تورکیه
3 د لوستلو دقیقې
په تورکیه کې د امریکا سفیر انقره هر څه ژر د ایف ۳۵ الوتکو په پروګرام کې د یو ځای کولو غوښتنه وکړه
ټام بارک، چې د سوریې لپاره د امریکا د ځانګړي استازي په توګه هم دنده ترسره کوي، د چهارشنبې په ورځ "فاکس نیوز ډیجیټل" ته وویل چې دا کړکېچ یو ډیپلوماټیک پرمختګ ته اړتیا لري.
په تورکیه کې د امریکا سفیر انقره هر څه ژر د ایف ۳۵ الوتکو په پروګرام کې د یو ځای کولو غوښتنه وکړه
په تورکیه کې د امریکا سفیر انقره هر څه ژر د ایف ۳۵ الوتکو په پروګرام کې د یو ځای کولو غوښتنه وکړه / AP

په تورکیه کې د امریکا سفیر د ایف-۳۵ جنګي الوتکو په پروګرام کې د انقرې د

ګډون پر سر روانه اوږدمهاله شخړه  بې ځایه  بللې او د هغې د ژر تر ژره حل کېدو

غوښتنه یې وکړه. هغه ټینګار کړی چې دا حل لاره به د ناټو تړون پیاوړی کړي، چې

دواړه هېوادونه یې پخواني غړي دي.

ټام بارک، چې د سوریې لپاره د امریکا د ځانګړي استازي په توګه هم دنده ترسره کوي، د چهارشنبې په ورځ "فاکس نیوز ډیجیټل" ته وویل چې دا کړکېچ یو ډیپلوماټیک پرمختګ ته اړتیا لري. هغه تکرار کړه چې تورکیه یو حیاتي متحد پاتې شوی، چې د امریکا د کلیدي تاسیساتو کوربه توب کوي، د ناټو په ماموریتونو کې ونډه اخلي او د ګډو ګواښونو مخه نیسي.

بارک وویل چې د روسیې د S-400 هوایي دفاعي سیسټم د پیرلو له امله د ایف-۳۵ له

پروګرام څخه د تورکیې ایستلو په بې ځایه توګه دوه اړخیزې اړیکې ترینګلې کړې

دي، په داسې حال کې چې ګټه یې یوازې روسیې ته رسېدلې ده.

هغه زیاته کړه: "د S-400 مسله د (دقیقې ډیپلوماسۍ) له لارې په څو

میاشتو کې حل کېدای شي." هغه د بهرنیو چارو د وزیر مارکو روبیو هڅو او د ولسمشر

ډونالډ ټرمپ او د تورکیې د ولسمشر رجب طیب اردوغان ترمنځ اړیکو ته په اشارې سره وویل چې دا کار شونی دی.

د امریکا په کانګرس کې د اندېښنو، په ځانګړې توګه د سناتور ریک سکاټ د نیوکو په

ځواب کې، بارک وویل چې هر ډول حل لاره به د ۲۰۲۰ کال د ملي دفاعي واک ورکولو قانون  له ۱۲۴۵ برخې سره بشپړ مطابقت ولري.

هغه وویل: "دا پدې مانا ده چې د روسیې د S-400 سیسټم د ملکیت او فعالیت د بندولو

تایید وشي." هغه زیاته کړه چې د دفاع او بهرنیو چارو وزارتونو رسمي تصدیقونه به

دا تایید کړي چې د ایف-۳۵ حساسو ټیکنالوژیو ته هیڅ خطر نشته. بارک ټینګار وکړ: "د

امریکا په امنیتي معیارونو کې به هیڅ 'لنډه لار' (معامله) نه وي."

د ایف-۳۵ په سیسټم کې د تورکیې رول:

 بارک وویل چې یو پرمختګ نږدې دی او اشاره یې وکړه چې په ایف-۳۵ پروګرام کې د تورکیې د رول بیا رغول، د ناټو ترمنځ د همغږۍ پیاوړتیا، د امریکا صنعت ته وده ورکول او له روسیې څخه د فشار د وسیلې اخیستل هغه څه دي چې ډېر ژر به ترسره شي.

نوموړي دا تګلاره د ټرمپ له بهرني سیاست سره سمه وبلله او ویې ویل: "دا د ټرمپ په

طرز یو کلاسيک معامله ده: قانون پلي کول، زموږ د ټیکنالوژۍ ساتنه او د هغو

اتحادونو بیا رغول چې د امریکا ځواک زیاتوي."

هغه په پای کې وویل: "موږ په 'ځواکمنه سوله'، د حقایقو په صادقانه ارزونه او د هغو

پایلو په ترلاسه کولو باور لرو چې د امریکا ګټې خوندي کړي، پرته له دې چې امریکا

په بې پایه شخړو کې ښکېل کړي."

وپلټۍ
ټرمپ : د کانګرس غړې الهان عمر د ډیپورت سربیره ممکن د بند د سزا سره هم مخ شي
ایران: «د غني شویو یورانیمو ان یو ګرام به هم له زموږ له هېواده بهر ایستلو ته اجازه ورنکړی شي»
سعودي په مشرۍ ائتلاف پر مدینې منورې او ختیځو ښارونو باندې د حوثیانو د ډرون بریدونو مخه نیولې
د مهمو خبرونو غورچاڼ
د کاناډا لومړی وزیر مارک کارني د یو رسمي سفر په ترڅ کې د چهارشنبې په ورځ تورکیې ته راځي.
د تورکیې د بهرنیو چارو وزیر فیدان او د ناټو مشر روټه په بروکسل کې د تورې بحیرې پر امنیت خبرې وکړې
انګلستان به د حوثیانو پر وړاندې د دفاع په موخه سعودي عربستان ته جنګي الوتکې واستوي.
د امریکا د کډوالۍ ادارې د تاوتریخوالي ډکې نیونې پر مهال د یوه امریکایي وګړي مټ مات کړی
ایران د امریکا اړوند د یوې بلې ام کیو ۹ پرمختللې ډرون الوتکې د ویشتو نه خبر ورکړ
تورکیه، قطر، پاکستان او اندونیزیا د دفاعي صنایعو تړون لاسلیکوي
د مالي په میناکا سیمه کې پر کمپونو بریدونو کې ۴۰ ملکي وګړي وژل شوي
اوکراین: د روسیې د تېرې شپې په بریدونو کې ۳ تنه وژل شوي او ۱۱ نور ټپیان شوي دي
امریکا اوکراین ته د پیټریوټ (Patriot) توغندیو د لېږد تایید ځنډولی
روسیه او ایران د لا نږدې همکارۍ په لټه کې دي
د یمن پوځ ویلي دي چې د حوثیانو پر خلاف  "په ۱۱۶۴ عملیاتو کې ۵۵۸ حوثیان له منځه وړل شوي".