تورکیه
2 د لوستلو دقیقې
په تورکیه کې د ژوند اوسط عمر ۷۸.۵ کلونو ته لوړ شو
د تورکیې د احصایې ادارې د ۲۰۲۳ څخه تر ۲۰۲۵ کلونو پورې اړوند "د ژوند جدولونه" خپاره کړل.
په تورکیه کې د ژوند اوسط عمر ۷۸.۵ کلونو ته لوړ شو
په تورکیه کې د ژوند اوسط عمر ۷۸.۵ کلونو ته لوړ شو

د تورکیې د احصایې ادارې د "۲۰۲۳-۲۰۲۵ د ژوند جدولونو" د ارقامو له مخې، په تورکیه کې د زېږون پر مهال د ژوند متوقع اوسط عمر ۷۸.۵ کاله شوی دی. دا موده د ښځو لپاره ۸۱.۱ کاله او د نارینه وو لپاره ۷۵.۹ کاله حساب شوې ده.
د تورکیې د احصایې ادارې د ۲۰۲۳ څخه تر ۲۰۲۵ کلونو پورې اړوند "د ژوند جدولونه" خپاره کړل. دا راپور ښيي چې په تورکیه کې د زېږون پر مهال د ژوند متوقع اوسط عمر ۷۸.۵ کاله ټاکل شوی دی. په ۲۰۲۲-۲۰۲۴ دوره کې دا موده ۷۸.۱ کاله وه. دا زیاتوالی په تورکیه کې د روغتیایي خدماتو او د ژوند د معیارونو ښه والی منعکس کوي.

د جنسیت له مخې د ژوند په متوقع عمر کې توپیرونه
د راپور له مخې، د ژوند متوقع اوسط عمر د نارینه وو لپاره ۷۵.۹ کاله او د ښځو لپاره ۸۱.۱ کاله ثبت شوی دی. په دې حساب، تمه کیږي چې ښځې به د نارینه وو په پرتله په اوسط ډول ۵.۲ کاله ډېر ژوند وکړي. په تورکیه کې د نارینه وو په پرتله د ښځو اوږد عمر، روغتیایي خدماتو ته د لاسرسي او د ژوند د طریقې  په څېر فکتورونو پورې اړوند ګڼل کیږي.

د کاري عمر لرونکو کسانو د ژوند پاتې موده
د ۱۵ کلنو کسانو لپاره (چې د کاري عمر پیل بلل کیږي) د ژوند پاتې اوسط موده ۶۴.۷ کاله حساب شوې ده. دا موده د نارینه وو لپاره ۶۲.۱ کاله او د ښځو لپاره ۶۷.۳ کاله ده. د ۳۰ کلنو کسانو لپاره د ژوند پاتې موده ۵۰.۳ کاله ثبت شوې (نارینه ۴۷.۸ او ښځې ۵۲.۷ کاله). همدارنګه د ۵۰ کلنو کسانو لپاره د ژوند پاتې موده په عمومي ډول ۳۱.۳ کاله ټاکل شوې ده.

د روغ ژوند موده: ۵۸ کاله
د تورکیې د احصایې ادارې په راپور کې د "روغ ژوند موده" هم څېړل شوې ده. د زېږون پر مهال د روغ ژوند اوسط موده ۵۸ کاله ثبت شوې ده. دا موده د نارینه وو لپاره ۵۹.۱ کاله او د ښځو لپاره ۵۶.۹ کاله حساب شوې. لیدل کیږي چې د نارینه وو د روغ ژوند موده د ښځو په پرتله ۲.۲ کاله زیاته ده. روغ ژوند هغه موده ده چې انسان پکې پرته له داسې روغتیایي ستونزې ژوند کوي چې د هغه ورځني فعالیتونه محدود کړي.

 

وپلټۍ
د پاکستان په بلوچستان ایالت کې د سکرو په کان کې چاودنې په لسګونو کسان ووژل
ټرمپ اعلان وکړ چې د 'سولې بورډ' د حماس د وسلو پر مځکه د ایښودو هوکړې ته رسېدلی دی
ولسمشر اردوغان د لبنان له ولسمشر جوزف عون سره لیدنه وکړه
د مهمو خبرونو غورچاڼ
ایران په اردن کې د امریکا پر یوې اډې د برید خبر ورکړی
چین ایران ته د توغندیو د توغولو سیسټمونو د لېږد خبر رد کړ: "له حقیقت لیرې دی"
له اروپایي ټولنې څخه د اوکراین سره د ۳.۴۷ میلیارده یورو دفاعي مرسته
داعش د افغانستان په شمال ختیځ کې د یوه طالب چارواکي د وژلو مسؤلیت پر غاړه واخیست
د ایران سپاه پاسداران: "تر هغه چې د امریکا لاسوهنې دوام ولري، د هرمز تنګی به بېرته پرانه نیستل شي"
اېټالیا او سعودي عربستان په غزه کې د دایمي اوربند غوښتنه وکړه او د لوېدیځې غاړې  الحاق يي رد کړ
په اوکراین کې د روسیې په توغندیزو بریدونو کې د ماشومانو په ګډون ۶ تنه وژل شوي دي
د پاکستان په شمال لوېدیځ کې پر امنیتي پوستې د برید په نتیجه کې ۹ تنو پولیسو ژوند د لاسه ورکړ.
د مهمو خبرونو غورچاڼ
په تورکیه کې د ژوند اوسط عمر ۷۸.۵ کلونو ته لوړ شو
د اسرائیل پوځ په غزه کې په یوه جومات د برید کولو او ویجاړولو باندې اعتراف وکړ