برهان الدین دوران : د جولای ۱۵ د حماسي مقامت نوم دی

د تورکیې د عامه اړیکو رئیس برهان الدین دوران د جولای ۱۵ مې د ناکامې کودتا هڅې پر وړاندې د تورکېې د ملت د ستر بري د نهمې کلیزې په مناسبت پیغام خپور کړ.

/ AA

دوران د جولای د ۱۵مې د ډیموکراسۍ او ملي یووالي ورځې په مناسبت په خپل ټولنیزو رسنیو حساب کې یو پیغام خپور کړ.

دوران زیاته کړه چې د جولای ۱۵مه د هغه حماسي مقاومت نوم دی چې په کې د فتح الله ګولن ترهګریز سازمان لخوا د کودتا د هڅې سره ، زموږ خپلواکي او راتلونکی په نښه کړ.د کودتا دا ناکامه هڅه  زموږ د ولسمشر رجب طیب اردوغان په مشرۍ او زموږ د شریف ملت قوي ارادې او زړورتیا په نتیجه کې شنډه شوه.

"هغه میلیونونه کسان نارین، ښځې، ځوانان او زاړه  ټول لارو ، واټونو او سړکانو ته د راوتلو سره  ټولې نړۍ ته وښودله چې د ایمان سره جوړ شوی یو ملت څه کولی شي. موږ هیڅکله د خپلو شهیدانو او غازیاتو چې د خپلو سرونو په قربانولو سره د قهرمانۍ داستان ولیکه د هغوې د  وفادارۍ پور هیڅکله هم اداء کولی نشو. خو لږ تر لږه  د خپل هیواد او ملت لپاره د خدمت سره کولی شو چې ددوې روح ښاد کړو. د جولای د ۱۵مې د ډیموکراسۍ او ملي یووالي ورځې په مناسبت، زه  د خپلو ګرانو شهیدانو نه په ډیر درناوي یادونه کوم او ټولو ته د الله له دربار څخه د رحمت غوښتنه کوم .