منځنی ختیځ
3 د لوستلو دقیقې
د سوریې حکومت YPG ترهګرو د شړولو په خاطر لاس په کار شو
د سوریې دفاع وزارت د جمعې په ورځ وویل، وروسته له هغه چې یو لنډمهالی اوربند له پلي کېدو یوازې شپږ ساعته وروسته ناکام شو، د PKK/YPG ډلې عناصر به له حلب څخه د فرات سیند ختیځ لور ته سیمو ته ولېږدول شي.
د سوریې حکومت YPG ترهګرو د شړولو په خاطر لاس په کار شو
د سوریې حکومت YPG ترهګرو د شړولو په خاطر لاس په کار شو / AP

د وتلو د ضرب الاجل تر تېرېدو وروسته، سوریه له حلب څخه د YPG ترهګرو د شړلو اقدام کوي

دمشق د وتلو نوی ضرب الاجل وټاکه او امنیتي ځواکونه د فرات ختیځ ته د ترهګرې ډلې د غړو د لېږدولو لپاره دهلیزونه پرانیزي.

د سوریې دفاع وزارت د جمعې په ورځ وویل، وروسته له هغه چې یو لنډمهالی اوربند له پلي کېدو یوازې شپږ ساعته وروسته ناکام شو، د PKK/YPG ډلې عناصر به له حلب څخه د فرات سیند ختیځ لور ته سیمو ته ولېږدول شي.

د حلب د رسنیو د ریاست په وینا، وزارت ویلي چې د YPG ترهګر به "په راتلونکو ساعتونو کې" د ښار له محلونو څخه وایستل شي، او یوازې سپکې شخصي وسلې به له ځان سره لېږدوي.

دا اعلان د دمشق له لوري د وتلو د ټاکل شوي ضرب الاجل له پای ته رسېدو وروسته وشو، چې چارواکو وویل دې ډلې په بشپړ ډول عمل پرې نه دی کړی.

د ترهګرۍ ضد عملیات به دوام وکړي

سوریې چارواکو خبرداری ورکړ که چېرې دا لېږد بشپړ نه شي، د ترهګرۍ ضد هدفي پوځي عملیات به دوام وکړي.

له دولت سره تړلي الاخباریه ټلوېزیون راپور ورکړی چې د YPG عناصرو د لېږدولو لپاره د شیخ مقصود محلې ته د ننوتلو په موخه موټر د لیرامون څلورلارې ته رسېدلي دي.

YPG د PKK ترهګرې ډلې سورۍ څانګه ده.

د سوریې رسمي خبري اژانس سانا ویلي، چې د ملکي دفاع ټیمونو د کاستیلو سړک – چې حلب یې له شمالي کلیوالو سیمو سره نښلوي – د ترافیکو د جریان او عامه خوندیتوب لپاره د سیمې تر خوندي کولو وروسته بېرته پرانیستی دی.

کورني امنیتي ځواکونه، چې د سوریې د پوځ د عملیاتو له ریاست سره په ګډه کار کوي، د دې لپاره هم چمتووالی نیسي چې له شیخ مقصود څخه د سوریې شمال ختیځ لور ته د YPG ترهګرو د وتلو لپاره یو خوندي دهلیز پرانیزي.

د سوریې ټلوېزیون راپور ورکړی چې پوځ له شیخ مقصود څخه د YPG عناصرو د وتلو لپاره نوی ضرب الاجل ټاکلی، که څه هم دا راپورونه د سوریې د رسمي سرچینو له خوا په رسمي ډول نه دي تایید شوي.

دا کړکېچ د ۲۰۲۵ کال د مارچ په ۱۰مه د سوریې د ولسمشرۍ له خوا د اعلان شوې هوکړې سره سره رامنځته شوی، چې له مخې یې د YPG په مشرۍ SDF ځواکونه د ځمکنۍ بشپړتیا د ساتلو لپاره د پراخو هڅو د یوې برخې په توګه په دولتي بنسټونو کې ادغامېدل.

د سوریې چارواکي وايي چې دې ډلې په تېرو میاشتو کې د دې هوکړې د پلي کولو لپاره کوم مشخص ګامونه نه دي پورته کړي.

دمشق د ۲۰۲۴ کال په ډسمبر کې د اسد رژیم له ړنګېدو وروسته په ټول هېواد کې امنیتي عملیات ګړندي کړي، ځکه هڅه کوي پر مهمو ښارونو بېرته کنټرول ټینګ کړي او د بیا وېش مخه ونیسي.

 

وپلټۍ
په لسګونو زرو کسانو  هالنډ په  امسټرډام کې د اسرائیلو پر وړاندې د سختو اقداماتو په غوښتنه لاریون وکړ
د مهمو خبرونو غورچاڼ
په برازیل کې یوه جهیل ته د موټر لوېدو له امله د ماشومانو په ګډون ۱۰ تنو ژوند د لاسه ورکړی .
حوثي ملیشو د سعودي عربستان په یو مهم مالي مرکز برید وکړ.
ولسمشر اردوغان له ټرمپ سره ټيلیفوني خبرې وکړې
د اذربایجان ولسمشر علي یف د ولسمشر اردوغان نه په هوايي ډګر کې هر کلی وکړ.
اردوغان:هغه کسان چې د تورکیې او اذربایجان د ورورولۍ کمزوري کول غواړي،هېڅکله به خپلو موخو ته نایل نشي
د تورکیې بهرنیو چارو وزیر فیدان خبرداری ورکړ چې سمندري دهلیزونه د جګړې په ډګرونو بدلېدای شي.
د ملګرو ملتونو د مشرۍ لپاره د تورکيې نوماند فریدون سینیرلي اوغلو  خپل پلان په ډاګه کړ
روسيې د کیف ترڅنګ د انرژۍ تاسیسات په نښه کړي او یو مهم پل یې زیانمن کړی
د خبرو اترو لسیزه: د ټي آر ټي (TRT) نړیوال فورم ۲۰۲۶ په استانبول کې پیل شو
ابراهیم قالن :  له غزې پرته فلسطین ناشونی دی، او د اسرائیلو د اشغال له پای ته رسولو پرته سوله ناشوني
د تورکیې ولسمشر اردوغان د غزې په تړاو پر تړونونو د عمل کولو یادونه وکړه
د فلسطین چارواکي وايي، د اسرائیلو بریدونو په غزه کې تر ۶۸ میلیون ټنو پورې ملبه پریښې ده
فیدان: د مکې اتحاد د هغو سیمه‌ییزو هېوادونو پر مخ پرانیستی دی چې د سولې ګډ لید لوری لري.