د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ له ولسمشر اردوغان سره تر لیدنې وروسته وویل: "که ښاغلی ولسمشر نه وای، ما د ناټو په دې سرمشریزه کې ګډون نه کاوه." هغه په دې څرګندونو سره د تورکیې د پوځي ځواک او د اردوغان پر مشرتابه ستاینه وکړه او په ناټو اتحاد کې یې د تورکیې پر کلیدي رول او دوه اړخیزه دوستۍ ټینګار وکړ.
د ناټو د ۳۶مې سرمشریزې او د رسمي سفر په ترڅ کې د تورکیې پلازمینې انقرې ته راغلي د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د رسمي هرکلي له مراسمو وروسته له ولسمشر اردوغان سره په ګډه څرګندونې وکړې. ټرمپ وویل چې د تورکیې او امریکا ترمنځ اړیکې "د ستاینې وړ" دي.
"ښاغلی ولسمشر ډېر ښه کار کوي"
ټرمپ له ولسمشر اردوغان سره خپلې دوستۍ ته په اشارې سره د هغه له هرکلي څخه خپله خوښي داسې څرګنده کړه:
"ډېره مننه. لکه څنګه چې ټول پوهېږي او لیکل کېږي، موږ ډېر ښه دوستان یو. ښاغلی ولسمشر ډېر ښه کار کوي. هغه په خپله هوایي ډګر کې زموږ هرکلي ته راغلی و. دلته زما په نوم یوه ودانۍ هم شته، چې دا یو ډېر ښکلی کار دی؛ دلته د راتلو پر مهال مې ولیده. هغه یو خورا تکړه مشر دی چې په ټوله نړۍ کې ورته په درنښت کتل کېږي. له لومړي سره زموږ طبیعت (کیمیا) سره ډېر برابر و او خورا ښې اړیکې لرو."
"تورکیه له پوځي اړخه یو ډېر پیاوړی هېواد دی"
ټرمپ د تورکیې د دفاعي صنایعو او پوځي وړتیا په ستاینې سره وویل:
"د ښاغلي ولسمشر تر مشرۍ لاندې، تورکیه له پوځي اړخه په یو ډېر پیاوړي هېواد بدله شوې ده. خلک پوهېږي چې تورکیه څومره ځواکمنه ده؛ تجهیزات او سرتېري یې خورا عالي دي. او ښه خبره دا ده چې له تورکیې سره زموږ اړیکې د ستاینې وړ دي او تر اوسه خورا ښې پر مخ روانې دي. زه ښاغلي ولسمشر ته خورا ډېر درناوی لرم او دا به د دواړو هېوادونو په ګټه وي."
ټرمپ د لیدنې د اجنډا په اړه معلومات ورکړل او ویې ویل: "نن به موږ پر تجارت خبرې وکړو، پر نورو شیانو به هم خبرې وکړو. پر پوځي مسایلو به وغږېږو، پر ډېرو بېلابېلو موضوعاتو او ښايي پر ایران هم بحث وکړو. موږ د ایران پوځ په بشپړ ډول بېکاره کړی دی، هغوی به اټومي وسلې ونه لري. موږ له تورکیې سره خورا ښه تجارت لرو؛ موږ ښه کارونه کوو، هغوی ښه کارونه کوي او دا هر څه په دوه اړخیزه توګه تبادله کوو. یوازې دومره ویل غواړم چې ستاسو ترڅنګ اوسېدل زما لپاره یو لوی ویاړ دی. ډېرې ښې ناستې، ډېرې ښې د ډوډۍ مېلمستیاوې او ډېر خوندور خواړه... موږ ډېر ښه کارونه کړي، روان دي او په راتلونکي کې به یې هم وکړو. مننه ښاغلی ولسمشر."
د F-35 الوتکو او وفاداره ملګرتیا په اړه ټینګار
د یو خبریال پوښتنې ته په ځواب کې چې د F-35 الوتکو د پلور په اړه وه، ټرمپ وویل چې تورکیه یو د باور وړ شریک دی:
"دا زموږ پرېکړه ده. موږ خورا ښې اړیکې لرو. زه تاسو ته دا ویلی شم؛ حتی دلته ناست خلک هم حیران دي چې موږ ولې دا کار کوو. له تورکیې سره زموږ اړیکې ډېرې ښې دي. تورکیه له ډېر پخوا راهیسې یو ډېر وفاداره متحد پاتې شوی، حتی تر ډېرو نورو وفاداره. F-35 الوتکې لکه څنګه چې پوهېږئ تر ټولو غوره الوتکې دي او موږ به پرې بحث وکړو."
