د «جیروزالم پوسټ» ورځپاڼې د اسرائیل د «ماګین ډیوډ ادوم» بيړنیو خدماتو د سازمان په حواله راپور ورکړی چې د چارشنبې په ورځ په چاودنه کې درې کسان خورا سخت ټپیان شوي دي.
ورځپاڼې راپور ورکړی چې د اسرائیل پولیس شک لري چې چاودنه ښایي د ګاز سلنډر د انفجار له امله شوې وي، اګر که تر اوسه اصلی علت نه دی تایید شوی.
اور وژونکي د کیمیاوي موادو احتمالي ډېرېدنه او بهېدنه څېړي
د سیمه ییزو رسنیو د راپورونو له مخې، د اسرائیل د اور وژنې او ژغورنې ادارې خبرداری ورکړی چې له چاودنې وروسته ښایي خطرناک کیمیاوي توکي بهېدلي وي. کاري ټیمونو د کیمیاوي موادو د منبع پیژندلو او د اور کنټرولولو په برخه کې کار وکړ.
د اسرائیل «وای نټ» (Ynet) خبري اژانس راپور ورکړی چې په پېښه کې «نایتروجن تریفلو رایډ» ګاز شامل و، کوم چې د سیمي کنډکټرونو په جوړولو کې کارول کېږي. د خطرناکو توکو متخصصې ډلې د وضعیت په منظم ډول نظارت کولو او له احتمالي ګواښونو ارزونې لپاره سیمې ته ولېږدول شوې.
د «وای نټ» پر بنسټ، د اور وژنې او ژغورنې ادارې وروسته وویل چې اور وژونکو د اور لګېدنې سرچینه تر کنټرول لاندې راوستې ده.
تر دې مخکې، د اور وژنې او ژغورنې اته ډلې د ګاونډیو سټېشنونو د خطرناکو توکو له ځانګړو واحدونو سره یوځای سیمې ته واستول شوې.
د جیروزالم پوسټ له مخې، په کریات ګات کې د انټل مرکز سیمي کنډکټر چیپونه (Semiconductor Chips) تولیدوي.
په لومړنیو راپورونو کې مرکز ته د اوښتي زیان کچه او د چاودنې شاوخوا حالت ناڅرګند پاتې دی. چارواکو تر اوسه د پېښې بشپړ علت نه دی تایید کړی.



















