سیاست
4 د لوستلو دقیقې
لاوروف : روسیه په استانبول کې د اوکراین سره د خبرو امکان ته مثبت نظر لري
د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف ویلي، چې هېواد یې په استانبول کې له اوکراین سره د خبرو د بیا پیل امکان ته "مثبت" ګوري.
لاوروف : روسیه په استانبول کې د اوکراین سره د خبرو امکان ته مثبت نظر لري
لاوروف ، انتالیا / AP

روسیې او اوکراین تېر کال په استانبول کې د سولې خبرو درې نوي پړاوونه ترسره کړل، چې پایله یې د بندیانو ستره تبادله او د یوه احتمالي تړون لپاره د دریځونو تشریح کوونکې مسودې وې.

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف ویلي، چې هېواد یې په استانبول کې له اوکراین سره د خبرو د بیا پیل امکان ته "مثبت" ګوري.

لاوروف د شنبې په ورځ د انتالیا د پنځم ډیپلوماسۍ فورم کې د انادولو اژانس د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل: "موږ په استانبول کې د خبرو اترو د بیا پیل امکان ته مثبت ګورو." دا پوښتنه په استانبول کې د سولې خبرو د بیا پیل د لیدلوري او د انقرې د منځګړیتوب رول د اغېزمنتیا په اړه وه.

هغه وویل چې د خبرو اترو د بیا پیل موضوع دا مهال د دوی "لومړی لومړیتوب" نه دی او روسي لوري هېڅکله پر چا خبرې نه دي تحمیل کړې.

هغه زیاته کړه: "موږ تل دا انګېرلې چې که یو ملګری لېواله وي، موږ به چمتو یو. او دا سره له دې چې زموږ د اوکرایني همکارانو، چې موږ ورسره خبرې کړې، ریکارډ ډېر کمزوری دی."

هغه د ۲۰۲۲ کال په اپرېل کې په استانبول کې له اوکرایني لوري سره پخوانیو خبرو ته او همدارنګه د ۲۰۲۵ کال په نیمایي کې د ترکیې په دغه لوی ښار کې د سولې خبرو درې پړاوونو ته اشاره وکړه.

لاوروف زیاته کړه: "موږ له خبرو اترو څخه ځان نه لرې کوو. کله چې څوک چمتو وي، نو وړاندیز دې وکړي. موږ به وګورو چې وخت مناسب دی، ځای مناسب دی او اجنډا څه ده."

روسیې او اوکراین تېر کال په استانبول کې د مې په ۱۶مه، د جون په ۲مه او د جولای په ۲۳مه د سولې خبرو درې نوي پړاوونه ترسره کړل – چې پایله یې د بندیانو ستره تبادله او د یوه احتمالي سولې تړون لپاره د دواړو لورو د دریځونو تشریح کوونکې مسودې وې.

د امریکا په منځګړیتوب، مسکو او کییف د روان کال په پیل کې د جنورۍ په ۲۳-۲۴، د فبرورۍ په ۴-۵، او د فبرورۍ په ۱۷-۱۸ هم د سولې خبرو درې پړاوونه ترسره کړل. لومړي دوه په ابوظبۍ کې او دریم په جینیوا کې ترسره شول.

له هغه وخت راهیسې، خبرې اترې ځنډېدلې دي او مسکو او کییف دواړو د روسیې او اوکراین د سولې خبرو د ځنډ لامل پر ایران د امریکا تمرکز بللی دی.

د امریکا اقتصادي اړیکې

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر په نورو موضوعاتو هم خبرې وکړې او ویې ویل چې دی په دې باور دی چې اوس د دې وخت رارسېدلی چې مسکو په دې اړه بحث وکړي چې امریکا د دوی راتلونکې اقتصادي اړیکې څنګه انځوروي.

لاوروف وویل: "په ځانګړې توګه کله چې خبره د روانو پرمختګونو شي. د (پخواني امریکایي ولسمشر جو) بایډن له دورې راهیسې بندیزونه نه دي لېرې شوي، حتی ډیپلوماتیک ملکیتونه هم نه دي بېرته سپارل شوي."

