فعالان وايي، د ایران په لاریونونو کې لږ تر لږه ۶۱۲۶ کسان وژل شوي
فعالانو د سهشنبې په ورځ وویل چې د ایران له لوري د ټول هېواد په کچه د لاریونونو د ځپلو په پایله کې لږ تر لږه ۶۱۲۶ کسان وژل شوي او ویره شته چې نور ډېر کسان هم وژل شوي وي.
فعالان وايي، د ایران په لاریونونو کې لږ تر لږه ۶۱۲۶ کسان وژل شوي
یوې امریکايي حقوقي ډلې ویلي، د ایران له لوري د ټول هېواد په کچه د لاریونونو د ځپلو پر مهال زرګونه کسان وژل شوي، چې دا شمېره د حکومت له لوري تر خپرو شویو رسمي شمېرو خورا لوړه ده.
فعالانو د سهشنبې په ورځ وویل چې د ایران له لوري د ټول هېواد په کچه د لاریونونو د ځپلو په پایله کې لږ تر لږه ۶۱۲۶ کسان وژل شوي او ویره شته چې نور ډېر کسان هم وژل شوي وي.
دا نوې شمېرې د امریکا مېشتې د بشري حقونو د فعالانو خبري اژانس (HRANA) له لوري خپرې شوې، چې په ایران کې یې د ناکراریو په ډېرو پړاوونو کې کره معلومات ورکړي دي. دغه ډله په ایران کې د خپلو فعالانو د شبکې له لارې هر مرګ تاییدوي.
اسوشیټیډ پریس خبري اژانس نه دی توانېدلی چې په خپلواکه توګه د مړو شمېر معلوم کړي، ځکه چې چارواکو انټرنیټ پرې کړی او دغه هېواد ته یې تلیفوني اړیکې ګډوډې کړې دي.
د ایران حکومت د وژل شویو کسانو شمېر خورا ټیټ، یعنی ۳۱۱۷ تنه ښودلی او ویلي یې دي چې ۲۴۲۷ تنه یې ملکي وګړي او امنیتي ځواکونه وو، او پاتې نور یې "ترهګر" بللي دي.
په تیرو کې، ایران د ناکراریو له امله د وژل شویو کسانو شمېر کم ښودلی او یا یې هېڅ راپور نه دی ورکړی.