اقتصاد
2 د لوستلو دقیقې
له امریکا څخه پر څه باندې ۶۰ هېوادونو د ګمرکي تعرفو نوې څپه
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د اوسنیو لنډمهاله تعرفو د پای ته رسېدو سره سم، د لسګونو سوداګریزو شریکانو پر وړاندې نوې او دوه عددي ګمرکي تعرفې پلي کوي.
له امریکا څخه پر څه باندې ۶۰ هېوادونو د ګمرکي تعرفو نوې څپه
ډونالد ټرمپ

متحده ایالات به له ۶۰ هېوادونو څخه پر واردېدونکو محصولاتو، چې د دغه هېواد د ټولو وارداتو ۹۹ سلنه جوړوي، له ۱۰ څخه تر ۱۲.۵ سلنې پورې اضافي ګمرکي تعرفې ولګوي.

واشنګټن د دغې پرېکړې لامل دا ښودلی چې یادو هېوادونو د هغو توکو د بندیز په اړه کافي اقدامات نه دي کړي چې د "اجباري کار له لارې تولیدېږي.

دا نوې ګمرکي تعرفې به د جمعې په ورځ د شپې له ۱۲ بجو او یوې دقیقې څخه د هغو ۱۰ سلنه نړیوالو لنډمهاله تعرفو د پای ته رسېدو سره سم نافذې شي، چې د فبروري په میاشت کې د سترې محکمې له خوا د ټرمپ د تر ټولو پراخو مالیاتي مقرراتو له لغوه کېدو وروسته وضع شوې وې.

د امریکا د سوداګرۍ استازي، جیمیسن ګریر په دې اړه په یوه بیان کې وویل: "متحده ایالاتو نږدې له یوې پېړۍ راهیسې په اجباري کار د تولید شویو توکو پر واردولو بندیز لګولی او په دقت سره یې څارنه کوي. اوس د دې وخت رارسېدلی چې زموږ سوداګریز شریکان هم ورته ګام پورته کړي. دا اقدام به د بشري حقونو د سرغړونو او د سوداګرۍ ګډوډونکو کړنو په سمولو سره په ټوله نړۍ کې د کارګرانو سوکالي زیاته کړي."

ټرمپ په دې اقدام کې د ۱۹۷۴ کال د سوداګرۍ قانون پر ۳۰۱ ماده تکیه کوي. دغه ماده ولسمشر ته واک ورکوي چې پر هغو هېوادونو ګمرکي تعرفې او نور بندیزونه ولګوي چې "ناحقه"، "نامعقوله" یا "تبعیضي" سوداګریزې کړنې ترسره کوي. ټرمپ په خپله لومړۍ ولسمشریزه دوره کې هم پر چین باندې پراخې ګمرکي تعرفې د همدې مادې پر بنسټ لګولې وې.

تېر کال ټرمپ د څو لسیزو راهیسې روانه د ازادې سوداګرۍ تګلاره بدله کړه او د نړیوالې سوداګرۍ د کسر  په پلمه یې له نږدې ټولو هېوادونو څخه پر وارداتو اضافي مالیات وضع کړل. خو وروسته له هغه چې سترې محکمې دا پرېکړه "له واک څخه ناوړه ګټه اخیستنه" وبلله، ادارې د ۱۹۷۴ کال د سوداګرۍ قانون د ۱۲۲ مادې سره سم د ۱۵۰ ورځو لپاره لنډمهاله تعرفې فعالې کړې، چې د دغې مودې وخت د جمعې په ورځ پای ته رسېږي.

بلخوا، ځینې محصولات لکه تېل، طبیعي ګاز، کېمیاوي سرې او هغه توکي چې د امریکا-مکسیکو-کاناډا تړون  له مخې له ګمرکي محصول څخه معاف دي، له دې نویو تعرفو څخه مستثنی ساتل شوي دي.

وپلټۍ
په غزه کې د اسرائیلي بریدونو له امله د ۵ ماشومان په ګډون ۱۱ کسان وژل شوي دي
د تورکیې ځايي او ملي بې پیلوټه تعرضي الوتکې خپل یو بل ازمایښت هم په ډیر بریالیتوب سره بشپړ کړ
حوثیانو ادعا کړې چې د سعودي عربستان یوه F-15 جنګي الوتکه یې ویشتې ده
پر منځني ختیځ کې د امریکا پر اډو د ایران له بریدونو وروسته د پراخو زیانونو راپور ورکړل شوی
د امریکا د استازو جرګې پر ایران د بریدونو د بندولو طرحه تصویب کړه
د امریکا په لاس انجلس ښار کې یوې چورلکې سقوط وکړ او وروسته يي اور واخیست.
عربستان ویلي هوایي دفاعي ځواکونو يي هغه ډرون له منځه یوړه  چې مکې  هوایي حریم ته د ننوتو هڅه کوله
د تورکیې بهرنیو چارو وزیر فیدان: د هرمز تنګي باید هر څه ژر چې ممکن وي د جګړې نه مخکې حالت ته وګرځي
د سعودي وليعهد محمد بن سلمان په قاهره کې د السیسي سره په لیدنه کې د سیمې د امنیت په اړه خبرې وکړې
په سومالیا کې د تورکیې له ملاتړ څخه د مننې په موخه لوی لاریون او غونډې ترسره شوې
د عمان په سواحلو کې د تیلو په یو ټانکر کښتۍ برید شوی دی.
الشرع وویل چې پر هېواد د لګېدلو سختو بندیزونو له لرې کېدو وروسته سوریه له سره راوزیږیده
جرمني اټکل کوي چې د  روسیې د هیبریډي بریدونو هدف په توګه به پاتې شي.
ایران د جګړې ، اوربند او د جګړې نه وروسته  د سناریوګانو په اړه د دفاعي چمتوالي امر وکړ.
اردوغان : مونږ خپل هیواد او ملت د سیمې د ټولو ناخوالو او جګړو نه لرې ساتلی .