د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د نوي کال په اړه د مبارکۍ پیغام خپور کړ.
ولسمشر رجب طیب اردوغان، دې ته په اشارې سره چې دوی د نویو هیلو او موخو سره د ۲۰۲۶ کال هرکلی کوي، هیله څرګنده کړه چې نوی کال د هیواد، ملت، زموږ د زړونو جغرافیې او ټول بشریت لپاره د خیر او برکت سبب وګرځي.
ولسمشر رجب طیب اردوغان، د نوي کال په مناسبت یو ویډیويي پیغام خپور کړ.
ولسمشر اردوغان په خپور کړي پیغام کې ویلي دي چې
"نن موږ له ۲۰۲۵ کال سره خدای پاماني کوو، او په یو نوي هیجان، نویو هیلو او موخو سره ۲۰۲۶ ته د ښه راغلاست ویلو لپاره چمتووالی نیسو. هیله لرم چې نوی کال زموږ د هیواد، ملت، د زړونو جغرافیې او ټول بشریت لپاره د خیر او برکت وسیله وګرځي. همداشان د هیواد ټولو شهیدانو ته چې د وطن نه د دفاع ، ترهګرۍ پر خلاف په مبارزه، د نشه يي توکو پر خلاف په مبارزه، په هیواد کې د امنیت د ټینګښت او هیواد ته د خدمت په لاره کې خپل خوږ ځان قرباني کړی او د شهادت مرتبې ته رسیدلي دي زموږ ټولو اتلو شهیدانو ته د الله (ج) له درباره د رحمت او مغفرت غوښتنه کوم. د ۸۶ میلیونه خلکو د هوساینې او ارامۍ لپاره د خپلو غازیانو څخه چې سترې قربانۍ یې ورکړي دي، په خپل او د خپل ملت په استازیتوب مننه کوم. په تېر کال کې هم زموږ په هیواد کې او هم په نړۍ کې مهم پرمختګونه وشول. په سیمه کې د مخ په زیاتیدونکي جګړو، کړکیچونو او تاوتریخوالي سره سره، تورکیه د باوري او وړ کدرونو په مدیریت کې خپل سپیڅلی سفر په ډاډ سره پرمخ وړي."
"له ګرځندوی څخه تر دفاعي صنعت پورې په ډېرو برخو کې له یوه ریکارډ څخه بل ته ځغلو"
"موږ په پراخه کچه د هغه اقتصادي پروګرام د مثبتو پایلو شاهدان یو چې په کلکه مو پلی کړی دی. پداسې حال کې چې د انفلاسیون د راټیټولو پروسه دوام لري، زموږ د مرکزي بانک زیرمې پیاوړې کیږي، او موږ په تولید، پانګونې، کارموندنې او صادراتو کې پرمختګ کوو. له ګرځندوی څخه تر دفاعي صنعت پورې په ډېرو برخو کې له یوه ریکارډ څخه بل ته ځغلو. زه باور لرم چې زموږ د ۵۰۰ زره ټولنیزو کورونو پروژه، چې لومړۍ پچه اچونه یې دوه ورځې وړاندې ترسره شوه، نه یوازې دا چې زموږ کم عاید لرونکي هیوادوال به په خورا مناسبو شرایطو د کورونو خاوندان کړي، بلکې د کورونو او کرایې په نرخونو کې د بې ځایه لوړوالي په کمولو کې به هم مرسته وکړي. موږ هوډ لرو چې سږکال په اقتصاد کې خپلې لاسته راوړنې په اصلاحاتو سره نورې هم ښکلې کړو. د تورکیې د پیړۍ اصلاحاتو پروګرام چې موږ په خپله لویه کنګره کې اعلان کړ، انشاالله د خپل پارلمان په ملاتړ به یې ګام په ګام پلی کړو."
