نړۍ
4 د لوستلو دقیقې
وروستي خبرونه | د لړم ۱۴
زهران ممداني د نیویارک لومړنی مسلمان ښاروال شو
وروستي خبرونه | د لړم ۱۴
زهران ممداني د نیویارک لومړنی مسلمان ښاروال شو / Reuters

۳۴ کلن مسلمان زهران ممداني، چې ځان "سوسیالیست" معرفي کوي، د نیویارک د ښاروالۍ ټاکنې وګټلې او د دې ښار د لومړني مسلمان او د سویلي اسیا د ښاروال لقب یې خپل کړ. ممداني پخواني والي انډریو کومو او جمهوري غوښتونکي نوماند کورټیس سلیوا ته ماتې ورکړه. ممداني چې په یوګانډا کې په یوه هندي الاصله کورنۍ کې زیږیدلی، په خپلو ټاکنیزو مبارزو کې یې د کور جوړونې پر بحران او د ژوند پر لګښتونو تمرکز کړی و؛ هغه د کرایو د کنګل کولو، وړیا عامه ترانسپورت او له شتمنو څخه د لوړو مالیاتو اخیستلو ژمنې کړې وې. د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ او سوداګریزو کړیو له سختو نیوکو سره سره، د هغه ولسي کمپاین له رایه ورکوونکو سره پیاوړې اړیکه جوړه کړه. د مامداني بریا په دیموکرات ګوند کې کیڼ اړخ ته د تمایل د نښې په توګه ارزول کیږي.

پداسې حال کې چې د اسرائیلو د اوربند سرغړونې دوام لري، د ملګرو ملتونو سرمنشي په غزه کې د اوربند د مراعتولو غږ وکړ

د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوتریش په غزه کې د اوربند له روانو سرغړونو څخه خبرداری ورکړ او له ټولو خواوو یې وغوښتل چې د سولې تړون لومړي پړاو ته غاړه کیږدي. ګوتریش په دوحه کې د خبرو پر مهال وویل چې د روانو سرغړونو له امله ژوره اندیښنه لري. د غزې د حکومت رسنیز دفتر خبر ورکړی چې د اکتوبر له لسمې نیټې راهیسې چې اوربند نافذ شوی، اسرائیلو ۱۹۴ سرغړونې کړي دي. په دغو سرغړونو کې د اسرائیلو د پوځ له خوا له "ژیړ کرښې" څخه بهر پوځي عملیات، د بشري مرستو مخنیوی او توپچي بریدونه شامل دي.

د سوډان استازی: د چټک ملاتړ ځواکونه د مرستو په مخنیوي سره "د انسان په لاس قحطي" رامنځته کوي

په جینیوا کې د ملګرو ملتونو لپاره د سوډان دایمي استازي حسن حمید وویل، د فاشر په ښار کې روان وحشتونه د نسل وژنې کچې ته رسیدلي او د نیمه پوځي چټک ملاتړ ځواکونو (RSF) له خوا د مرستو د مخنیوي له امله په سیمه کې "د انسان په لاس جوړه شوې" قحطي رامنځته شوې ده. حمید وویل، تر محاصرې لاندې ملکي وګړي له لوږې سره مخ دي، پر روغتونونو بریدونه کیږي او ناروغان اعدامیږي. حمید د ملګرو ملتونو راپورونو او د بشري حقونو د سازمانونو موندنو ته په اشارې سره، د چټک ملاتړ ځواکونه په توکمیز پاکولو، جنسي تاوتریخوالي او په زوره د خلکو بې ځایه کولو په جرمونو تورن کړل.

د تورکیې په دفاعي او هوايي صادراتو کې د پام وړ زیاتوالی

د تورکیې دفاعي او هوايي صادرات د ۲۰۲۵ کال په لومړیو لسو میاشتو کې د تیر کال د همدې مودې په پرتله ۳۱ سلنه زیات شوي او ۶.۷ میلیارډ ډالرو ته رسیدلي دي. دا معلومات د دفاعي صنایعو ریاست له خوا خپاره شوي دي. د دفاعي صنایعو رئیس حالوک ګورګون وویل، په ټولیزو صادراتو کې د دې سکتور ونډه ۳.۵ سلنې ته لوړه شوې ده او دا لاسته راوړنه یې د نړیوالو دفاعي همکاریو د هڅو بریالیتوب وباله. د تورکیې ټولیز صادرات په همدې موده کې د تیر کال په پرتله ۳.۹ سلنه زیات شوي او ۲۲۴.۶ میلیارډ ډالرو ته رسیدلي دي.

په بوسنیا او هرزیګوینا کې د د زړو د پالنې په یو مرکز کې اور لګیدنې له امله ۱۰ تنه مړه او ګڼ شمیر ټپیان شوي دي

د بوسنیا او هرزیګوینا په شمال ختیځ کې د توزلا په ښار کې د زړو د پالنې په یو مرکز کې د اور لګیدنې له امله ۱۰ تنه مړه او شاوخوا ۲۰ تنه ټپیان شول. اور لګیدنه د سه شنبې په شپه رامنځته شوه. د روغتون چارواکو ویلي چې د ټپیانو څخه یو شمیر یې د کاربن مونو اکساید د مسمومیت له امله تر درملنې لاندې دي او درې تنه په جدي پاملرنې څانګه کې دي. د اور لګیدنې لامل تر اوسه نه دی معلوم شوی. چارواکو د پیښې په اړه څیړنې پیل کړي دي.

 

وپلټۍ
د خلیج هېوادونو پر سعودي عربستان د حوثي یاغیانو د بریدونو په ترڅ کې فوق العاده غونډه وکړه
ولسمشر اردوغان: «هغه جنایتکاران چې د ماشومانو له وژلو خوند اخلي، په هیڅ ځای کې پټیدلی نشي
د قطر امیر او مکرون په دوحه کې د دفاعي همکاریو او د هرمز تنګي د کړکېچ په اړه خبرې اترې وکړې
اسرائیلو په غزه کې د دوو ماشومانو په ګډون اووه فلسطینیان ووژل
روسیې اوکراین ته د جګړې او جاسوسۍ په تور د جرمني د یو وګړي د نیولو نه خبر ورکړی دی.
په فرانسه کې د یوې جنګي الوتکې د سقوط له امله د الوتکې پیلوټ ژوند د لاسه ورکړی دی.
ټرمپ : د کانګرس غړې الهان عمر د ډیپورت سربیره ممکن د بند د سزا سره هم مخ شي
ایران: «د غني شویو یورانیمو ان یو ګرام به هم له زموږ له هېواده بهر ایستلو ته اجازه ورنکړی شي»
سعودي په مشرۍ ائتلاف پر مدینې منورې او ختیځو ښارونو باندې د حوثیانو د ډرون بریدونو مخه نیولې
د مهمو خبرونو غورچاڼ
د کاناډا لومړی وزیر مارک کارني د یو رسمي سفر په ترڅ کې د چهارشنبې په ورځ تورکیې ته راځي.
د تورکیې د بهرنیو چارو وزیر فیدان او د ناټو مشر روټه په بروکسل کې د تورې بحیرې پر امنیت خبرې وکړې
انګلستان به د حوثیانو پر وړاندې د دفاع په موخه سعودي عربستان ته جنګي الوتکې واستوي.
د امریکا د کډوالۍ ادارې د تاوتریخوالي ډکې نیونې پر مهال د یوه امریکایي وګړي مټ مات کړی
ایران د امریکا اړوند د یوې بلې ام کیو ۹ پرمختللې ډرون الوتکې د ویشتو نه خبر ورکړ