"تاسو پوهېږئ چې زموږ اړیکې ولې دومره ځانګړې دي؛ ځینې خلک پوهېږي او ځینې نه. هغه (اردوغان) په خپله یو خورا پیاوړی شخصیت دی... بل لور ته خورا کمزوري او ناروغه خلک شته چې هغوی ته هیڅوک درناوی نه لري. زموږ د لومړي ملاقات څخه بیا تر اوسه زموږ اړیکې خورا ښې دي. تاسو ته پادری برانسن (Pastor Brunson) یاد دی؛ هغه یوه لویه موضوع وه او خورا دردوونکې وه. په نورمال ډول هغه ته د اوږدې مودې بند سزا ورکړل شوې وه، خو موږ فکر کاوه چې هغه بې ګناه دی. نورو خلکو هم اړیکې ونیولې خو ما هم ورته وویل او هغه (اردوغان) سمدستي د هغه د خوشې کېدو زمینه برابره کړه. موږ به دا هیڅکله هېر نه کړو. پادری برانسن یو خورا ښه سړی دی."
"نو تل زموږ اړیکو پایله ورکړې ده، له پیله بیا تر اوسه دا همداسې وه. ما پخوا هم ویلي چې دا یو طبیعت (کیمیا) دی چې زموږ ترمنځ سره جوړ دی. که زموږ کیمیا سره نه وای جوړه، ما به تاسو ته ویلي وای چې له پلانکي سره مې طبیعت نه جوړېږي."
پر ناټو متحدینو نیوکه
ټرمپ په خپلو خبرو کې پر ځینو ناټو متحدینو نیوکې وکړې او د ناټو د لګښتونو او د متحدینو د چلند په اړه یې خپله ناهیلي څرګنده کړه:
"ما ویلي و چې له ناټو څخه ډېر ناهیلی شوی یم. زما دا دوست دلته یو خورا پیاوړی مشر او یو پیاوړی شخص دی. که ښاغلی ولسمشر نه وای، ما به په دې سرمشریزه کې ګډون نه کاوه. دا په رښتیا یو لوی کار دی چې دا غونډه په تورکیه کې کېږي. په ایران کې موږ یو کار وکړ، د هیڅ چا مرستې ته مو اړتیا نه لرله او حتی ومو نه غوښتل چې هلته واوسو. موږ تر اوسه په ناټو کې ټریلیونونه ډالر پانګونه کړې ده. ولې؟ د اروپا او نورو هېوادونو لکه کاناډا او داسې نورو د ساتنې لپاره... د خلکو د ساتنې لپاره... که په عمومي ډول ووایم؛ پخوا د شوروي اتحاد و او اوس د روسیې څخه د ساتنې لپاره. ما وویل سمه ده، دا به وشي. خو هغوی هم باید زموږ د ملاتړ لپاره یو څه کړي وای."
"د برتانیا په مثال کې، چې ښایي لومړی وزیر یې له دې وروسته هلته نه وي، له جګړې وروسته یې غوښتل له موږ سره مرسته وکړي. ما ورته وویل چې موږ داسې مرستې ته اړتیا نه لرو. ما په ښکاره دا تجربه کړه چې وګورم خلک زموږ تر څنګ درېږي که نه. ایټالیا موږ په نیمه لار کې پرېښودو، جرمني موږ یوازې پرېښودو، فرانسې موږ یوازې پرېښودو. سمه ده، ستونزه نشته. خو که داسې وي، نو ولې موږ په سلګونو ملیاردونه ډالر مصرفوو او هغوی زموږ مرستې ته نه راځي؟"
ټرمپ خپلو خبرو ته دوام ورکړ:
"اردوغان خپل هېواد خورا پیاوړی کړی دی"
"(د روسیې S-400 دفاعي سیسټم په اړه): زه د دې په اړه هیڅ اندېښنه نه لرم. دلته یو مشر شته چې خپل هېواد یې خورا پیاوړی کړی دی. تاسو دا ځای ګورئ، سړکونه ګورئ، هر څه خورا عالي دي. یعنې د تورکیې په اړه کومه ستونزه نشته. زه دا ویلی شم چې له تورکیې سره زموږ اوسنۍ اړیکې تر بل هر وخت غوره دي. زما په لومړۍ دوره کې هم ښې وې، خو اوس تر هغې هم ښې دي."
