طالبانو د قطر په منځګړیتوب یو بل امریکايي وګړی چې په افغانستان کې بندي وو خوشې کړ.
د افغانستان سرپرست حکومت د یکشنبې په ورځ اعلان وکړ چې د قطر په منځګړیتوب یو بل امریکايي وګړی خوشې شوی دی.
د حکومت مرستیال ویاند حمدالله فطرت د امریکا په ټولنیزه رسنۍ ایکس (X) کې په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې ویلي، چې د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي په کابل کې د برمته شویو کسانو په چارو کې د امریکا ذ ولسمشر د ځانګړي استازي اډم بوهلر په مشرۍ له یوه امریکايي پلاوي سره په لیدنه کې د دغه کس د خوشې کېدو اعلان وکړ.
متقي وویل چې د امیر امیري په نوم دغه امریکايي وګړی د یکشنبې په ورځ وختي خوشې شو.
امیري له روان کال راهیسې د طالبانو له لوري دویم امریکايي وګړی دی چې خوشې کیږي. جورج ګلیزمان، چې د ډیلټا هوايي شرکت میخانیک و، په افغانستان کې له دوه نیم کاله بند وروسته د مارچ په ۲۰مه خوشې شوی و.
هغه زیاته کړه، دا ګام ښيي چې کابل د بهرنیو وګړو اړوند مسایلو ته له سیاسي اړخه نه ګوري، او ټینګار یې وکړ چې دیپلوماسي د حل لارې چارې برابروي.
هغه دا هم یاده کړه چې د دغه امریکايي وګړي خوشې کول یو مثبت ګام دی او له قطر څخه یې مننه وکړه چې "د افغانستان د اسلامي امارت (ا.ا.ا) او امریکا" ترمنځ د بندیانو په خوشې کولو کې یې اغېزناک رول لوبولی دی.
په خپل وار، بوهلر د امریکايي وګړي د خوشې کولو په اړه د کابل د پرېکړې هرکلی وکړ او دا یې یو مثبت پرمختګ وباله.
هغه د دواړو لورو ترمنځ د خبرو تېر پړاو "رغنده" وباله او هیله یې وښوده چې د پاتې مسایلو په اړه به خبرې اترې دوام وکړي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو د امیري د خوشې کېدو هرکلی وکړ او دا پرمختګ یې "د کابل د ادارې له لوري یو مهم" ګام وباله.
روبیو په یوه خبرپاڼه کې وویل چې ولسمشر ډونالډ ټرمپ "به تر هغه ارام نه کښېني تر څو چې زموږ ټول بندیان هېواد ته راستانه شوي نه وي،" ځکه چې نور امریکایان هم په افغانستان کې "په ناحقه" بندیان دي.
هغه زیاته کړه: "نن د ولسمشر ټرمپ د مشرتابه او امریکايي ولس ته د هغه د ژمنتیا له امله، متحده ایالات خپل وګړي امیر ته، چې په افغانستان کې په ناحقه بندي و، هرکلی وايي."
روبیو له قطر څخه "له زړه" مننه وکړه او ویې ویل چې د هغوی "غښتلي مشارکت او نه ستړې کېدونکې ديپلوماتیکې هڅې د هغه په خوشې کولو کې خورا مهمې وې."
هغه زیاته کړه، هېواد ته دا راستنېدنه "د ټرمپ د ادارې هوډ" څرګندوي، "کوم چې په بهر کې د ناحقه بندیانو امریکايي وګړو د ساتنې لپاره د ولسمشر د وروستي اجراییه فرمان له لارې پیاوړی شوی دی."
- د قطر منځګړیتوب
د قطر د بهرنیو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کې وویل چې قطر "اعلان وکړ چې د امریکايي وګړي امیر امیري د خوشې کولو لپاره یې اسانتیا برابره کړې، چې په افغانستان کې بندي و،" او تایید یې کړه چې "هغه اوس دوحې ته پر لاره دی او تمه ده چې وروسته به متحده ایالاتو ته سفر وکړي."
د بهرنیو چارو په وزارت کې د دولت وزیر، محمد بن عبدالعزیز بن صالح الخلیفي، "د افغانستان د سرپرست حکومت او متحده ایالاتو د رغنده همکارۍ" ستاینه وکړه.
وزیر زیاته کړه چې قطر "ژمن دی چې د شخړو او پېچلو نړیوالو مسایلو لپاره د سوله ییزو حل لارو د موندلو په هدف د منځګړیتوب هڅو ته دوام ورکړي."
الخلیفي په پای کې وویل: "دا پرمختګ د دواړو لورو ترمنځ د مستقیمو خبرو اترو هڅولو او د اړیکو د چینلونو د پیاوړتیا لپاره یو مهم ګام دی، چې په پایله کې به د دوه اړخیز تفاهم او د پاتې مسایلو د حل لپاره د یوې مثبتې فضا په رامنځته کولو کې مرسته وکړي."
د یادونې وړ ده چې قطر د دې میاشتې په پیل کې په افغانستان کې له بنده د یوې برتانوۍ جوړې په خوشې کولو کې هم منځګړیتوب کړی و.