"د زلزلې په سیمه کې مو خپل ښارونه بیا ورغول"
"زما ګرانو هیوادوالو، د ۲۰۲۵ کال په اوږدو کې زموږ د حکومت لومړۍ لومړیتوب د فبرورۍ د ۶مې د پیړۍ د ناورین په ټپونو پټۍ ایښودل وو. که څه هم موږ نشو کولی خپل له لاسه ورکړي ژوندونه بیرته راوګرځو، خو موږ په دې وتوانیدو چې خپل ښارونه د زیربناوو، میدانونو، شنو سیمو، ټولنیزو اسانتیاوو، او تاریخي او کلتوري جوړښتونو سره بیا ورغوو. لکه څنګه چې مو ژمنه کړې وه، د دسمبر په ۲۷مه په هاتای کې، د نږدې ۱۰۰ زره خویندو او ورونو په ګډون، موږ په ډیر ویاړ سره د خپل ۴۵۵ زره ام زلزله ځپلي کور کیلي ګانې حقدارانو ته وسپارلې. نوي کورونه او د کار ځایونه دې زلزله ځپلو ته مبارک وي. د فبرورۍ له ۶مې راهیسې، زه له خپلو ټولو خویندو او ورونو څخه چې د ژمي په یخنۍ او د اوړي په ګرمۍ کې یې په ودانیزو ساحو کې ۲۴/۷ کار کړی، او زموږ له ټولو ادارو او خیریه بنسټونو څخه چې د کورونو په جوړولو کې یې ونډه اخیستې، مننه کوم. او هغه کسان چې د ودانیزو کارونو د ملاتړ پر ځای یې هر ترسره شوی کار بد باله، هغوی هاتای او نورو ناورین ځپلو ښارونو ته رابولم ترڅو په خپلو سترګو وویني چې زموږ دولت څه لاسته راوړنې لري."
"په تېر یو کال کې زموږ ۶۰۰ زره سوریایي میلمانه خپلو هیوادونو ته ستانه شوي"
"د واکمن ګوند او ایتلاف په توګه به موږ په راتلونکي کې هم خپلې ژمنې پوره کوو او خپل ملت پر وړاندې به خپل مسئولیت ادا کوو. موږ به نه یوازې خپل خلک، بلکې هیڅ یو ورور چې مخ یې زموږ هیواد ته دی، یوازې پرینږدو. زموږ د سیاست انعکاس چې حق، عدالت او وجدان یې په مرکز کې دي، د سوریې او غزې په ګډون زموږ د سیمې په هر ګوټ کې لیدل کیږي. زموږ ګاونډي هیواد سوریه کې چې د دسمبر د ۸مې له انقلاب سره یې خپله ازادي ترلاسه کړه، د بیارغونې بهیر ګړندی شوی او په لنډه موده کې د سیاسي ثبات په لور مهم ګامونه اخیستل شوي دي. په سوریه کې د سولې د فضا په ټینګیدو سره، داوطلبانه راستنیدل هم زیات شوي، او په تېر یو کال کې زموږ ۶۰۰ زره سوریایي میلمانه خپلو کورونو ته ستانه شوي. موږ باور لرو چې یو پیاوړی سوریه چې خپله سیاسي یووالی او ځمکنۍ بشپړتیا یې ټینګه کړې وي، به هم خپل چاپېریال او هم نړۍ ته ځانګړې ونډه ولري."
