تورکیه
3 د لوستلو دقیقې
هاکان فیدان: اسرائیل ښايي له ایران وروسته تورکیه د خپل نوي سیمه ییز سیال په توګه معرفي کړي
تورکیې د بهرنیو چارو وزیر هاکان فیدان وايي، اسرائیل ښايي خپل ستراتیژیک تمرکز پر دې واړوي چې له ایران وروسته تورکیه د خپل نوي سیمه ییز سیال په توګه وښيي. هغه خبرداری ورکړ چې د اسرائیلو پالیسي په زیاتېدونکي ډول د بهرنیو دښمنانو په پیژندلو پورې تړلې ده
هاکان فیدان: اسرائیل ښايي له ایران وروسته تورکیه د خپل نوي سیمه ییز سیال په توګه معرفي کړي
هاکان فیدان: اسرائیل ښايي له ایران وروسته تورکیه د خپل نوي سیمه ییز سیال په توګه معرفي کړي / AA

د تورکیې د بهرنیو چارو وزیر د اسرائیلو د سیمه ییزې ستراتیژۍ په اړه اندېښنې څرګندې کړې، د منځني ختیځ د یوه امنیتي تړون غوښتنه یې وکړه او په سوریه او لبنان کې یې د تاوتریخوالي د دوام له امله د ممکنه خطرونو خبرداری ورکړ.
د تورکیې د بهرنیو چارو وزیر هاکان فیدان وايي، اسرائیل ښايي خپل ستراتیژیک تمرکز پر دې واړوي چې له ایران وروسته تورکیه د خپل نوي سیمه ییز سیال په توګه وښيي. هغه خبرداری ورکړ چې د اسرائیلو پالیسي په زیاتېدونکي ډول د بهرنیو دښمنانو په پیژندلو پورې تړلې ده.

فیدان د دوشنبې په ورځ د انادولو اژانس سره په خبرو کې وویل: "اسرائیل ښايي هڅه وکړي چې له ایران وروسته ترکیه د یوه نوي دښمن په توګه وټاکي." هغه زیاته کړه چې د انقرې د ارزونې له مخې، اسرائیل "له دښمن پرته خپل بقا نه شي ساتلی."

فیدان د منځني ختیځ له هیوادونو وغوښتنه وکړه چې د حاکمیت، ځمکنۍ بشپړتیا او ملي امنیت ته د متقابل درناوي پر بنسټ یو رسمي سیمه ییز امنیتي چوکاټ رامنځته کړي. هغه استدلال وکړ چې د سیمې د اوږدمهاله ثبات او اړیکو د تنظیم لپاره دا ډول تړون اړین دی.

'لبنان غزه را یادوي'
نوموړي وویل چې اسرائیل په لبنان کې داسې پوځي عملیات ترسره کوي چې د غزې له بریدونو سره ورته دي. هغه د کورونو او زیربناوو پراخې ویجاړۍ ته په اشارې سره دا د "خلکو د بې‌ځایه کولو (خالي کولو) د کمپاین" برخه وبلله.

د سوریې په اړه، فیدان خبرداری ورکړ چې هلته د اسرائیلو بریدونه یوه "لویه ستونزمنه برخه" ده او تورکیې ته "جدي خطر" متوجه کوي. هغه زیاته کړه چې د اسرائیلو اوسنی مصلحت له ایران سره د هغوی په شخړې پورې تړلی دی، خو دا حالت ښايي تلپاتې نه وي.

د پراخې ډیپلوماسۍ په اړه، هغه وویل چې ایران او متحده ایالات د اوربند د پروسې په ساتلو کې "صادق" ښکاري، خو خبرداری یې ورکړ چې بهرني لوبغاړي لا هم کولی شي دا پرمختګ له خنډ سره مخ کړي.

فیدان یو ځل بیا د سوله ییزو لارو د هرمز تنګي د پرانیستلو په اړه د تورکیې پر ملاتړ ټینګار وکړ او ویې ویل چې هر ډول وسله واله مداخله به لوی خطرونه ولري. هغه په نړیواله کچه د سمندري کښتیو د بې خنډه تګ راتګ پر اړتیا هم ټینګار وکړ.

د ناټو په اړه، هغه وویل چې په انقره کې د ۲۰۲۶ کال د جولای پر ۷ او ۸مه نېټه کېدونکې سرمشریزه د دغه سازمان په تاریخ کې تر ټولو مهمه غونډه کیدی شي او د ناټو او امریکا د اړیکو د لا تنظیمولو لپاره یو ښه فرصت دی.

 

وپلټۍ
په پاکستان کې د جومات ترڅنګ چاودنه کې د وژل شویو کسانو شمېر ۲۳ ته لوړ شو
تورکیې له برازیل سره لاسلیک کړی د دفاعي صنایعو د همکارۍ هوکړه لیک تصویب کړ
ولسمشر اردوغان به د ملګرو ملتونو له تریبون څخه نړۍ ته وینا وکړي
د سکانډیناویا هوایي شرکت  اسرائیل ته د الوتنو د بیا پیلولو پلان لغوه کړ
د یمن په پلازمېنه صنعاء کې د حوثیانو له لوري د بې‌پیلوټه الوتکو (ډرون) له ویشتلو وروسته د چاودنو غږو
په پاکستان کې د یوه جومات ترڅنګ چاودنه شوې چې له امله يي ۱۵ کسان وژل شوي او تر ۵۰ ډېر ټپیان دي
اسرائیل او مراکش په ملګرو ملتونو سازمان کې له لیدنې وروسته د سفارتونو په پرانستلو موافقه وکړه
اوکراین وايي، د روسیې د بې پیلوټه الوتکې له برید وروسته د تنزانیا بیرغ لرونکې بیړۍ کپتان ووژل شو
روسيې او اوکراين په متقابلو بریدونو کې حساسې نقطې په نښه کړې
کانادا د بریتانیا په مشرۍ د مشترک بهرنیو عملیاتو په ځواکونو کې د غړیتوب غوښتنه وکړه
ترامپ: ایران په مستقیمه توګه له امریکا سره اړیکه نیولې او غواړي تړون وکړي
تورکیې د مکې مکرمې شاوخوا کې د حوثیانو د ډرون هڅه او برید وغانده
تورکیې د ملي استخباراتو سازمان (MİT) رئیس ابراهیم قالن د رسمي سفر په ترځ کې افغانستان نه لیدنه وکړه
زیلینسکي روسیه په وروستیو اونیو کې یې دوه ځلې د هغه د الوتکې د ويشتلو په هڅې تورنه کړه.
د اروپايي ټولنې مشرې کاناډا ته د «ملګري غړي» پېشنهاد وکړ