منځنی ختیځ
3 د لوستلو دقیقې
امریکا د ایران پر قشم ټاپو بریدونه وکړل ،ایران يي په ځواب کې په کویټ کې د امریکا پر هډې بریدونه وکړل
د ایران د اسلامي انقلابي ساتونکو ځواک (سپاه پاسداران) ویلي چې په کویټ کې یې د امریکا پر اډو وروسته له هغې بریدونه وکړل چې امریکايي ځواکونو د ایران په سویل کې پر قشم ټاپو برید وکړ.
امریکا د ایران پر قشم ټاپو بریدونه وکړل ،ایران يي په ځواب کې په کویټ کې د امریکا پر هډې بریدونه وکړل
امریکا د ایران پر قشم ټاپو بریدونه وکړل ،ایران يي په ځواب کې په کویټ کې د امریکا پر هډې بریدونه وکړل

ایراني رسنیو ساحلي سیمو ته نږدې د چاودنو او د احتمالي توغندیو د لګېدو خبر ورکړی، په داسې حال کې چې د کویټ پوځ ویلي په ټول هېواد کې اورېدل شوې چاودنې د هوايي دفاعي سیسټمونو لخوا د مخنیوي عملیاتو پایله وه.

د ایراني رسنیو د راپورونو له مخې، د ایران په قشم ټاپو کې د چاودنو غږونه اورېدل شوي دي.

د ایران د اسلامي انقلابي ساتونکو ځواک (سپاه پاسداران) ویلي چې په کویټ کې یې د امریکا پر اډو وروسته له هغې بریدونه وکړل چې امریکايي ځواکونو د ایران په سویل کې پر قشم ټاپو برید وکړ.

سپاه پاسداران په یوه اعلامیه کې ویلي چې د دوی د هوايي ځواک لخوا په کویټ کې د امریکا پوځي اډې په نښه شوې دي. دا برید په قشم ټاپو کې د ایران د حاکمیت د نقض په ځواب کې شوی دی. دوی خبرداری ورکړی چې د ایران پر ضد هر ډول بل برید به له «پریکنده» ځواب سره مخ شي او هغه ځواکونه چې د ایران په خلاف اقداماتو کې ښکېل دي، له عواقبو سره به مخ شي.

د امریکا مرکزي قوماندانۍ (سنتکام) پر قشم ټاپو بریدونه تایید کړل. سنتکام په ایکس (پخواني ټویټر) کې لیکلي: «امریکايي ځواکونو په بریالیتوب سره د ایران څو بالستیک توغندي او ډرون شنډ کړل او د جون په ۲مه یې د منځني ختیځ په کچه د ایران د بریدونو په ځواب کې پر قشم ټاپو دفاعي بریدونه ترسره کړل.»

سنتکام زیاته کړې چې امریکايي ځواکونو د ایران له خوا د ملکي کښتیو په لور توغول شوې درې بریدګرې ډرون الوتکې راغورځولې دي. په دې پېښو کې هیڅ امریکايي پرسونل ته زیان نه دی رسېدلی.

په ورته وخت کې، د کویټ پوځ ویلي چې د چهارشنبې په سهار وختي یې هوايي دفاعي سیسټمونو د «دښمن» توغندیو او بریدګرو بې پیلوټه الوتکو ځواب ورکړی دی. د کویټ پوځ وویل چې په ټول هېواد کې اورېدل شوې چاودنې د دفاعي سیسټمونو د عملیاتو پایله وه. په دې اړه نور جزیات نه دي ورکړل شوي.

سیمه ییز تاوتریخوالی د فبرورۍ له وروستیو راهیسې وروسته له هغه زیات شو چې متحده ایالاتو او اسرائیل پر ایران هوايي بریدونه وکړل. په دغو بریدونو کې د ایران د پخواني ستر رهبر علي خامنه اي او د څو لوړپوړو پوځي قوماندانانو او حکومتي چارواکو په ګډون تر ۳۰۰۰ ډېر کسان ووژل شول.

د اپریل په ۸مه د پاکستان په منځګړیتوب یو اوربند نافذ شو، خو د یوې پراخې هوکړې لپاره هڅې تر اوسه ناکامې شوې دي.

 

وپلټۍ
ایران وايي توغندي یې چمتو دي؛ پر بیروت د اسرائیلو ګواښونو د اوربند په اړه اندېښنې زیاتې کړې دي
د څو مهمو خبرونو غور چاڼ
پاکستان وايي چې هند د اوبو د تړون له ځنډولو  وروسته د اوبو نه د  'وسلې' په توګه کار اخلي
د تازه اوربند سره سره  اسرائیلو  د لبنان په سویل  د ډرون الوتکې سره برید وکړ
د ایران ستر مذهبي مشر په هیواد کې  مخالفینو ته سخت  خبرداری ورکړ
په غزه کې د اوربند سرغړونې دوام سره د اسرائیلو په بریدونو کې نهه کسان وژل شوي
په چیلي کې د زده کونکو لاریونونه په تاوتریخوالي واوښتل، لسګونه کسان ټپیان شول
کیم جونګ اون د شمالي کوریا د اټومي وړتیاوو د "فوق العاده" پراختیا ژمنه وکړه
په کریمیا کې د اوکراین د بې پیلوټه الوتکې په برید کې درې کسان ووژل شول
د اروپا پوځي مرستې د اوکراین د بې پیلوټه الوتکو (ډرون) سکتور لا پسې پیاوړی او چټکوي.
پنټاګون: یو امریکایي سرتیری د عراق په اربیل کې په یوې "روزنیزې پېښې" کې ژوند د لاسه ورکړ
ټرمپ: له ایران سره د سولې تړون ښایي 'د اونۍ په پای کې' وشي
د مهمو خبرونو غور چاڼ
ټرمپ تاييد کړه چې په ټيليفوني اړيکه کې پر نتنياهو غوسه شوی
بحرین وایي چې د ایران هغه توغندي او بې ‌پیلوټه الوتکې یې شنډې کړې چې «ملکي هدفونه» یې په نښه کول