"موږ له ډېرو مشرانو سره دوستانه لیدنې لرلې. ځینې مې پېژندل او ځینې نه... تاسو پوهېږئ کله چې په امریکا کې بایډن په درغلیو ټاکنو سره واک ته ورسېد، ۴ کاله ضایع شول او یو بل حالت رامنځته شو. له هغې وروسته، موږ تر ټولو غوره لومړی کال تېر کړ چې یو امریکايي ولسمشر یې واک ته له رسېدو وروسته تجربه کولای شي. تاسو زموږ د اقتصاد حالت ګورئ چې څومره ښې نقطې ته رسېدلی دی."
"زموږ ظرفیت خورا لوړ دی"
"امریکا ۱۹.۲ ټریلیونه ډالره بهرنۍ پانګونه ترلاسه کړه. دا ۷ تر ۸ ځله زیاته ده؛ دا نه یوازې د امریکا بلکې د نړۍ یو ریکارډ دی. په دواړو هېوادونو کې... تاسو د امریکا په اړه پوهېږئ، ټیوټا (Toyota) پخوا په مکسیکو کې تولید پیل کړی و، اوس هغوی بېرته راروان دي. دا د موټرو او لاریو په اړه وایم. تعرفو دا زمینه برابره کړه. زموږ ظرفیت خورا لوړ دی. زما څخه مخکینۍ ادارې په ۴ کلونو کې تر یو ټریلیون ډالرو لږ پانګه جذب کړې وه. خو ما په لومړیو ۱۲ میاشتو کې امریکا ته ۱۹.۲ ټریلیونه ډالره پانګه راوړه. موږ د ۱۹.۲ ټریلیونه ډالرو په اړه خبرې کوو، هغه هم په ۱۲ میاشتو کې... داسې څه نړۍ تر اوسه نه دي لیدلي. موږ د اقتصاد له پلوه د نړۍ تر ټولو غوره هېواد یو. په امریکا کې تر بل هر وخت د کارموندنې کچه لوړه شوې ده. امریکا له ډېرو ښو هېوادونو سره تجارت کوي چې تورکیه هم یو له هغو څخه دی."
د تورکیې-امریکا اړیکې او دفاعي همکاري
"(د F-35 په اړه): دا هم زیاته کړم، تورکیې دا الوتکې اخیستې دي، دا تر ټولو غوره الوتکې دي. که تاسو له امریکا الوتکې اخلئ او که د هغوی انجنونو ته کومه اړتیا پېښېږي یا یې ساتنه کېږي؛ نو طبعي ده کله چې الوتکه له امریکا واخلئ، د هغې ساتنه زموږ مسؤلیت دی. یعنې انجن کار کوي؟ انجن رغولو یا اپګریډ ته اړتیا لري؟ زما په نظر موږ باید دا کار وکړو. ډېر خلک زما سره همغږي نه وو، خو د وخت په تېرېدو پوه شول چې تورکیه زموږ لپاره یو خورا عالي متحد دی."
"تورکیه ایران خورا ښه پېژني. له ایران سره پر شته ستونزو هم ښه پوهېږي. له نورو هېوادونو سره یو ځای تورکیې ډېره مرسته وکړه. هغوی په دې شخړه کې ښکېل کېدای هم شوای، د اسراییلو سره د اړیکو له امله تورکیه هم په دې جګړه کې ښکېل کېدای شوای، خو دا یې ونه کړل. د دې کار د نه کولو لامل شاید زه یم. له بل لورې هغوی جګړې ته داخلېدل، خو دلته موږ د یو خورا عالي هېواد په اړه خبرې کوو او زه د امریکا د ولسمشر په توګه دا ویلی شم: زموږ د اړیکو له پلوه تورکیه خورا ښه کارونه کوي. د ایران سره د جګړې د پای ته رسولو په برخه کې هم... یا جګړه مه وایئ، پوځي عملیات ووایئ، د ایران د اټومي پروګرام د پای ته رسولو په برخه کې. زه ډاډه یم چې ښاغلی ولسمشر هم نه غواړي ایران اټومي وسلې ولري. زه پر دې ډاډه یم."
