسته
داعش د افغانستان په شمال ختیځ کې د یوه طالب چارواکي د وژلو مسؤلیت پر غاړه واخیست
د ایران سپاه پاسداران: "تر هغه چې د امریکا لاسوهنې دوام ولري، د هرمز تنګی به بېرته پرانه نیستل شي"
اېټالیا او سعودي عربستان په غزه کې د دایمي اوربند غوښتنه وکړه او د لوېدیځې غاړې  الحاق يي رد کړ
په اوکراین کې د روسیې په توغندیزو بریدونو کې د ماشومانو په ګډون ۶ تنه وژل شوي دي
د پاکستان په شمال لوېدیځ کې پر امنیتي پوستې د برید په نتیجه کې ۹ تنو پولیسو ژوند د لاسه ورکړ.
د مهمو خبرونو غورچاڼ
په تورکیه کې د ژوند اوسط عمر ۷۸.۵ کلونو ته لوړ شو