منځنی ختیځ
6 د لوستلو دقیقې
د ایران سپاه پاسداران له ملکي وګړو غوښتي چې د امریکايي اډو ته نږدې سیمو څخه ځانونه لرې وساتي.
د ایران سپاه پاسداران د جمعې په ورځ په ټول منځني ختیځ کې پر ملکي وګړو غږ وکړ چې د امریکايي ځواکونو سیمو ته له ورتګ څخه  ډډه وکړي، او سره له دې چې ولسمشر ډونالډ ټرمپ ادعا کړې وه چې د یوې میاشتې اوږدې جګړې پای ته رسولو لپاره خبرې اترې "ښې روانې دي".
د ایران سپاه پاسداران له ملکي وګړو غوښتي چې د امریکايي اډو ته نږدې سیمو څخه ځانونه لرې وساتي.
د ایران سپاه پاسداران له ملکي وګړو غوښتي چې د امریکايي اډو ته نږدې سیمو څخه ځانونه لرې وساتي. / Reuters


د ایران سپاه پاسداران انقلابي ګارد له امریکايي ځواکونو سره د تړلو اهدافو له ګواښلو وروسته خبرداری ورکړی او ویلي یې دي چې د روانې جګړې او د سولې د خبرو د ناڅرګندتیا په ترڅ کې د هرمز تنګی د دښمن بندرونو ته د تګ راتګ پر مخ "تړل شوی" دی.

د ایران سپاه پاسداران د جمعې په ورځ په ټول منځني ختیځ کې پر ملکي وګړو غږ وکړ چې د امریکايي ځواکونو سیمو ته له ورتګ څخه  ډډه وکړي، او سره له دې چې ولسمشر ډونالډ ټرمپ ادعا کړې وه چې د یوې میاشتې اوږدې جګړې پای ته رسولو لپاره خبرې اترې "ښې روانې دي"، خپل ګواښونه  زیات کړل.

د سپاه پاسداران دا ګواښ وروسته له هغه راغی چې ټرمپ تهران ته د هرمز تنګي د پرانیستلو لپاره ۱۰ ورځې مهلت یا ضرب الاجل ورکړ. ټرمپ ویلي وو چې که ایران د هرمز تنګي پرانه نیزي ددې هیواد د انرژۍ په ټولو بڼسټونو به ډیر ستر بریدونه وکړي او ټول بڼسټونه به له منځه یوسي.

ټرمپ وویل چې دا کار یې د تهران په غوښتنه کړی او ټینګار یې وکړ چې ایران غواړي "یوه معامله وکړي" څو هغه جګړه پای ته ورسوي چې د فبرورۍ له ۲۸مې راهیسې دوام لري.

خو ایران بیا د امریکا سره مذاکرات رد کړي دي او دې جګړې د ختمولو لپاره يي ځیني شرطونه وړاندې کړي دي. همداشان د ایران سپاه پاسدارانو ځواکونو نوي ګواښونه هم کړي دي.

دغه هېواد سپاه پاسداران  په خپور کړي بیان کې ویلي دي چې"بزدله امریکايي-صهیونیستي ځواکونه" د ملکي وګړو نه د "بشري ډال" په توګه کار اخلي.

هغوی وویل: "موږ تاسو ته وړاندیز کوو چې په بېړه هغه ځایونه پرېږدئ چېرې چې امریکايي ځواکونه مېشت دي، ترڅو تاسو ته کوم زیان ونه رسېږي" – دا خبرداری څو ساعته وروسته له هغه ورکړل شو چې د ایران پوځ ګواښ کړی و چې په ټوله سیمه کې به هغه هوټلونه په نښه کړي چې امریکايي سرتېري پکې اوسیږي.

دا خبرداری په داسې حال کې راغی چې کویټ وویل د دوی اصلي سوداګریز بندر د سهار په یوه بې پیلوټه برید کې زیانمن شوی دی.

سپاه پاسداران دا هم وویل چې د هرمز تنګی هغو کښتیو ته چې د دښمن بندرونو ته تګ او راتګ کوي، "تړل شوی" دی، او  دوی درې کښتۍ چې غوښتل یې له دې لارې تېرې شي، بېرته ګرځولې دي.

سپاه پاسداران پر خپله سپاه نیوز وېبپاڼه په خپور کړي بیان کې ویلي: "نن سهار، د امریکا د فاسد ولسمشر د هغو درواغو په تعقیب چې ګواکې د هرمز تنګی خلاص دی، د بېلابېلو ملیتونو درې کانټینري کښتۍ... د سپاه پاسداران د سمندري ځواک له خبرداري وروسته بېرته وګرځول شوې."

د ایران لخوا د هرمز تنګي د تړولو نه وروسته په نړۍ کې د انرژۍ جدي بحران رامنځته شوی دی.

یوه جاپاني چارواکي وویل چې حکومت پلان لري د انرژۍ له کمښت سره د مقابلې لپاره په موقتي توګه د ډبرو سکرو پر برېښناکوټونو محدودیتونه لرې کړي، په داسې حال کې چې ویتنام په موقتي توګه د سون توکو مالیه معاف کړه.

د ټرمپ جګپوړی ډیپلوماټ مارکو روبیو د جمعې په ورځ په فرانسه کې د جي۷ هېوادونو له خپلو سیالانو سره د خبرو لپاره و، او د بریتانیا د بهرنیو چارو وزیرې یوېټ کوپر د جګړې د "چټک" هواري او د هرمز د لارې د بندیز د پای ته رسولو غوښتنه وکړه.

