نړۍ
2 د لوستلو دقیقې
پاکستاني چارواکو ادعا کړې چې افغان ځواکونو د پاکستان پر سرحدي پوستو بریدونه کړي
پاکستاني چارواکو ادعا کړې چې افغان ځواکونو د پاکستان پر سرحدي پوستو بریدونه کړي، خو په کابل کې حاکم حکومت د هر ډول برید ترسره کول په کلکه رد کړي دي.
پاکستاني چارواکو ادعا کړې چې افغان ځواکونو د پاکستان پر سرحدي پوستو بریدونه کړي
پاکستان سرتیري

د اسوشیټیډ پریس (AP) خبری آژانس سره په خبرو کې یو شمېر پاکستاني چارواکو چې د نوم له ښودلو یې ډډه کوله  ادعا کړې چې له پاکستاني طالبانو (TTP) سره تړلو وسله والو د افغان ځواکونو په ملاتړ هڅه کوله چې د پکتیا او ننګرهار ولایتونو له سرحدي سیمو څخه پاکستان ته ننوځي.

پاکستاني چارواکو ویلي دي چې پاکستاني پوځیانو د دغې هڅې مخه نیولې، چې له هغې وروسته افغان ځواکونو د پاکستان پر سرحدي پوستو د هاوان مرمیو او درنو وسلو ډزې پیل کړې.

چارواکو زیاته کړې چې پاکستاني پوځیانو د توپخانې په ځوابي ډزو کې د افغان ځواکونو سرحدي پوستې، د هاوان دستګاوې او دفاعي موقعیتونه په نښه کړي دي.

بل خوا، د افغان حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد اعلان کړی چې داسې هیڅ ډول برید نه دی شوی او دا ادعاوې یې بې بنسټه بللي دي.

په پاکستان کې د امنیتي نښتو او وسله والو بریدونو ستونزه

په پاکستان کې وسله وال بریدونه په ځانګړي ډول له افغانستان سره پر ډیورنډ کرښه پرتې خیبر پښتونخوا او بلوچستان ایالتونو کې تمرکز لري.

په دواړو ایالتونو کې وسله والې ډلې د پښتنو او بلوڅو د حقونو د دفاع په ادعا پر پاکستاني امنیتي ځواکونو او ملکي وګړو بریدونه کوي.

اسلام اباد تل ادعا کوي چې TTP په افغانستان کې پټنځايونه لري او خپل بریدونه له هغه ځایه تنظیموي، خو د کابل حکومت تل دا ادعاوې رد کړې دي.

په بلوچستان کې بیا د «بلوچستان تحریري اردو»  بریدونه زیات لیدل کېږي. BLA له پاکستان څخه د بلوچستان جلا کېدل او د بلوڅ ولس لخوا د دغې سیمې اداره کول غواړي.

 

وپلټۍ
پر غزې د اسرائیلو په بریدونو کې له ۸۰۰ ډېر فلسطیني ښوونکي وژل شوي دي
څو لنډ مهم خبرونه
روسیه: د زیلینسکي په غبرګون کې به په اوکراین کې پر پوځي اهدافو بریدونه زیات کړو
ټرمپ: په امریکا کې د دوبي او ژمي د ساعتونو د بدلون لړۍ باید پای ته ورسېږي.
د آلمان لومړي وزیر مېرز له اوکراین سره د پیوستون په موخه دغه هېواد ته سفر وکړ
قالیباف: "څو چې د ایران ۷ وړاندې شوي شرطونه منل شوي نوي، د هرمز تنګی به خلاصه نشي.
اردوغان: تورکیه د دفاعي صنایعو په برخه کې "یو بشپړ انقلاب رامنځته کوي"
امریکايي چارواکو د ولسمشر په ځانګړي استوګنځای کمپ ډیوید کې د ایران د مسئلې په اړه غونډه وکړه
ټرمپ د تورکیې پر وړاندې د کاتسا (CAATSA) بندیزونو لرې کولو ته مثبت غبرګون وښود
روسیې په کییف کې پر یوه بل پله برید وکړ، ترافیکي بهیر فلج شو.
ټرمپ: که د ایران مسله حل شي، د تېلو بیې به راټیټې شي.
سعودي عربستان ویلي دي چې حوثیانو  د مدینې ښار د برېښنا پر تمځای د برید کړی دی.
امریکا منځني ختیځ ته د یوې بلې الوتکې وړونکې بېړۍ او ۱۰ زرو اضافي سرتیرو  د استولو پرېکړه کړې ده
پوتین: پر روسیې د مستقیم برید په صورت کې به د ټولو وسلو کارولو پر مسئلې غور وکړو.
د تورکیې په سویل ختیځ شانلي اورفا ولایت کې د تورکیې د ټکنالوژۍ فیستیوال  ټیکنوفیسټ هیجان دوام لري.