لیدلوری
کلتور
6 د لوستلو دقیقې
ولې د ټولنیزو رسنیو پرېښودل ښايي د خوښۍ چابي وي
روانپوهان د ټولنیزو رسنیو د پرتله کولو له امله پر رواني روغتیا د ناوړه اغېزو په اړه خبرداری ورکوي، او یو نوی مفهوم له خلکو سره مرسته کوي چې خپل وخت، ارامتیا او ژوند بېرته ترلاسه کړي.
ولې د ټولنیزو رسنیو پرېښودل ښايي د خوښۍ چابي وي
ټولنیزې رسنۍ
17 اکتوبر 2025

ولې د ټولنیزو رسنیو پرېښودل ښايي د خوښۍ چابي وي
روانپوهان د ټولنیزو رسنیو د پرتله کولو له امله پر رواني روغتیا د ناوړه اغېزو په اړه خبرداری ورکوي، او یو نوی مفهوم له خلکو سره مرسته کوي چې خپل وخت، ارامتیا او ژوند بېرته ترلاسه کړي.

ډیری خلک  سهار د قهوې د یوې پیالې یا په پارک کې د  قدم وهلو پر ځای د خپلو ټولنیزو رسنیو په کتلو پیلوي. ځینې حتی د شپې په نیمایي کې له خوبه راویښېږي ترڅو خپل خبرتیاوې (نوټیفیکېشنونه) یا پر وروستي سلفي باندې لایکونه وګوري.

د هغه نسل لپاره چې پر ټولنیزو رسنیو او انلاین خبرونو روږدی دی، نوټیفیکېشنونه، لایکونه او رېلونه (لنډې ویډیوګانې) د ورځې ریتم ټاکي.

روانپوهان وايي چې د دې لېوالتیا تر شا یوه دوامداره اندېښنه پرته ده چې ژوند بل ځای، د بل چا په ټولنیزو رسنیو کې روان دی، چې په لنډیز سره فومو (FOMO) – یعنی له یو څه څخه د بې برخې کېدو وېره – بلل کېږي.

خو لکه څنګه چې نړۍ د پرله‌پسې معلوماتي بمبارۍ څخه ستړې شوې، یو نوی مفهوم د پوهانو پام ځان ته رااړولی: جومو (JOMO)، یا له یو څه څخه په بې برخې پاتې کېدو کې خوښي.

د جومو مفهوم په دې وروستیو کې د واشنګټن ایالتي پوهنتون او څو ترکي پوهنتونونو د څېړونکو په مشرۍ د یوې نړیوالې څېړنې له لارې علمي لیکنو ته لاره ومونده. دا څېړنه، چې په "سایکولوجیکل رپورټس" (Psychological Reports) علمي مجله کې خپره شوې، د ترکیې په ۲۹ ولایتونو کې د ۱۸ څخه تر ۴۵ کلونو عمر لرونکو ۹۳۲ ټولنیزو رسنیو کاروونکو باندې ترسره شوې ده.

موندنو وښودله چې هغه خلک چې په قصدي توګه له ټولنیزو رسنیو څخه ځان لرې کوي، د کم فشار، اضطراب، یوازېتوب او خپګان، او د ژوند له رضایت څخه د لوړې کچې راپور ورکوي.

چېرته چې فومو بې ارامي او پرتله کول رامنځته کوي، جومو افراد دې ته رابولي چې له اوسنۍ شېبې خوند واخلي او افلاین اوسېدل د محرومیت پر ځای د ازادۍ په توګه وګوري.

د څېړنې یوه لیکوال، ادم قانتار لیکلي: "هغه کسان چې په رښتیا له افلاین اوسېدو خوند اخلي، پر ټولنیزو رسنیو د روږدیتوب له تر ټولو کم خطر سره مخ دي."

"دوی د یوازېتوب پر مهال نه ستړي کېږي، او د ډیجیټل لیدونکو له اړتیا پرته د خپل وخت تېرولو لپاره ګټورې لارې مومي. په نننۍ نړۍ کې، خلک دومره بوخت دي چې د هر څه د تعقیب هڅه کوي، خو په پایله کې خپل ژوند له لاسه ورکوي."

