منځنی ختیځ
2 د لوستلو دقیقې
د یمن حوثیانو په مأرب کې د امریکا یوه بې پیلوټه الوتکه وویشتله
ځايي رسنیو د دوشنبې په ورځ راپور ورکړ چې په یمن کې حوثي ډلې د دغه هېواد په ختیځ، مأرب ولایت کې د امریکا یوه MQ-9 Reaper بې پیلوټه الوتکه نسکوره کړې ده.
د یمن حوثیانو په مأرب کې د امریکا یوه بې پیلوټه الوتکه وویشتله
د یمن حوثیانو په مأرب کې د امریکا یوه بې پیلوټه الوتکه وویشتله / Reuters

د ځايي رسنیو په وینا، په انټرنیټ کې خپاره شوي انځورونه داسې پاتې شوني ښيي چې ګومان کېږي د امریکا د MQ-9 Reaper بې پیلوټه الوتکې او د هغې د وسلو پورې اړه لري.

ځايي رسنیو د دوشنبې په ورځ راپور ورکړ چې په یمن کې حوثي ډلې د دغه هېواد په ختیځ، مأرب ولایت کې د امریکا یوه MQ-9 Reaper بې پیلوټه الوتکه نسکوره کړې ده.

د «ډیفنس لاین»  په څېر ځايي رسنیو ویلي چې د مأرب ښار اوسېدونکو په فضا کې د سختو چاودنو غږونه اورېدلي او د ښار په لوېدیځ کې یې له «صروواح» سیمې څخه د هوايي دفاع د یوه توغندي توغول کېدل لیدلي، چې وروسته په هوا کې دوه چاودنې وشوې.

د راپورونو له مخې، په ټولنیزو رسنیو کې فعالانو داسې انځورونه خپاره کړي چې ښيي د امریکايي بې پیلوټه الوتکې او د هغې د توغندیو ټوټې د «وادي» ولسوالۍ په ختیځه دښته کې پرتې دي.

ډیفنس لاین ویلي چې په خپرو شویو انځورونو کې لږ تر لږه د AGM-114R9X "Ninja" په نوم د دوو توغندیو پاتې شوني لیدل کېږي؛ دا د «هیلفایر» هوا څخه ځمکې ته د ویشتونکي توغندي یو بدل شوی ډول دی چې د دقیقو بریدونو لپاره ډیزاین شوی.

دغې رسنۍ زیاته کړې، انځورونه تاییدوي چې دا پاتې شوني د امریکا د MQ-9 Reaper بې پیلوټه الوتکې دي. دا هغه ډول بې پیلوټه الوتکې دي چې امریکا یې په یمن کې د څارنې او ترهګرۍ ضد عملیاتو لپاره کاروي.

تر اوسه حوثي ډلې یا د امریکا پوځ د دې پېښې په اړه رسماً څه نه دي ویلي.

 

وپلټۍ
نیویارک ټایمز: امریکا او اسرائیل له ټاکنو وروسته پر ایران د بریدونو پلانونه تر بحث لاندې نیسي
د مهمو خبرونو غورچاڼ
ایران ویلي دي چې ډیر ژر به خپل یو نوی بم چې د ټولو بمونو پلار بلل کیږي نندارې ته وړاندې کړي
د خلیج هېوادونو پر سعودي عربستان د حوثي یاغیانو د بریدونو په ترڅ کې فوق العاده غونډه وکړه
ولسمشر اردوغان: «هغه جنایتکاران چې د ماشومانو له وژلو خوند اخلي، په هیڅ ځای کې پټیدلی نشي
د قطر امیر او مکرون په دوحه کې د دفاعي همکاریو او د هرمز تنګي د کړکېچ په اړه خبرې اترې وکړې
اسرائیلو په غزه کې د دوو ماشومانو په ګډون اووه فلسطینیان ووژل
روسیې اوکراین ته د جګړې او جاسوسۍ په تور د جرمني د یو وګړي د نیولو نه خبر ورکړی دی.
په فرانسه کې د یوې جنګي الوتکې د سقوط له امله د الوتکې پیلوټ ژوند د لاسه ورکړی دی.
ټرمپ : د کانګرس غړې الهان عمر د ډیپورت سربیره ممکن د بند د سزا سره هم مخ شي
ایران: «د غني شویو یورانیمو ان یو ګرام به هم له زموږ له هېواده بهر ایستلو ته اجازه ورنکړی شي»
سعودي په مشرۍ ائتلاف پر مدینې منورې او ختیځو ښارونو باندې د حوثیانو د ډرون بریدونو مخه نیولې
د مهمو خبرونو غورچاڼ
د کاناډا لومړی وزیر مارک کارني د یو رسمي سفر په ترڅ کې د چهارشنبې په ورځ تورکیې ته راځي.
د تورکیې د بهرنیو چارو وزیر فیدان او د ناټو مشر روټه په بروکسل کې د تورې بحیرې پر امنیت خبرې وکړې