"تر هغه چې زموږ د ۷۱ زره شهیدانو خویندو او ورونو قاتلین حساب ته نه وي راکش شوي، موږ به نسل وژنه هیره نه کړو"
"د تورکیې په توګه، موږ به پرته له دې چې عرب، کرد، ترکمن، سني، شیعه، نصراني توپیر وکړو، د سوریې د خلکو د سولې او امنیت لپاره نوي حکومت ته اړین ملاتړ چمتو کړو. په غزه کې، هغه اوربند چې زموږ په مرسته تامین شوی، د اسرائیلو د ټولو سرغړونو سره سره، د غزې د خویندو او ورونو د هوښیارۍ له امله لاهم دوام لري. موږ د اسرائیلو د بریدونو د بندیدو، غزې ته د بشري مرستو د ننوتلو د ګړندي کیدو، او د بیارغونې د کارونو د پیلیدو لپاره سختې هڅې کوو. تر هغه چې هغه کسان چې زموږ ۷۱ زره خویندې او ورونه یې، چې ډیری یې ماشومان او ښځې وې، شهیدان کړي، عدالت ته حساب ورنکړي، موږ به ونه ډاریږو، غلي به پاتې نشو، او نسل وژنه به هیره نه کړو."
"موږ د روسیې-اوکراین جګړې چې پنځم کال ته ننوځي، د ژر تر ژره په عادلانه او دایمي سوله پای ته رسولو لپاره هم خپلې هڅې جاري ساتو. په ختیځ مدیترانه کې، موږ د خپل هیواد او د قبرس د ترکي خلکو د ګټو پر وړاندې مخ په زیاتیدونکي لمسونې او ګواښونه له نږدې څارو. غواړم دا روښانه کړم چې موږ به په خپلو سمندرونو هیڅ ډول زورواکۍ، غلا او سمندري غلا ته اجازه ورنکړو."
"له ترهګرۍ پرته تورکیه به نه یوازې زموږ د هیواد بلکې زموږ د سیمې لپاره هم یو نوی باب پرانیزي"
"زما ګران ملته، موږ د ترهګرۍ پرته ترکیې په بهیر کې چې نه یوازې زموږ د هیواد بلکې زموږ د سیمې لپاره به یو نوی باب پرانیزي، ځینې مهم پړاوونه شاته پرېښودل. د جمهور ایتلاف په توګه، موږ په دې بهیر کې تل رغنده چلند کړی. موږ د حل لارې په تمرکز سره نه یوازې خپل لاسونه بلکې خپل ټول بدن د ډبرې لاندې کېښود. زموږ د ملي پیوستون، ورورولۍ او ډیموکراسۍ کمیسیون، چې اړوند لوري په دقت سره اوري، انشاالله ډیر ژر به خپل وروستی راپور بشپړ کړي، چې موږ فکر کوو دې بهیر ته به یو نوی ساه ورکړي. زموږ هیله دا ده چې کمیسیون په وروستي پړاو کې د پخلاینې په روحیه عمل وکړي. دا بهیر، چې موخه یې زموږ هیواد له ۴۰ کلن ناورین څخه ژغورل دي، باید د ورځنۍ سیاست د ګټو د حسابونو قرباني نشي. موږ به هم د دې بهیر د بې له کومې پیښې خپل منزل مقصود ته د رسیدو لپاره هر هغه څه وکړو چې زموږ په وس کې دي."
"لکه څنګه چې مو په تیرو ۲۳ کلونو کې کړي، موږ به یوازې د ملت او هیواد په مینه په زړونو کې د ۸۶ میلیونو خلکو ټولو ته خدمت وکړو، او د ټولې ترکیې د هوساینې، سولې او ارامۍ لپاره به په قربانۍ سره کار کولو ته دوام ورکړو. په ۲۰۲۶ کال کې به هم د خبرو پر ځای کار وکړو، د جنجال پر ځای به عمل وکړو، او خپلو کارونو او پانګونو سره به خبرې کولو ته دوام ورکړو. الله (ج) دې زموږ مل او مرستندوی وي. زه له هر هغه چا مننه کوم چې زموږ د ترکیې د پیړۍ د ارمان ملاتړ کوي. په دې هیلو سره، ستاسو نوی میلادي کال مبارک وي، او هیله لرم چې ۲۰۲۶ کال زموږ د هیواد، ملت، سیمې او ټول بشریت لپاره د خیر او برکت وسیله وګرځي."