'هرڅوک خوشاله ښکاري'

په استانبول کې مېشتې کلینیکي روانپوهې فضیلت سیداوغلو، چې جوړو او ځوانانو ته مشوره ورکوي، خبرداری ورکوي چې د ټولنیزو رسنیو ډېر کارول یوازې د پام اړول نه، بلکې د احساساتي کړاو یوه لویه سرچینه هم ده.

سیداوغلو ټي آر ټي ورلډ ته وویل: "ډېر وخت انلاین تېرول له خپګان او اضطراب سره قوي اړیکه لري. کله چې خلک په دوامداره توګه د نورو ژوند ګوري، دوی په پای کې خپل ژوند له پامه غورځوي - او له دې هم بدتر، له ځانه ناخوښه کېږي."

هغه یادونه کوي چې څه شی چې انلاین وړاندې کېږي، ډېری وخت یو خیال یا درواغ وي.

"پر سکرین، هرڅوک بې پایه خوشاله ښکاري. خو هیڅوک یې شالید نه ویني — شخړې، یوازېتوب، ستړیا، او حتی د هغو ځلیدونکو عکسونو تر شا پورونه. ټولنیزې رسنۍ د مصنوعي خوښۍ نړۍ ده."

سیداوغلو استدلال کوي چې دا خیال د دوامداره پرتله کولو کلتور ته وده ورکوي. د ژوند مهم پړاوونه لکه د ماشوم د زېږون مراسم، د ناوې مراسم، کوژدې، کلیزې - په زیاتیدونکي ډول د کامرې لپاره ترسره کېږي.

هغه وايي: "هغه څه چې باید نږدې کورنۍ شېبې وي، اوس د لګښت او ځلښت لپاره نندارې ته وړاندې کېږي."

"د بېلګې په توګه، تنکۍ نجونې د بې پایه ښکلا محصولاتو اخیستلو لپاره فشار احساسوي ترڅو ځوانې او کاملې ښکاره شي — په داسې حال کې چې دوی لا دمخه ځوانې او ښکلې دي."

د دې اغېزې ودونو ته هم غځېږي. سیداوغلو وايي، ډېری نارینه د درملنې په غونډو کې شکایت کوي چې مېرمنې یې د هغو ډالیو او اشارو تمه لري چې دوی یې انلاین ویني.

هغه تشریح کوي: "دا غوښتنې له رښتینې غوښتنې نه، بلکې له پرتلې څخه رامنځته کېږي. ټولنیزې رسنۍ خلکو ته ورزده کوي چې مینه د مادي شیانو له لارې اندازه کړي."

له متخصصینو ورهاخوا، ځوانان پخپله هم د پرله‌پسې نښلېدو د قیمت په اړه خبرې پیلوي.

یوې ځوانې مېرمنې، چې د نوم نه ښودلو په شرط یې له ټي آر ټي ورلډ سره خبرې وکړې، د ټولنیزو رسنیو د پرېښودو په اړه خپله پرېکړه بیان کړه.

هغې وویل: "ما شپږ میاشتې وړاندې خپل ټول اکاونټونه حذف کړل."

"په لومړي سر کې، دا راته عجیب ښکارېدل، لکه د خپل هویت یوه برخه مې چې له لاسه ورکړې وي. خو اوس زما ورځې په مراقبې، ارام قدم وهلو او له ځان سره په وخت تېرولو ډکې دي."

هغه زیاتوي چې د اضطراب کچه یې راټیټه شوې او د پخوا په پرتله، کله چې به یې بې پایه پوسټونه کتل، اوس ډېره راضي ده.

"ما په پای کې وموندله چې ما هیڅ شی له لاسه نه ورکاوه — بلکې برعکس، ما د سکرین کتلو پر مهال خپل ژوند له لاسه ورکاوه."

د خوښۍ او مننې په لور

متخصصین وايي، جومو یو متقابل نظر وړاندې کوي.

د دې پر ځای چې د نورو د کارونو تعقیب وشي، دا پر حضور، مننې او منلو ټینګار کوي.

