بلجیم د اسرائیلو لخوا د سوریې پر خاوره د بریدونو له امله د سوریې ملي حاکمیت ته درناوي غوښتنه وکړه
بلجیم د دوشنبې په ورځ په سوریه کې د اسرائیلو پر پرله پسې بریدونو او تېریو "ژوره اندیښنه" څرګنده کړه او ټینګار یې وکړ چې د سوریې حاکمیت او ځمکنۍ بشپړتیا ته باید درناوی وشي.
بلجیم د اسرائیلو لخوا د سوریې پر خاوره د بریدونو له امله د سوریې ملي حاکمیت او ارضي تمامیت ته درناوي غوښتنه وکړه.
د بلجیم د بهرنیو چارو وزارت ویلي دي چې "دا ډول کړنې تاوتریخوالی زیاتوي، او د سیمې امنیت او ثبات کمزوری کوي."
بلجیم د دوشنبې په ورځ په سوریه کې د اسرائیلو پر پرله پسې بریدونو او تېریو "ژوره اندیښنه" څرګنده کړه او ټینګار یې وکړ چې د سوریې حاکمیت او ځمکنۍ بشپړتیا ته باید درناوی وشي.
د بلجیم د بهرنیو چارو وزارت پر ټولنیزه شبکه ایکس په یوه خپره کړې اعلامیه کې ویلي، چې په بیت جن کې "د ملکي وګړو د مرګ ژوبلې د راپورونو" په ګډون دوامداره بریدونه، تاوتریخوالی زیاتوي او د سیمې امنیت له ګواښ سره مخ کوي.
په اعلامیه کې زیاته شوې: "د سوریې حاکمیت او ځمکنۍ بشپړتیا ته باید درناوی وشي."
د ۲۰۲۴ کال په وروستیو کې د بشارالاسد د رژیم له ړنګېدو وروسته، اسراییلو د سوریې د ګولان د لوړو اشغال پراخ کړ او غیر پوځي حایله سیمه یې ونیوله، چې دا کار له سوریې سره د ۱۹۷۴ کال د تړون څخه سرغړونه ده.