نړۍ
5 د لوستلو دقیقې
د ناټو د دفاعي بودیجې د ډیرولو په اړه توقعات لوړ دي خو ټول همفکر ندي.
د ناټو مشران تمه لري چې په دې اونۍ کې د یوې نوې او لوړې دفاعي بودیجې ژمنه اعلان کړي، چې له مخې به یې هر غړی هېواد اړ وي چې د خپل اقتصادي تولید ۵ سلنه په پوځي لګښتونو مصرف کړي.
د ناټو د دفاعي بودیجې د ډیرولو په اړه توقعات لوړ دي خو ټول همفکر ندي.
/ Reuters

د ناټو د دفاعي بودیجې د ډیرولو په اړه توقعات لوړ دي خو ټول همفکر ندي.

 د ناټو مشران تمه لري چې په دې اونۍ کې د یوې نوې او لوړې دفاعي بودیجې ژمنه اعلان کړي، چې له مخې به یې هر غړی هېواد اړ وي چې د خپل اقتصادي تولید ۵ سلنه په پوځي لګښتونو مصرف کړي.

خو د دې اعلان څخه وړاندې، ځینې مهم متحدین د دې هدف څخه د معافیت غوښتنه کوي، او پوښتنې راپورته شوې دي چې دا هدف به څومره عملي وي.

د اسپانیا لومړي وزیر پېدرو سانچېز د یکشنبې په ورځ تایید کړه چې اسپانیا به د دې ۵ سلنې هدف څخه معاف وي او پدې اړه تفاهم هم شوی دی. د ویلو ده چې ناټو سازمان یو پاڼیزه اعلامیه د بشپړیدو په حال کې ده . بعضو سرچینو ویلي دي چې پدې اعلامیه کې ټینګار شوی دی چې پدې مسئله کې ځینې بدلونونه راوستل شي.

په ورته وخت کې، د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ، چې د لوړې دفاعي بودیجې د فشار تر شا یو مهم ځواک دی، وویل چې د ۵ سلنې معیار باید یوازې د امریکا متحدینو باندې تطبیق شي، نه په خپله امریکا باندې.

ټرمپ د جمعې په ورځ وویل: "زه فکر نه کوم چې موږ باید دا وکړو، خو زه فکر کوم چې هغوی باید دا کار وکړي." هغه کاناډا د "کم مصرف کوونکي" په توګه یاد کړ او زیاته یې کړه: "ناټو باید د اسپانیا سره معامله وکړي."

د ۵ سلنې هدف څه شی دی؟

د وړاندیز شوې ۵ سلنې بودیجې هدف دوه برخې لري. لومړۍ برخه، چې تر ټولو سخته ده، د ناخالص کورني تولید  ۳.۵ سلنه په اصلي پوځي لګښتونو مصرف کول دي، چې دا د ناټو د پخواني ۲ سلنې معیار څخه ډېر زیات دی. دا مهال یوازې ۲۲ له ۳۲ متحدینو دغه معیار پوره کړی دی.

دوهمه برخه، چې ۱.۵ سلنه ده، په پراخو پانګونو لکه ملکي زیربناوو، سایبري دفاع، او ټولنیز مقاومت کې شامله ده. دا اقدامات د سړکونو، بندرونو، او هوايي ډګرونو د ښه کولو لپاره دي، ترڅو د پوځي ځواکونو چټک انتقال اسانه کړي، او همدارنګه د هایبرډ او سایبري جګړو لپاره چمتووالی شاملوي.

که څه هم ډېری هېوادونه د دوهمې برخې اړتیاوې په نسبي ډول پوره کولی شي، خو د ۳.۵ سلنې دفاعي ژمنه د اسپانیا په څېر هېوادونو لپاره یوه لویه ننګونه ده.

د ناټو د اټکلونو له مخې، اسپانیا دا مهال یوازې د خپل ناخالصو عوایدو  ۱.۲۸ سلنه په دفاعي چارو مصرفوي، چې دا په ټوله اتحادیه کې تر ټولو ټیټه کچه ده. سانچېز وايي چې د هغه حکومت به دا شمېره ۲.۱ سلنې ته لوړه کړي، چې هغه ادعا کوي د ناټو د "قابلیتونو اهداف" پوره کولو لپاره کافي ده.

کورني فشارونه

د سانچېز حکومت په کور دننه له زیاتېدونکي فشار سره مخ دی، چیرې چې هغه په یوه نازک ائتلاف تکیه کوي او د خپل سیاسي داخلي کړۍ د فساد تورونو سره لاس او ګرېوان دی. د اپوزیسیون ګوندونو لا دمخه د وخت نه مخکې ټاکنو غوښتنه کړې، چې د پوځي بودیجې د زیاتولو هڅې یې لا پېچلې کړې دي.

اسپانیا هم د اوکراین لپاره د پوځي مرستو په برخه کې د اروپا له کوچنیو مرسته کوونکو څخه ده.