څېړنې وموندله چې هغه خلک چې جومو یې منلې، ډېر احتمال لري چې له یوازې ترسره کېدونکو فعالیتونو لکه لوستلو، قدم وهلو، یادښت لیکلو، موسیقي اورېدلو، یا په ساده توګه له چوپتیا څخه خوند واخلي — پرته له دې چې د هغو د خپرولو اړتیا احساس کړي.

سیداوغلو وايي: "موږ هر یو لا دمخه د هغو شیانو لیست لرو چې باید منندوی یې اوسو. د دې پر ځای چې وپوښتو، 'ولې زه هغه څه نه لرم چې نور یې لري؟' موږ کولی شو وپوښتو، 'نن څه شي موسکی کړم؟ کومه رڼا مې ولیده؟ کومه ساده خوښي یوازې زما وه؟' رښتینې خوښي په همدې کې ده."

لکه څنګه چې ډیجیټل نړۍ چټکه کېږي، جومو ممکن له کلتور سره په ټکر کې، او حتی سرکښانه ښکاره شي. خو روانپوهان دې ته د شاتګ په سترګه نه، بلکې د توازن بیا رامنځته کولو د یو عمل په توګه ګوري — یوه لاره چې د ژوند عادي ښکلا د نه ختمېدونکې پرتلې له ظلم څخه بېرته ترلاسه شي.

سیداوغلو وړاندیز کوي چې له فومو څخه جومو ته بدلون په بشپړه توګه د ټولنیزو رسنیو پرېښودل نه، بلکې له هغې سره د خپلې اړیکې بدلول دي.

هغه وايي: "کله چې تاسو د نورو خلکو د ژوند له تعقیبولو لاس واخلئ، تاسو خپل ژوند له سره کشف کوئ."

 

وپلټۍ
د غزې  نسل وژنه په ګلدوزۍ کې نقش کیږي: ګلدوزي د فلسطین د ډله ییز غم او استقامت سمبول هم دی
د بهر میشتو ترکانو او تورک تبارو ټولنو ریاست  لخوا نړیوال محصلینو ته د جایزو مراسم جوړ شول
غلو د فرانسې د نړۍ په کچه مشهور د لورو موزیم څخه ۸ پارچې تاریخي او قیمتي ګاڼې غلا کړې
د منظرې په څېر ښکلی کاپادوکیا د تورکیې وروستۍ سیمه شوه چې د میشلین لارښودونو لېست ته ورزیاته شوه.
تورکیې د ملي راډیو تلویزیون نړۍوال تلویزیون  په نیویارک کې څلور غبرګې جایزې ترلاسه کړې
ټي آر ټي ورلډ ( د خپلو حقونو نه محروم امریکایان ) په نامه  د ډرامې سره د ۲۰۲۵ کال د ټیلي جایزه وګټله
د عثمان حمدي بې انځورګري د لندن په لیلام کې په ۱ ملیون پونډو وپلورل شوه
د اوبو د بحران په اړه نړۍواله ورځ
د هندوستان یو تاریخي سینمايي فلم په یو ښار کې د تاوتریخوالي او ګرځنبدیز لامل شو
د نړۍ ماشومانو لپاره د مرستو کمول یو اخلاقي او ستراتیژیک فاجعه ده
ګلابي اختر:  هولي د مغل امپراتوري د کثرت په رنګونو رنګ کړه.
د پاکستان لومړنۍ ښځینه انجینیرې د اسرائیلو جایزه رد کړه
د عطرو مینه والو لپاره د پاریس لارښود
د اسرائیلو پر وړاندې د فلسطین مبارزې بیانوونکي  مستند فلم د  آسکار جايزه وګټله.
امام غزالي مقبره د نړېدو له ګواښ سره مخ ده
د تورکیې "د کتابونو صحافي روغتون": نادره قلمي اثار  پاڼه په پاڼه کې دلته  ژوند مومي
د لوور په موزیم کې تاریخي بدلون: "موناليزا" لپاره ځانګړې خونه.
د تورکي سریالونه په نړۍ کې د تورکي انځور ته بدلون ورکوي.
په ۱۷۱۴ کال جوړ شوی سټراډیوریس وایلون په لیلام کې په ۱۱.۳ میلیونه ډالرو خرڅ شو
دمصر په حتشپسوت معبد کې نوي اثار کشف شول.