کوپر له غونډې مخکې وویل: "ایران نشي کولی چې نړیوال اقتصاد یرغمل کړي."

د هرمز په اړه د ټرمپ مهلت له تهران سره د سولې د خبرو په اړه د څو ورځو متضادو نښو وروسته ورکړل شو، خو د هغه استازي سټیو ویټکوف د پنجشنبې په ورځ وویل چې "قوي نښې" شته چې ایران خبرو ته چمتو دی.

خبرې اترې د امریکا د یو "۱۵ ماده‌ییز عملي پلان" پر شاوخوا راڅرخي چې د پاکستان له لارې رسول شوی، او ویل کېږي چې تهران ورته ځواب ورکړی – او د ځواب په تمه دی.

د ایران تسنیم خبري اژانس ویلي چې تهران د جګړې د تاوان او د هرمز پر تنګي د خپل "حاکمیت" د درناوي غوښتنه کوي.

راپور زیاته کړې چې تهران همدارنګه پر ایران او په سیمه کې له دې هېواد سره د تړلو ډلو، لکه د لبنان حزب الله، پر وړاندې د امریکا او اسرائیل د بریدونو د پای ته رسولو غوښتنه هم کړې ده.

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو مشر ولکر ترک د جمعې په ورځ پر واشنګټن غږ وکړ چې د جګړې په لومړۍ ورځ د ایران پر یوه لومړني ښوونځي د مرګوني برید په اړه خپله څېړنه پای ته ورسوي او "د شوي وحشتناک زیان لپاره" د عدالت غوښتنه یې وکړه.

د نیویارک ټایمز له خوا د راپور شوي یوې لومړنۍ امریکايي پوځي څېړنې له مخې، د امریکا یو توماهاک کروز توغندی د نښې د غلطۍ له امله پر دغه ښوونځي لګېدلی و.

د جګړې له پیل راهیسې، د تهران یوه لوړپوړي فرهنګي چارواکي ویلي چې د امریکا او اسرائیل بریدونو په ټول هېواد کې لږ تر لږه ۱۲۰ موزیمونو او فرهنګي او تاریخي ځایونو ته زیان اړولی، چې په کې د پلازمېنې د یونسکو په نوملړ کې شامل ګلستان ماڼۍ هم شامله ده.

اسرائیل 'تر وروستي حده رسېدلی'

ځایي رسنیو د جمعې په ورځ د ایران په پلازمېنه تهران، او همدارنګه د سویل خوا په قم سپېڅلي ښار، او په شمال لوېدیځ کې په ارومیه کې د نویو بریدونو پخلی وکړ، وروسته له هغه چې د اسرائیل پوځ په تهران کې پر زیربناوو د "پراخو" بریدونو اعلان وکړ.

دا نوي بریدونه یوه ورځ وروسته له هغه وشول چې د اسرائیل د اپوزیسیون مشر یائیر لاپید خبرداری ورکړ چې جګړه ډېره درنه بیه لري او پوځ "تر خپل حده او له هغه هاخوا ستړی شوی دی."

د پوځ ویاند، ایفي ډیفرین، په خپله برخه کې وویل چې د لبنان په سویل کې د یوې "دفاعي" حایلې سیمې د جوړولو لپاره ډېرو جنګي سرتېرو ته اړتیا ده.

د لبنان دولتي رسنیو د جمعې په ورځ د بیروت پر جنوبي څنډو د یوه نوي هوايي برید راپور ورکړ، په داسې حال کې چې حزب الله وویل چې د اسرائیل شمال ته یې توغندي توغولي، چېرې چې د هوايي برید د خطر زنګونو اوسېدونکي پناه ځایونو ته اړ کړل.

 

وپلټۍ
د مهمو خبرونو غورچاڼ
د امنیتي اندېښنو له امله په توره بحیره کې د اوکراین په بندرونو کې د سوداګریزو کښتیو تګ راتګ ودرېد
د ایران ولسمشر پزشکيان او د عراق لومړي وزیر زیدي د دوه اړخیزو اړیکو په اړه خبرې وکړې
د هند لومړي وزیر د کانکور ازموینې سوالونو  افشا کوونکو ته د "سمدستي سزا" ورکولو امر وکړ
جاپان هیله ښودلې چې له فلسطین سره نړیوال ملاتړ نور هم زیات شي
د روسیې او امریکا د بهرنیو چارو وزیرانو د اوکراین پر کړکېچ خبرې وکړې
امریکا په منځني ختیځ کې د جګړې له تودېدو سره پر ایراني پوځي اهدافو نوي بریدونه پیل کړل
په افغانستان ، پاکستان او هند کې د سختو بارانونو له امله د مړو شمېر مخ په زیاتېدو دی.
د یمن د حوثیانو لخوا په سره سمندرګي کې د سعودي عربستان پر ټانکرونو برید
د مهمو خبرونو غورچاڼ
ممداني له فدرالي حکومت غوښتنه وکړه چې نتانیاهو ونیسي؛ وایي دوی یې د نیولو واک نه لري
د تورکیې د والیبال بریا؛ د ښځو او نارینه وو ملي لوبډلې د ملتونو لیګ (VNL) پایلوبو ته ورسېدې
په سومالیا کې د ترکي پوځیانو د دندې موده د نورو ۲ کلونو لپاره وغځول شوه
د امریکا د دفاع وزیر هیګسټ: له ایران سره د جګړې لګښت "۳۷.۵ میلیارده ډالرو ته لوړ شوی"
د روسیې په سویل کې د "وایلدبریز" پر لوجستیکي مرکزونو د بې پیلوټه الوتکو برید وشو