"خو کله چې هغوی یو محصول اخلي، الوتکه وي که بل څه، کله چې یې د ساتنې وخت راشي زموږ یو مکلفیت شته. که مو الوتکه پلورلې وي او د ساتنې وخت یې وي؛ یعنې تاسو پیسې ورکوئ، ډېرې پیسې ورکوئ او یو محصول اخلئ، نو طبعي ده چې د هغه محصول ساتنه به کېږي. امریکا د نورو دودیزو هېوادونو په پرتله تورکیې ته په دې برخه کې ډېره نږدې ده."
د اوکراین-روسیې جګړه او سیمه ییز مشرتابه
"ما له ښاغلي پوتین سره خورا ښه خبرې لرلې، پوتین په خپله هم ښاغلي اردوغان ته ډېر درناوی لري. له هغه سره مې خبرې وکړې، سمدستي وروسته مې له ولسمشر زیلینسکي سره هم خبرې وکړې. دواړه غواړي یوه هوکړه وکړي، هغوی نه غواړي دا جګړه دومره اوږده شي. یو څه به رامنځته شي، د ښاغلي ولسمشر مرستې هم شته. هغه هم مرسته کوي. ما ویلي وو چې 'اته جګړې' به پای ته ورسوم او داسې ښکاري چې دا به هم پای ته ورسوو. اوس دا ممکنه ښکاري خو کله ناکله جګړه په ناڅاپي ډول پېښېږي. له پوتین او زیلینسکي سره مې ښې خبرې وکړې؛ دا باید په یو ښه ترکیب بدل شي. دواړه غواړي موضوع حل شي. ما په خپل ژوند کې تل هوکړې کړي او منځګړیتوب مې کړی. داسې ښکاري چې دا موضوع به حل کړو، هیله ده په نږدې وخت کې. تېره میاشت ۳۵ زره کسان ووژل شول چې ډېری یې سرتېري وو. له هغې مخکې میاشت کې ۲۴ زره، له هغې مخکې ۴۷ زره او تر هغې وړاندې میاشت کې ۲۹ زره کسان وژل شوي وو. خو تېره میاشت ۳۵ زره ځوانان ووژل شول او دا یو وحشت دی."
"موږ به د CAATSA بندیزونه لیرې کړو"
"(د CAATSA بندیزونو په اړه): موږ به دا بندیزونه لیرې کړو. زه دا ویلی شم. ښاغلی ولسمشر دې د دې پوښتنې په ځوابولو خپل وخت نه ضایع کوي، زه یې په مستقیم ډول وایم؛ موږ ډېر نږدې غږېږو. مارکو روبیو (Marco Rubio) هم دلته دی، زموږ د بهرنیو چارو وزیر؛ سکاټ بیسنټ (Scott Bessent) هم دلته دی، پیټ (Pete) هم دلته دی، هر څوک دلته دي. موږ دا بندیزونه لیرې کوو، اوس یې وخت رارسېدلی. موږ نه غواړو چې زموږ دوستان تر بندیزونو لاندې وي، دا ډېره ساده خبره ده. موږ پر خپلو ملګرو بندیزونه نه لګوو."
سوریه او سیمه ییز توازن
"له ښاغلي ولسمشر سره خورا ښې اړیکې لرو. او د سوریې له اوسني نوي ولسمشر (احمد شراع) سره هم ډېرې ښې اړیکې لرو، دواړه هېوادونه سره نږدې کوو. د ښاغلي ولسمشر سره یو ځای زه هم یو له هغو کسانو وم چې هغه (شراع) مې تایید کړ او هغه خورا ښه کار کوي، هېواد سره یو ځای کوي. په سوریه کې چې هغه کوم کار کوي، اسانه نه دی."
