نړۍ
2 د لوستلو دقیقې
د جرمني لومړي وزیر امریکا نوې ستراتیژي 'د نه منلو وړ' بللې او د اروپا د لا خپلواکۍ غوښتنه یې وکړه
د المان صدراعظم فریدریش مرز ویلي، چې تېره اونۍ د امریکا د ملي امنیت نوې وړاندې شوې ستراتیژۍ ځینې برخې "د اروپايي لیدلوري له مخې زموږ لپاره د نه منلو وړ دي."
د جرمني لومړي وزیر امریکا نوې ستراتیژي 'د نه منلو وړ' بللې او د اروپا د لا خپلواکۍ غوښتنه یې وکړه
د جرمني لومړي وزیر امریکا نوې ستراتیژي 'د نه منلو وړ' بللې او د اروپا د لا خپلواکۍ غوښتنه یې وکړه / Reuters
9 دسمبر 2025

د جرمني لومړي وزیر د امریکا نوې ستراتیژي 'د نه منلو وړ' بللې او د اروپا د لا ډېرې خپلواکۍ غوښتنه یې کړې
د المان صدراعظم وايي، المان باید د امنیتي پالیسۍ په برخه کې له امریکا څخه ډېر خپلواک شي.

د المان صدراعظم فریدریش مرز ویلي، چې تېره اونۍ د امریکا د ملي امنیت نوې وړاندې شوې ستراتیژۍ ځینې برخې "د اروپايي لیدلوري له مخې زموږ لپاره د نه منلو وړ دي."

مرز د سه‌شنبې په ورځ وروسته له هغه وویل، چې په دغه سند کې اروپا د سیاسي ازادۍ په کمزوري کولو او د بیان ازادۍ په ځپلو تورنه شوې وه: "زه هيڅ اړتیا نه وینم چې امریکایان دې اوس په اروپا کې ډیموکراسي وژغوري."

دغه امنیتي ستراتیژي، چې موخه یې د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د "لومړی امریکا" نظریې روښانه کول دي، وايي چې  امریکا به له خپل تاریخي نړیوال رول څخه په لاتینه امریکا کې د خپل تسلط زیاتولو او د کډوالۍ سره د مبارزې لوري ته بدلون وکړي.

په دې سند کې په سختو ټکو کې اروپا د ډېرو قوانینو لرونکې، سانسور کوونکې او د کډوالۍ له امله د "تمدني محوه کېدو" سره مخ بلل شوې او پر هغو اروپايي بنسټونو نیوکه شوې چې ویل شوي "سیاسي ازادي او حاکمیت کمزوری کوي."

مرز وویل چې د ستراتیژۍ په محتوا "حیران نه دی". هغه راینلنډ-پالاتینات ایالت ته د سفر پر مهال وویل: "ځینې برخې یې د پوهېدو وړ او ځینې یې د درک وړ دي."

هغه زیاته کړه، دا سند "زما هغه ارزونه تاییدوي چې موږ په اروپا کې، او په دې توګه په المان کې هم، باید د امنیتي پالیسۍ له پلوه له امریکا څخه ډېر خپلواک شو."

خو هغه پر متحده ایالاتو غږ وکړ چې له اروپا سره په رغنده توګه کار کولو ته دوام ورکړي.

"له امریکایانو سره په خبرو کې زه وایم: 'لومړی امریکا' سمه ده، خو 'یوازې امریکا' ستاسو په ګټه نه شي کېدای. تاسو په نړۍ کې شریکانو ته هم اړتیا لرئ، او یو له دغو شریکانو څخه اروپا کېدای شي."

 

وپلټۍ
د اسرائيلو د پارلمان وکیلان د فلسطيني بنديانو د په دار ځړولو لپاره د قانون د مسودې د تصویب هڅې کوي
امریکا په مصر، لبنان او اردن کې د اخوان المسلمین څانګې 'ترهګرې' ونومولې
روسیې او اوکراین پر یو بل تور ولګاوه چې د شپې یې د انرژۍ پر بنسټیزو تاسیساتو هوايي بریدونه کړي
د پاکستان په شمال لوېدیځ کې په بمي چاودنه کې شپږ پولیس ووژل شول
ګرینلنډ له ناټو څخه د خپلې دفاع د تضمین غوښتنه کوي
د وای پي جي  ترهګرو د سوریې  په حلب ښار کې  په لسګونو ملکي وګړي وژلي، دمشق حکومت يي سخت ځواب ورکړ
د سوریې حکومت YPG ترهګرو د شړولو په خاطر لاس په کار شو
د افغانستان په شمال کې د اوسیدونکو او د سرو زرو د استخراج شرکت ترمنځ په نښته کې ۴ کسان ووژل شول
په لندن کې د فلسطین ډیپلوماتیک ماموریت بشپړ سفارت ته لوړ شو
ایران یو کس د اسرائیلو موساد ته د جاسوسۍ په تور اعدام کړ
پولنډ چمتو دی چې د اوکراین د سولې په احتمالي تړون کې مخکښ لوژستیکي رول ولوبوي.
د سعودي په مشرۍ ایتلاف د بېلتون غوښتونکي مشر سره د کړکېچ په ترڅ کې د یمن په جنوب بریدونه کړي دي
ټرمپ وايي، امریکا به د وینزویلا تر ۵۰ میلیونه بیرله پورې  تېل ترلاسه کړي
ټرمپ د ګرینلینډ لپاره د "مختلفو انتخابونو" په اړه بحث کوي، د پوځي عملیاتو په ګډون: سپینه ماڼۍ
ملګري ملتونه وايي چې په وینزویلا کې د امریکا مداخله نړیوال قانون تر پښو لاندې کړی دی