نړۍ
2 د لوستلو دقیقې
د ټرمپ حکومت د فدرالي محکمې د حکم سره سره اسیايي کډوالو سویلي سوډان ته استولي دي.
د مدافع وکیلانو ویلي دي چې د ټرمپ حکومت فدرالي قوانینو د خپو لاندې کولو سره  د میانمار او ویتنام دوه تنه وګړي یو هیواد ته چې دم ګړۍ پکې جګړه روانه ده ډیپورت کړي دي.
د ټرمپ حکومت د فدرالي محکمې د حکم سره سره اسیايي کډوالو سویلي سوډان ته استولي دي.
/ Reuters

 دوه آسیایي کډوال چې د امریکا د کډوالۍ په توقیف کې ساتل کېدل، سویلي سوډان ته شړل شوي دي، چې د قانوني کارپوهانو په وینا دا د فدرالي محکمې د حکم ښکاره سرغړونه ده.

دغه کسان — یو د میانمار او بل د ویتنام څخه — په ټکساس کې د کډوالۍ د اورېدنو په تمه وو، کله چې د دوی وکیلانو ته ناڅاپي خبر ورکړل شو چې دوی د نورو لسو کسانو سره په یوه الوتکه کې سویلي سوډان ته لېږدول شوي دي.

وکیله جاکلین براون د خپل موکل د لادرکه  کېدو وروسته د ICE د توقیف له ډیټابیس څخه دغه شړنه تایید کړه. د توقیف یوه افسر په ایمیل کې تایید کړه چې دغه شړنه "نن سهار" ترسره شوې او سویلي سوډان یې د منزل په توګه یاد کړی دی.

براون وویل: "دا د فدرالي حکم سرغړونه ده چې پرته له مناسبې خبرتیا یا قانوني پروسې، کډوال دریم هېواد ته شړي."

دغه شړنه د بوستون محکمې د بیړني حکم ښکاره مخالفت ښکاري، چې د کډوالو د اصلي هېواد پرته نورو هېوادونو ته د لېږلو مخه نیسي — په ځانګړي ډول هغو هېوادونو ته چې د بشري بحرانونو سره مخ دي لکه سویلي سوډان — پرته له دې چې دوی ته د شکنجې یا ځورونې د خطر په اړه د استدلال کولو فرصت ورکړل شي.

وپلټۍ
تورکیې د مکې مکرمې شاوخوا کې د حوثیانو د ډرون هڅه او برید وغانده
تورکیې د ملي استخباراتو سازمان (MİT) رئیس ابراهیم قالن د رسمي سفر په ترځ کې افغانستان نه لیدنه وکړه
زیلینسکي روسیه په وروستیو اونیو کې یې دوه ځلې د هغه د الوتکې د ويشتلو په هڅې تورنه کړه.
د اروپايي ټولنې مشرې کاناډا ته د «ملګري غړي» پېشنهاد وکړ
په غزه کې د اسرائیلي بریدونو له امله د ۵ ماشومان په ګډون ۱۱ کسان وژل شوي دي
د تورکیې ځايي او ملي بې پیلوټه تعرضي الوتکې خپل یو بل ازمایښت هم په ډیر بریالیتوب سره بشپړ کړ
حوثیانو ادعا کړې چې د سعودي عربستان یوه F-15 جنګي الوتکه یې ویشتې ده
پر منځني ختیځ کې د امریکا پر اډو د ایران له بریدونو وروسته د پراخو زیانونو راپور ورکړل شوی
د امریکا د استازو جرګې پر ایران د بریدونو د بندولو طرحه تصویب کړه
د امریکا په لاس انجلس ښار کې یوې چورلکې سقوط وکړ او وروسته يي اور واخیست.
عربستان ویلي هوایي دفاعي ځواکونو يي هغه ډرون له منځه یوړه  چې مکې  هوایي حریم ته د ننوتو هڅه کوله
د تورکیې بهرنیو چارو وزیر فیدان: د هرمز تنګي باید هر څه ژر چې ممکن وي د جګړې نه مخکې حالت ته وګرځي
د سعودي وليعهد محمد بن سلمان په قاهره کې د السیسي سره په لیدنه کې د سیمې د امنیت په اړه خبرې وکړې
په سومالیا کې د تورکیې له ملاتړ څخه د مننې په موخه لوی لاریون او غونډې ترسره شوې
د عمان په سواحلو کې د تیلو په یو ټانکر کښتۍ برید شوی دی.