پر ایټالیا او میلوني نیوکه
"نه پوهېږم، زما په نظر هغه (میلوني) په اصل کې یو ښه انسان دی. زموږ اړیکې لږ خرابې شوې ځکه هغې زموږ سره مرسته ونه کړه. خو دا ویل غواړم چې هغې زموږ سره مرسته رد کړه. د ایران په موضوع کې یې زموږ سره مرسته ونه کړه. دې کار زموږ اړیکې لږ ترینګلې کړې خو زه هغه خوښوم، هغه یو ښه انسان دی. خو هغې یوه تېروتنه وکړه. تاسو پوهېږئ هغوی ډېر تېل اخلي خو موږ یې نه اخلو. موږ تېل لرو، په امریکا کې تر هر چا ډېر تېل شته، اوس وینزویلا هم شته. نو ځکه موږ د هرمز تنګي یا بل کوم تنګي ته اړتیا نه لرو، هغوی ورته اړتیا لري. خو هغې د هوایي ځواک په برخه کې مرسته ونه کړه او دې کار زه خوښ نه کړم، لکه څنګه چې تصور کولای شئ زه ترې خوښ نه شوم."
د اوکراین-روسیې جګړې جزییات او د ډرون ټیکنالوژي
"ډېر څه بدل شوي دي. دا په حقیقت کې پر امریکا اغېز نه کوي. بایډن په وړیا ډول د سلګونو ملیاردونو ډالرو تجهیزات ورکول، خو زه نن دا په یو عادلانه قیمت پلورلی شم. موږ دا اروپايي ټولنې ته ورکوو او هغوی یې پیسې تادیه کوي. خو زه یوازې غواړم د خلکو ژوند وژغورم؛ ۲۵ زره، ۳۵ زره، ۳۰ زره... داسې میاشتې هم وې چې ۴۱ زره کسان په کې ووژل شول. دا خلک په اوکراین یا روسیه کې خپلې میندې او پلرونه پرېږدي او یوې اونۍ وروسته خپل ژوند له لاسه ورکوي. دا یو وحشت دی."
"دا پر موږ اغېز نه کوي، په ښکاره وایم چې موږ ډېر لیرې یو. دا پر اروپا ډېر زیات اغېز کوي. موږ په دې برخه کې له اروپا سره مرسته کوو خو دا پر موږ اغېز نه کوي، زموږ ترمنځ یو سمندر پروت دی. خو هغه څه چې روان دي زه یې نور نه شم زغملی. زه د جګړې د لومړۍ کرښې ننداره نه شم زغملی. دا اوس د ډرونونو جګړه او د نوې ټیکنالوژۍ جګړه شوې ده. موږ د ډرونونو په برخه کې د نړۍ په سر کې یو او تر ټولو پرمختللي ډرونونه لرو. خو هر څوک ویني چې دا څومره خونړۍ ده. کله چې تاسو عکسونه وګورئ؛ زما دا ملګری (پیټ) ماته په دوامداره توګه عکسونه رالېږي او زه ورته وایم: 'پیټ، زه نه غواړم دا وګورم'. ما داسې څه نه وو لیدلي، ځکه دا یو بشپړ قتل عام دی. دا باید ختم شي."
ګرینلنډ، ډنمارک او د اروپا راتلونکی
"د ګرینلنډ په اړه... ګرینلنډ له ډنمارک سره مرسته نه کوي، ډنمارک په حقیقت کې پر ګرینلنډ پیسې نه مصرفوي. خو د امریکا لپاره دا یو مهم ځای دی او شاوخوا یې د چینایي او روسي کښتیو لخوا کلا بند شوی دی. ګرینلنډ باید د امریکا لخوا کنټرول شي، نه د ډنمارک لخوا. او له روسیې سره د مبارزې په برخه کې چې موږ پر هغوی (اروپا) څومره پیسې مصرفوو... موږ هیڅ مصرف ته اړتیا نه لرو، موږ کولای شو خپل ټول سرتېري له هغه ځایه وباسو. ځکه تاسو به پام کړی وي چې اروپا یو ډېر بل ډول ځای شوی دی. دا د ۲۰ کالو پخوا اروپا نه ده، ډېره بدله شوې ده. موږ د روسیې پر وړاندې د اروپا له ساتنې سره مرسته کوو. هم د انرژۍ او هم د کډوالۍ په برخه کې. که هغوی دې دوو شیانو ته پام ونه کړي، نو په نږدې راتلونکي کې به نور اروپا پاتې نه شي."





















