نړۍ
3 د لوستلو دقیقې
کیم جونګ اون د شمالي کوریا د اټومي وړتیاوو د "فوق العاده" پراختیا ژمنه وکړه
د شمالي کوریا مشر کیم جونګ اون ویلي دي چې په تېرو پنځو کلونو کې د وسلو جوړولو په درجه د اټومي موادو تولید تر دوه چنده ډېر شوی، او ژمنه یې وکړه چې پوځي اټومي وړتیاوې به په "فوق العاده" (خورا ګړندۍ) توګه زیاتې کړي.
کیم جونګ اون د شمالي کوریا د اټومي وړتیاوو د "فوق العاده" پراختیا ژمنه وکړه
کیم جونګ اون د شمالي کوریا د اټومي وړتیاوو د "فوق العاده" پراختیا ژمنه وکړه

کیم د شمالي کوریا د یو اټومي  تاسیسات څخه د لیدنې پر مهال، د خپلو دولتي اټومي ځواکونو د خورا زیاتولو لپاره د یوې هیلې لرونکې راتلونکې طرحې پخلی وکړ.

د شمالي کوریا مشر کیم جونګ اون ویلي دي چې په تېرو پنځو کلونو کې د وسلو جوړولو په درجه د اټومي موادو تولید تر دوه چنده ډېر شوی، او ژمنه یې وکړه چې پوځي اټومي وړتیاوې به په "فوق العاده" (خورا ګړندۍ) توګه زیاتې کړي.

د اټومي موادو د تولید له یوه نوي مرکز څخه د لیدنې پر مهال، کیم وویل چې شمالي کوریا "د خپلو دولتي اټومي ځواکونو د فوق العاده چټکولو لپاره یوه هیلې لرونکې راتلونکې طرحه" تایید کړې ده؛ دا خبر د پنجشنبې په ورځ د دغه هېواد دولتي خبري اژانس خپور کړ.

شمالي کوریا خپله اټومي وسله د سویلي کوریا او هلته د مېشتو امریکایي ځواکونو د احتمالي برید په وړاندې د خونديتوب وسیله ګڼي.

د پلان شوي زیاتوالي په اړه کیم وویل: "دا یو حیرانوونکی او بریالی بدلون دی چې په خبرو کې نه بیانېږي؛ دا یوه تاریخي پېښه ده چې زموږ د اټومي وړتیاوو په چټک لوړولو کې یې یو نوی پړاو رامنځته کړی دی."

د متحده ایالاتو د فشارونو په ردولو سره، شمالي کوریا ټینګار کوي چې خپله اټومي وسله به له لاسه نه ورکوي او دا لاره یې "نه ګرځېدونکې" وبلله.

په ملګرو ملتونو کې د شمالي کوریا سفیر کیم سونګ ویلي چې د دوی د اټومي دولت په توګه حیثیت به د بهرنیو خبرو پر بنسټ بدل نشي. سونګ زیاته کړه چې پیونګ یانګ د اټومي وسلو د نه خپراوي تړون  پابند نه دی او بهرني فشارونه به د دوی دا مقام بدل نه کړي، کوم چې په اساسي قانون کې هم خوندي شوی دی.

پیونګ یانګ په لومړي ځل په ۱۹۹۳ کال کې له د اټومي وسلو د نه خپراوي تړون  څخه ووت او له هغه راهیسې یې شپږ اټومي ازموینې کړي دي، چې له امله یې د ملګرو ملتونو د ګڼو پرېکړه لیکونو سره مخ شوی؛ داسې انګېرل کېږي چې دا هېواد لسګونه اټومي سرګولې لري.

په ۲۰۰۲ کال کې د شمالي کوریا او متحده ایالاتو ترمنځ هغه هوکړه له منځه لاړه چې له مخې یې پیونګ یانګ د مرستو په بدل کې د خپل پلوتونیم کنګل کولو ته ژمن و. په همدې کال، شمالي کوریا ومنله چې د اټومي وسلو د پراختیا یو پټ پروګرام یې درلود چې له څو کلونو راهیسې روان و.

پیونګ یانګ خپله لومړۍ اټومي ازموینه د ۲۰۰۶ کال د اکتوبر په ۸مه ترسره کړه، دا کار دوه ورځې وروسته له هغه وشو چې د ملګرو ملتونو امنیت شورا دغه هېواد ته خبرداری ورکړ چې دا اقدام به سختې پایلې ولري.

د سټاکهولم د سولې د څېړنو نړیوال انسټیټیوټ (SIPRI) راپور ورکړی چې د ۲۰۲۵ کال په جنورۍ کې نهه اټومي وسله لرونکي هېوادونه - روسیه، متحده ایالات، فرانسه، بریتانیا، چین، هند، پاکستان، اسرائیل او شمالي کوریا - ۱۲،۲۴۱ اټومي سرګولې لري.

اسرائیل یوازینی هېواد دی چې اټومي وسله لري خو په رسمي ډول یې شتون نه تاییدوي، په داسې حال کې چې متحده ایالات او روسیه د نړۍ د نږدې ۹۰ سلنه اټومي وسلو خاوندان دي.

 

وپلټۍ
ټرمپ : د کانګرس غړې الهان عمر د ډیپورت سربیره ممکن د بند د سزا سره هم مخ شي
ایران: «د غني شویو یورانیمو ان یو ګرام به هم له زموږ له هېواده بهر ایستلو ته اجازه ورنکړی شي»
سعودي په مشرۍ ائتلاف پر مدینې منورې او ختیځو ښارونو باندې د حوثیانو د ډرون بریدونو مخه نیولې
د مهمو خبرونو غورچاڼ
د کاناډا لومړی وزیر مارک کارني د یو رسمي سفر په ترڅ کې د چهارشنبې په ورځ تورکیې ته راځي.
د تورکیې د بهرنیو چارو وزیر فیدان او د ناټو مشر روټه په بروکسل کې د تورې بحیرې پر امنیت خبرې وکړې
انګلستان به د حوثیانو پر وړاندې د دفاع په موخه سعودي عربستان ته جنګي الوتکې واستوي.
د امریکا د کډوالۍ ادارې د تاوتریخوالي ډکې نیونې پر مهال د یوه امریکایي وګړي مټ مات کړی
ایران د امریکا اړوند د یوې بلې ام کیو ۹ پرمختللې ډرون الوتکې د ویشتو نه خبر ورکړ
تورکیه، قطر، پاکستان او اندونیزیا د دفاعي صنایعو تړون لاسلیکوي
د مالي په میناکا سیمه کې پر کمپونو بریدونو کې ۴۰ ملکي وګړي وژل شوي
اوکراین: د روسیې د تېرې شپې په بریدونو کې ۳ تنه وژل شوي او ۱۱ نور ټپیان شوي دي
امریکا اوکراین ته د پیټریوټ (Patriot) توغندیو د لېږد تایید ځنډولی
روسیه او ایران د لا نږدې همکارۍ په لټه کې دي
د یمن پوځ ویلي دي چې د حوثیانو پر خلاف  "په ۱۱۶۴ عملیاتو کې ۵۵۸ حوثیان له منځه وړل شوي".