نړۍ
2 د لوستلو دقیقې
د جي ۷ ډلې ویلي دي چې ایران به هیڅکله د اټومي وسلو خاوند نشي.
پداسې حال کې چې په منځني ختیځ کې جګړې دوام لري ، په کاناډا کې پیل شوې د جي ۷ د ډلې مشرانو ټینګار وکړ چې ایران باید هیڅکله هم اټومي وسلو ته لاس رسی پيدا نکړي.
د جي ۷ ډلې ویلي دي چې ایران به هیڅکله د اټومي وسلو خاوند نشي.
/ Reuters

د جي ۷ ډلې ویلي دي چې ایران به هیڅکله د اټومي وسلو خاوند نشي.

پداسې حال کې چې په منځني ختیځ کې جګړې دوام لري ، په کاناډا کې پیل شوې د جي ۷ د ډلې مشرانو ټینګار وکړ چې ایران باید هیڅکله هم اټومي وسلو ته لاس رسی پيدا نکړي.

د کاناډا، فرانسې، جرمني، ایټالیا، جاپان، برېتانیا او امریکا مشرانو په یوه ګډه اعلامیه کې وویل: "ایران د سیمې د بې‌ثباتۍ او ترهګرۍ اصلي سرچینه ده."

هغوی زیاته کړه: "موږ په دوامداره توګه روښانه کړې چې ایران هېڅکله باید اټومي وسلې ترلاسه نه کړي."

د منځني ختیځ د سولې او ثبات لپاره د خپلې ژمنې په تکرار سره، هغوی وویل: "په دې تړاو، موږ تاییدوو چې اسرائیل د خپل ځان د دفاع حق لري. موږ د اسرائیل د امنیت ملاتړ بیا تاییدوو."

هغوی د ملکي وګړو د ساتنې پر اهمیت هم ټینګار وکړ.

هغوی وویل: "موږ هیله کوو چې د ایران کړکېچ حل د منځني ختیځ د پراخیدو په حال کې د جګړې د مخنیوي ، چې په دې کې په غزه کې اوربند هم شامل دی لامل شي."

مشرانو وویل چې دوی به د نړیوالو انرژۍ بازارونو لپاره د احتمالي اغېزو په اړه "هوښیار" پاتې شي او د بازار ثبات د ساتنې لپاره د همغږۍ چمتووالی لري.

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د دوشنبې په ورځ ناوخته واشنګټن ته ستون شو، او  د منځني ختیځ د کړکېچونو له امله یې د G7 غونډه په نیمايي کې پرې کړه.

هغه خبریالانو ته وویل: "زه باید د څرګندو دلایلو له مخې ژر بېرته ستون شم."

له دې وړاندې، ټرمپ د تهران له خلکو وغوښتل چې د ایران او اسرائیل ترمنځ د زیاتېدونکو کړکېچونو په ترڅ کې "سمدستي" له دې ښار څخه ووځي.

هغه وویل: "ایران باید هغه تړون لاسلیک کړی وای چې ما ورته وویل. دا څومره شرم او د انساني ژوند ضیاع ده. په ساده ډول، ایران هېڅکله نشي کولی اټومي وسلې ولري. ما دا خبره بیا بیا کړې ده!"

هغه په خپل ټروت سوشل پلیټفارم کې وویل: "ټول باید سمدستي تهران پرېږدي!"

له جمعې راهیسې کړکېچونه زیات شوي، کله چې اسرائیل په ایران کې په څو ځایونو، چې پوځي او اټومي تاسیسات هم پکې شامل دي، همغږي شوي هوايي بریدونه او ډرون حملې وکړې. په ځواب کې، تهران هم ځینې بریدونه ترسره کړل.

وپلټۍ
د مهمو خبرونو غورچاڼ
د امنیتي اندېښنو له امله په توره بحیره کې د اوکراین په بندرونو کې د سوداګریزو کښتیو تګ راتګ ودرېد
د ایران ولسمشر پزشکيان او د عراق لومړي وزیر زیدي د دوه اړخیزو اړیکو په اړه خبرې وکړې
د هند لومړي وزیر د کانکور ازموینې سوالونو  افشا کوونکو ته د "سمدستي سزا" ورکولو امر وکړ
جاپان هیله ښودلې چې له فلسطین سره نړیوال ملاتړ نور هم زیات شي
د روسیې او امریکا د بهرنیو چارو وزیرانو د اوکراین پر کړکېچ خبرې وکړې
امریکا په منځني ختیځ کې د جګړې له تودېدو سره پر ایراني پوځي اهدافو نوي بریدونه پیل کړل
په افغانستان ، پاکستان او هند کې د سختو بارانونو له امله د مړو شمېر مخ په زیاتېدو دی.
د یمن د حوثیانو لخوا په سره سمندرګي کې د سعودي عربستان پر ټانکرونو برید
د مهمو خبرونو غورچاڼ
ممداني له فدرالي حکومت غوښتنه وکړه چې نتانیاهو ونیسي؛ وایي دوی یې د نیولو واک نه لري
د تورکیې د والیبال بریا؛ د ښځو او نارینه وو ملي لوبډلې د ملتونو لیګ (VNL) پایلوبو ته ورسېدې
په سومالیا کې د ترکي پوځیانو د دندې موده د نورو ۲ کلونو لپاره وغځول شوه
د امریکا د دفاع وزیر هیګسټ: له ایران سره د جګړې لګښت "۳۷.۵ میلیارده ډالرو ته لوړ شوی"
د روسیې په سویل کې د "وایلدبریز" پر لوجستیکي مرکزونو د بې پیلوټه الوتکو برید وشو