تورکیه
3 د لوستلو دقیقې
تورکیه په انقره کې د تورکي هېوادونو سازمان د بهرنیو چارو وزیرانو د غونډې کوربه توب کوي
د تورکیې د بهرنیو چارو وزیر هاکان فیدان به د تورکي هېوادونو سازمان  تر سرمشریزې وړاندې د اکتوبر د ۲۹مې نېټې غونډې کوربه وي، چې تمه کیږي خبرې اترې به یې پر بنسټیزې (اداري) پراختیا او سیمه ییزې همکارۍ تمرکز ولري.
تورکیه په انقره کې د تورکي هېوادونو سازمان د بهرنیو چارو وزیرانو د غونډې کوربه توب کوي
تورکیه په انقره کې د تورکي هېوادونو سازمان د بهرنیو چارو وزیرانو د غونډې کوربه توب کوي

د تورکیې د بهرنیو چارو وزیر هاکان فیدان  د ۲۰۲۶ کال د اکتوبر په ۲۹مه په انقره کې د تورکي هېوادونو سازمان  د بهرنیو چارو وزیرانو شورا د یوې غونډې کوربه توب کوي.

دا غونډه به د دې سازمان د دیارلسمې سرمشریزې د یوې برخې په توګه جوړه شي، چې د اکتوبر له ۲۹مې څخه تر ۳۰مې نېټې پورې پلان شوې ده.

دا غونډه به د تورکي هېوادونو سازمان د بهرنیو چارو وزیران د یوې عادي او څلورو غیر رسمي غونډو وروسته سږکال د پنځم ځل لپاره سره راټول کړي.

تمه کیږي چې وزیران به په سازمان کې دننه د همکارۍ او د دې د اداري جوړښت د پیاوړتیا لپاره پر هڅو خبرې وکړي. همدارنګه تمه کیږي چې د سازمان له فعالیت سره تړلي یو شمېر اداري او مالي اسناد هم تصویب شي.

سربېره پر دې، ټاکل شوې چې فیدان د دې غونډې په څنډه کې له خپلو سیالانو سره دوه اړخیزې لیدنې هم ولري.

تمه کیږي چې فیدان به په خپله وینا کې د تورکي هېوادونو ترمنځ د سیاسي ډیالوګ او ګډو اقداماتو پر پیاوړتیا او همدارنګه د ګډ تاریخ، ژبې، کلتور او ورورګلوۍ اړیکو په کوټلې همکارۍ بدلولو هڅو ته اشاره وکړي.

همدا راز تمه کیږي چې هغه به د تورکي هېوادونو سازمان د مشرۍ پر مهال د تورکیې لومړیتوبونه روښانه کړي، چې په کې د سازمان د اداري ظرفیت لوړول، د سکرتریت د بشري او مالي سرچینو پراختیا، او د تورکي همکارۍ سازمانونو ترمنځ د همغږۍ ښه کول شامل دي.

تمه کیږي چې فیدان به په ځانګړې توګه د انرژۍ، سوداګرۍ، پانګونې، ډیجیټلي بدلون او دفاعي صنعت په برخو کې په (څرګندو) پایلو د اقتصادي او ستراتیژیکو همکاریو د بدلولو پر اهمیت ټینګار وکړي.

تمه کیږي چې هغه به د اسیا او اروپا ترمنځ د ارتباطاتو د ښه کولو او د اقتصادي مقاومت د پیاوړتیا لپاره د ترانس-کاسپین منځني دهلیز د پیاوړتیا پر اهمیت ټینګار وکړي.

تمه کیږي چې د بهرنیو چارو وزیر به په افغانستان کې وروستیو پرمختګونو او د سیمې پر امنیت، ثبات او ارتباطاتو باندې د هغو اغیزو ته پام واړوي، او د تورکي هېوادونو سازمان د غړو او څارونکو هېوادونو ترمنځ به د لا ډېرې مشورې او همغږۍ غوښتنه وکړي.

د تورکي هېوادونو سازمان (OTS) د تورکي ژبو هېوادونو د همکارۍ شورا په توګه د نخجوان تړون لاندې چې د ۲۰۰۹ کال د اکتوبر په ۳مه د تورکیې، اذربایجان، قزاقستان او قرغزستان لخوا لاسلیک شو، رامنځته شو. د دې سازمان نوم په ۲۰۲۱ کال کې د استانبول په سرمشریزه کې د 'ترکي هېوادونو سازمان' ته بدل شو.

وپلټۍ
د مهمو خبرونو غورچاڼ
افغانستان ویلي دي چې پاکستان په افغانستان کې د عملیاتو پر مهال ملکي وګړي وژلي دي.
ملګري ملتونه : اسرائیلو په غزه کې د نسل وژنې ترڅنګ په فلسطیني خاوره کې جنګي جنایتونه هم کړي
اوکراین د روسیې په ورونیژ سیمه کې د بې پیلوټه الوتکې مرګونی برید وکړ.
د صربستان ولسمشر ولسمشر ووچیچ په پارلماني ټاکنو کې خپله ماتې ومنله
زیلینسکي  ویلي دي  د امریکا، اوکراین او روسیې درې اړخیزې خبرې به په نوامبر کې ترسره شي .
سي ان ان: که ټرمپ پرېکړه وکړي، امریکایي ځواکونه کولای شي په ۹۶ ساعتونو کې پر ایران لوی بریدونه پیل ک
د تورکيې، سعودي عربستان او پاکستاني لوړپوړي چارواکي به د امنیتي خبرو لپاره ایران ته سفر وکړي
د اسرائیلو د اپوزیسیون مشر د نتنیاهو د ایران جګړې پلانونو په تړاو د 'ملي خیانت' څېړنو غوښتنه وکړه
تورکي دولتونه به د انقرې په سرمشریزه کې له کرنې نیولې تر فضا پورې پر همکاریو تمرکز وکړي
د ایران د بهرنیو چارو وزیر عراقچي وویل چې د جګړې بیا پیلېدل به د ایران دریځ بدل نه کړي.
د امریکا ولسمشر ټرمپ څرګنده کړه چې ښايي سبا پر ایران برید وکړي او یا هم یوه لویه هوکړه ورسره وکړي
زرګونو اسرائیلیانو د نتنیاهو د ګوښه کېدو په غوښتنه په تل ابیب کې لاریون وکړ
په امریکا کې په یوه وسله وال برید کې ۱۲ کسان ټپیان شول
حوثي ملیشو د یمن پر عدن ښار ګڼ توغندیز بریدونه کړي