لاوروف دې ته په اشارې سره چې د لوک اویل او روسنیفټ په څېر روسي شرکتونه لا دمخه د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د ادارې لخوا له نویو بندیزونو سره مخ شوي، د انرژۍ په نړیوالو بازارونو کې د واشنګټن واکمني یې یوه "په ډاګه اعلان شوې" موخه وبلله.

لاوروف زیاته کړه چې روسیه او امریکا د ټرمپ د ادارې پر مهال هم "ډېر اختلافات" لري.

د هرمز تنګي د بندیدو په ترڅ کې، لاوروف په منځني ختیځ کې د فلسطین موضوع په ګډون د نورو مسایلو د نه هېرولو غوښتنه وکړه.

لاوروف وویل: "هېڅوک لوېدیځه غاړه په یاد نه لري، هېڅوک په دې اړه خبرې نه کوي چې د اسرائیلو مشرتابه په ښکاره اعلانوي چې هېڅکله به د فلسطین په نوم کوم دولت رامنځته نه شي،" او یادونه یې وکړه چې په سوریه کې هم "ډېرې سختې پروسې" روانې دي.

هغه دا هم وویل چې دا به "د شرم خبره وي" که د دوه دولتونو د حل په اړه د ملګرو ملتونو پرېکړه "په ساده ډول له پامه وغورځول شي او تر ډېره حده له منځه یوړل شي."

هغه دا هم وویل: "زما په نظر، په خلیج کې جګړه د کوم ناوړه نیت له امله نه وه. زه فکر نه کوم چې د تمدن د له منځه وړلو لپاره کومې رښتینې طرحې وې. دا زما په اند یوه اصطلاح ده. خو د هغو تېلو د کنټرول لپاره پلانونه وو چې د فارس خلیج، هرمز تنګي او عمان خلیج له لارې تېرېږي."

لاوروف له "کاغذي پړانګ" سره د مسکو د پرتله کولو په اړه د احتیاط غوښتنه وکړه او ویې ویل چې د روسیې او چین ترمنځ اړیکې "د کلاسیکو پوځي اتحادونو په پرتله لوړ، ژور او ډېر د باور وړ کیفیت لري."

 

وپلټۍ
زرګونو اسرائیلیانو د نتنیاهو د ګوښه کېدو په غوښتنه په تل ابیب کې لاریون وکړ
په امریکا کې په یوه وسله وال برید کې ۱۲ کسان ټپیان شول
حوثي ملیشو د یمن پر عدن ښار ګڼ توغندیز بریدونه کړي
د تورکیې ولسمشر اردوغان د ملګرو ملتونو په ورځ، د یوې 'عادلانه او ټول شموله' امنیت شورا غوښتنه وکړه
نتنیاهو وايي له اسرائیلو سره د امریکا د پوځي ملاتړ پای ته رسېدل 'یوازې د وخت خبره ده'
پداسې حال کې چې په  منځني ختیځ کې د امریکا او ایران ترمنځ کړکېچ دوام لري، د واشنګټن له لوري د پام وړ
روسیې په اوکراین کې پر یو بندر او په یوې روانې باري بېړۍ د برید نه خبر ورکړی دی.
تورکیې په اردن کې پر یوې کلیسا شوی برید په کلکه وغانده
د اردن په سویل کې پر یوې کلیسا په وسله وال برید کې ګڼ شمېر کسان وژل شوي
کرملین وايي، له امریکا سره د شوي تړون له مخې د روسي ډیزلو وړونکی لومړنی ټانکر روان شوی دی
د فرانسې د ترهګرۍ ضد څارنوالان پاریس ته نږدې د مرګونې برید پلټنه کوي
نتنیاهو په اشغال شوې لوېدیځه غاړه کې د 'بشپړ ټولبند' او د الخلیل د 'تړلو' امر وکړ
اردوغان د استانبول د منځګړیتوب په نهم کنفرانس کې د ډیپلوماسۍ پر دوام ټینګار وکړ
د نوي زیلاند جګپوړي پوځي قوماندان د 'نامناسبو اړیکو' له امله استعفا ورکړه
پنټاګون د لاکهیډ مارټین دفاعي صنایع شرکت سره  د ۸۵۰ ایف-۳۵ الوتکو تړون لاسلیک کړ