د اروپا لپاره زیاتېدونکې اندېښنې

د لوړې بودیجې غوښتنه د روسیې د جګړې او د هایبرډ جګړو د پراختیا نښو په اړه د زیاتېدونکي اندېښنې په منځ کې راپورته شوې ده. د ناټو پلان جوړونکي وايي چې د روسیې د احتمالي برید په وړاندې د اروپا دفاع لپاره لږ تر لږه   ۳ سلنه ناخالص عواید په پوځي پانګونو کې اړینه ده.

څو مخکښ او شمالي اروپايي هېوادونه، لکه جرمني، ناروې، سویډن، هالنډ، او د بالتیک هېوادونه تمه لري چې د ۵ سلنې بشپړ هدف ته ورسېږي یا یې هم زیات کړي. یوازې هالنډ اټکل کوي چې د خپلو مکلفیتونو د پوره کولو لپاره به ۱۶-۱۹ میلیارده یورو (۱۸-۲۲ میلیارده ډالر) اضافي بودیجه ته اړتیا ولري.

د اسپانیا د بهرنیو چارو وزیر خوسې مانوېل البارېس د دوشنبې په ورځ وویل چې تمرکز باید په وړتیاوو وي، نه یوازې په سلنو. هغه ټینګار وکړ: "اسپانیا کولی شي د ۲.۱ سلنې سره د اتحادیې اړتیاوې پوره کړي."

یو ټاکلی مهالویش؟

اتحادیه همدارنګه بحث کوي چې غړي هېوادونه باید څومره ژر خپلې بودیجې لوړې کړي. د ۲۰۳۲ نېټه وړاندیز شوې، چې د ناټو د پخوانیو پرانیستو اهدافو په پرتله ډېره تهاجمي ده. خو د روسیې د راتلونکو ۵ تر ۱۰ کلونو کې د پوځي بیا جوړېدو وړتیا په اړه اندېښنې د بیړنۍ اړتیا احساس زیاتوي.

په داسې حال کې چې ځینې هېوادونه، لکه ایټالیا، د هدف د پوره کولو لپاره بشپړ لسیزه غواړي، نور بیا د لنډ مهال غوښتنه کوي. بحثونه حتی په ۲۰۲۹ کې د بیاکتنې او د پاتې غړو لپاره د ۲۰۳۵ پورې د مهلت غځولو په اړه هم شوي دي.

خو لکه څنګه چې ټرمپ څرګنده کړه، زغم کم شوی دی. هغه وویل: "موږ ناټو ډېر وخت پورې پر اوږو وړې ده. اوس د هغوی وار دی."

وپلټۍ
ټرمپ خبرداری ورکوي چې د ایران پر وړاندې جګړه به 'ډېر ژر، په یوه یا بله بڼه' پای ته ورسېږي
ټرمپ وايي، د فلاي دوبۍ  په پېښه کې مرستیال پیلوټ ښايي یو «ترهګر» یا «لېونی» و
د انګلستان لومړی وزیر برنهام غواړي چې هېواد یې بېرته له اروپايي ټولنې سره یوځای شي
اسرائیلي وزیر ادعا کړې چې یوه "ترهګر" د فلاي دوبۍ الوتکې د راغورځولو هڅه کړې
د قطر لومړي وزیر نتنیاهو "جنګي مجرم" وباله او د منځګړیتوب پر دوام یې ټینګار وکړ
په غزه کې د اسرائیلو په بریدونو کې شپږ فلسطینیان مړه  او یو شمېر ماشومان ټپیان شول.
امریکايي ځواکونه په عراق کې له پاتې اډو وځي او شل کلن پوځي شتون پای ته رسوي
روبیو: په بریتانیا کې د (RAF) پوځي اډې ته څېرمه د شکمنې دسیسې تر شا د "بهرني اړخ" لاس دی
حماس د الاقصی انتفاضې کلیزه ونمانځله او له عربو او مسلمانانو څخه يي  د ملاتړ غوښتنه وکړه
ټرمپ هغه ادعاوې رد کړې چې ګواکې هغه پر ایران د بندیزونو کمولو ته لیواله دی
هرمز په تنګي کې پر یوه امریکايي  بېړۍ د ایران د توغنديز برید له امله اته امریکايي سرتیري  ټپیان شوي
ټرمپ یو انځور خپور کړی چې پکې د هرمز تنګی د «ټرمپ تنګی» په توګه ښودل شوی دی
اوکراین ویلي دي چې روسیې په کیف کې پر وړکتونونو او ښوونځیو بریدونه کړي دي
ولسمشر اردوغان: خپلې ژبې ته پاملرنه کول، زموږ راتلونکي ته پاملرنه کول دي
ایران امریکا ته د هرمز تنګي د پرانیستو په خاطر نوی وړاندیز وړاندې کړ.