نړۍ
2 د لوستلو دقیقې
روسیې د اوکراین په پلازمینه کیف کې پر پوځي تاسیساتو د بریدونو په اړه امریکا ته خبر ورکړ
د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو ته په ټیلیفوني خبرو کې ویلي چې روسي ځواکونو په کیف کې د اوکرایني پوځ تر ولکې لاندې پر پوځي ځایونو سیستماتیک بریدونه پیل کړي دي.
روسیې د اوکراین په پلازمینه کیف کې پر پوځي تاسیساتو د بریدونو په اړه امریکا ته خبر ورکړ
لاورږف

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو ته خبر ورکړی چې روسي ځواکونه په کیف کې پر پوځي اهدافو سیستماتیک (منظم) بریدونه پیلوي.
د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو ته په ټیلیفوني خبرو کې ویلي چې روسي ځواکونو په کیف کې د اوکرایني پوځ تر ولکې لاندې پر پوځي ځایونو سیستماتیک بریدونه پیل کړي دي.

د روسیې د "تاس" خبري اژانس د بهرنیو چارو وزارت د یوې اعلامیې په حواله راپور ورکړی: "د روسیې د ولسمشر ولادیمیر پوتین د لارښوونې پر بنسټ، سرګي لاوروف په رسمي ډول امریکایي لوري ته خبر ورکړ چې په روسیه کې پر ملکي وګړو او زیربناوو باندې د کیف رژیم د دوامداره بریدونو په ځواب کې، د روسیې د فدراسیون وسله وال ځواکونه په کیف کې پر پوځي ځایونو او د پرېکړې کولو اړوندو مرکزونو باندې سیستماتیک او دوامداره بریدونه پیلوي."

اعلامیه زیاتوي چې لاوروف له امریکا وغوښتل ترڅو د اوکراین له پلازمېنې څخه د خپلو ډیپلوماټیکو کارمندانو او نورو اتباعو ایستل (تخلیه) یقیني کړي.

لاوروف همدارنګه وویل چې د ۲۰۲۵ کال په اګست کې په انکوریج  کې د لوړې کچې په خبرو اترو کې د "اوکراین د شخړې" په اړه ځینې هوکړې شوې وې. هغه پر دې افسوس څرګند کړ چې د اروپایي اشرافو او د کیف د رژیم کبرجنې هڅې دا هوکړې تر پښو لاندې کوي؛ هغه هوکړې چې د ګټو د توازن پر بنسټ یې یوې تلپاتې او اوږدمهاله حل‌لارې ته لاره هواره کړې وه.

دواړو لوړپوړو ډیپلوماټانو د هغو ډیپلوماټیکو نوښتونو په اړه هم نظرونه تبادله کړل چې موخه یې د هرمز په تنګي کې د کړکېچ له منځه وړل دي، او همدارنګه د کیوبا د وضعیت په اړه یې هم خبرې وکړې.

وزارت یادونه وکړه چې لاوروف او روبیو یو ځل بیا خپله ژمنه تازه کړه چې "د شته اختلافاتو سره سره" به په دواړو هېوادونو کې د روسیې او امریکا د ډیپلوماټیکو ماموریتونو د فعالیتونو پر ښه کولو کار وکړي.

 

وپلټۍ
امریکا افشا کړه چې د ایران پر ضد پوځي بریدونو کې د ماسک 'ګروک' (Grok) مصنوعي ځیرکتیا کارول شوی
امریکا او ایران ترمنځ سولې تړون سره سره د اسرائیل پوځ په لبنان کې اوږدمهاله اشغال ته چمتووالی نیسي
چین د اروپايي ټولنې هغه ادعا رد کړه چې ګواکې چینايي پوځ روسي پوځیانو ته روزنه ورکوي
د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر د امریکا او ایران ترمنځ د هوکړې هرکلی وکړ
ټرمپ: د هرمز تنګی به د جمعې له ورځې څخه 'په بشپړه توګه پرانیستل شي'
اسرائیلي غیرقانوني میشتو په اشغال شوي لویدیځه غاړه کې ام صفا ته د اوبو  یوازینۍ نللیکه ویجاړه کړه
د اسرائیلو د ملي امنیت وزیر بن ګویر د ویزې د ستونزو له امله امریکا ته خپل کورنی سفر لغوه کړ.
عراقچي: د لبنان د جګړې پای ته رسېدل د ایران د جګړې د پای ته رسېدو لپاره یو مهم شرط دی
اوکراین د روسیې له بریدونو وروسته د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د بیړنۍ غونډې غوښتنه وکړه
د تورکیې په پلازمینه انقره کې یو نوی هوايي ډګر پرانیستل شو.
د جنوبي کوریا KF-21 جنګي الوتکې د الوتنې د خوندیتوب سند ترلاسه کړ
د امریکا د هوايي ځواکونو اړوند یوې (بي ۵۲ ) بم غورځوونکې الوتکې سقوط وکړ.
امریکا ویلي دي د ایران د سولې د هوکړې له مخې د هرمز تنګی باید بې محصوله پرانیستل شي
تورکیه د امریکا او ایران د هوکړې هرکلی کوي؛ فیدان د تخریبي هڅو پر وړاندې د بیدارۍ غوښتنه وکړه
روسیې پر اوکراین له وژونکو بریدونو وروسته پر صومعې د برید تورونه رد کړل