انګلستان په یمن کې د حوثیانو د بریدونو پر وړاندې د دفاعي ملاتړ چمتو کولو په موخه، سعودي عربستان ته د جنګي الوتکو او یوې بار وړونکې (ټرانسپورټي) الوتکې د لېږلو پرېکړه کړې ده.
د انګلستان د دفاع وزارت لخوا په یوه خپره شوې لیکلې اعلامیه کې ویل شوي، چې د شاهي هوایي ځواک (RAF) اړوند د یورو فایټر ټایفون جنګي الوتکې به د حوثیانو د هوایي بریدونو پر وړاندې د سعودي عربستان د حیاتي بنسټونو او ښارونو د دفاع لپاره یادې سیمې ته واستول شي.
په اعلامیه کې د سعودي عربستان د دفاعي فعالیتونو پر ملاتړ د ټینګار ترڅنګ راغلي: "دا الوتکې به یوازې دفاعي رول ولوبوي او د حوثیانو پر وړاندې به په هېڅ ډول برید کې برخه نه اخلي. انګلستان به همدارنګه د سعودي عربستان د پوځي تجهیزاتو او هغو انګلیسي پوځي سلاکارانو د لېږد لپاره یوه A400M ډوله بار وړونکې الوتکه هم واستوي چې له سعودي پوځي چارواکو سره به مرسته کوي."
په اعلامیه کې د دې یادونې په کولو سره چې انګلستان تر دې وړاندې هم د خپلې دفاع لپاره له سعودي عربستان سره پوځي مرسته کړې ده، ویل شوي: "د سیمې د بې ثباته کولو لپاره د حوثیانو هڅې او د منځني ختیځ د امنیت د کمزوري کولو په موخه د دوی ګامونه د منلو وړ نه دي. دا بې باکه ګامونه په یمن کې د بشري وضعیت هغه حالت لا پسې خرابوي چې له وړاندې ویجاړونکي حد ته رسېدلی دی. د انګلستان د ملي، اقتصادي او امنیتي ګټو لپاره دا اړینه ده چې دوی بریالي نه شي."
په اعلامیه کې د دې خبرې په بیانولو سره چې په منځني ختیځ او خلیج سیمه کې د تاوتریخوالي زیاتېدل پر انګلستان هم مخامخ اغېزې لري، د دفاع وزیر ویس سټریټینګ نظریات هم ځای پر ځای شوي دي.
سټریټینګ ویلي: "حوثیان په ناوړه توګه زموږ پر متحد، سعودي عربستان خپلو بریدونو ته دوام ورکوي. د ریاض هوایي ډګر په نښه کول په ځانګړې توګه دا ښیي چې حوثیان غواړي په سیمه کې کړکېچ زیات کړي."
سټریټینګ د دې خبرې په ټینګار سره چې له همدې امله یې سعودي عربستان ته د جنګي الوتکو د لېږلو پرېکړه تایید کړې ده، زیاته کړه: "د RAF ټایفون جنګي الوتکې به د بې پیلوټه الوتکو او توغندیو پر وړاندې د سعودي عربستان د هوایي حریم د ساتنې دفاعي دنده ترسره کړي."
سټریټینګ د انګلستان پارلمان ته په یوه استول شوې لیکلې اعلامیه کې یو ځل بیا یادونه کړې چې دا الوتکې به د سعودي عربستان د ښارونو، خلکو او زیربناوو د دفاع لپاره یادې سیمې ته واستول شي.
نوموړي دې ته په اشارې سره چې سعودي عربستان ته د مخکې لېږل شوې د تېلو اکمالاتي الوتکې د دندې موده هم د ۹۰ ورځو لپاره غځول شوې ده، وویل: "موږ له ځانه د دفاع په برخه کې د سعودي عربستان او د یمن د مشروع حکومت د حق ملاتړ کوو. انګلستان به همدارنګه دا ونه مني چې د نړیوالو کښتیو تګ راتګ وګواښل شي او یا د باج اخیستنې لپاره وکارول شي."



















