نړۍ
5 د لوستلو دقیقې
د سي آی اې پخواني مشر د نیویارک په خبرو اترو کې د سوریې مشر 'ځواکمن او روښانه' وباله
د سوریې ولسمشر احمد الشرع، د ملګرو ملتونو د عمومي اسامبلې په څنډه کې د کانکورډیا په سرمشریزه کې د سي آی اې له پخواني مشر ډیویډ پیټریاس سره په خبرو کې، د امریکا د بندیزونو د لرې کولو غوښتنه وکړه.
د سي آی اې پخواني مشر د نیویارک په خبرو اترو کې د سوریې مشر 'ځواکمن او روښانه' وباله
/ AP

د سي آی اې پخواني مشر د نیویارک په خبرو اترو کې د سوریې مشر 'ځواکمن او روښانه' وباله

د سوریې ولسمشر احمد الشرع، د ملګرو ملتونو د عمومي اسامبلې په څنډه کې د کانکورډیا په سرمشریزه کې د سي آی اې له پخواني مشر ډیویډ پیټریاس سره په خبرو کې، د امریکا د بندیزونو د لرې کولو غوښتنه وکړه.

د سوریې ولسمشر احمد الشرع د دوشنبې په ورځ په نیویارک کې د سي آی اې له پخواني مشر ډېوېډ پېټریوس سره په پراخو موضوعاتو خبرې وکړې چې له بیا رغونې او حکومتولۍ نیولې، تر بندیزونو او سیمه‌ ییزو اړیکو پورې یې پراخ بحث درلود.

پېټریوس، چې په عراق کې یې د امریکا د پوځ د ډېروالي د ماموریت مشري کړې وه، وویل چې هغه به دا ماموریت تل د "سخت خو نه ‌ناامېدونکی" په توګه یاداوه، او له سوریایي مشر یې وپوښتل چې په خپل سخت ماموریت کې ورته څه د هیلې سرچینه ده؟

شرع ځواب ورکړ: "زما ماموریت په سوریه کې له ستا په عراق کې ډېر سخت دی. موږ په تېرو کلونو کې له پراخې ویجاړتیا سره مخ شو، خو اوس پر اقتصادي پرمختګ او د ظرفیتونو پر جوړولو تمرکز کوو. وزیران له سوداګرو او نړیوالو متخصصینو څخه ټاکل کېږي چې نړیوال او ملي اقتصاد دواړه درک کړي. سوریایان په طبعي ډول د کار او تجارت خلک دي. نو، مهرباني وکړئ بندیزونه پورته کړئ او وګورئ موږ څه کولی شو."

پېټریوس وویل چې د شرع لیدلوری د پخوانیو ارزونو پخلی کوي: "دې خبرو اترو ماته هیلو راکړه. ستا لیدلوری پیاوړی او روښانه دی. ستا چلند هم خورا اغېزمن دی. موږ درته د راتلونکو سختو کارونو لپاره ځواک او حکمت غواړو. موږ په ښکاره ډول ستا د بریا هیله لرو، ان‌شاءالله، ځکه چې په پای کې ستا بریا زموږ بریا ده."

کله چې د سوریې د یووالي او حکومتولۍ په اړه ترې وپوښتل شول، شرع وویل چې د بشارالاسد د رژیم د نسکورولو ۱۱ ورځنی جګړه د "رحمت او بښنې" سره ترسره شوه. هغه ټینګار وکړ چې د هغه اوسنی لومړیتوب د سوریایي ولس او خاوري یووالی، امنیت او ثبات دي او د وسلو محدودول دي. هغه دغه هڅې مستقیم د اقتصادي بیارغونې سره وتړلې.

تاریخي پړاو

د لوېدیځ سره د اړیکو په اړه، ولسمشر احمد الشرع وویل چې د پخواني رژیم نسکورېدل د "یو نوي تاریخي پړاو" پرانسته وکړه چې ګډې ګټې لري، خو ټینګار یې وکړ چې "هغه بندیزونه چې له ۱۹۷۹ کال راهیسې لګول شوي، اوس خلک مجازاتوي، نه رژیم"، او د هغو د لرې کېدو غوښتنه یې وکړه. هغه یادونه وکړه چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د محدودو نرمښتونو هڅه کړې وه، خو پر کانګرس یې غږ وکړ چې دغه بندیزونه په دایمي ډول پورته کړي.

د اسرائیل او فلسطین غزې په اړه، الشرع دا اټکل رد کړ چې ګوندې سوریه به د ابراهیم تړونونو سره یوځای شي، ویې ویل چې هېواد یې له نورو لاسلیک کوونکو سره توپیر لري ځکه چې سوریه له ۱۰۰۰ زیات د اسرائیلي بریدونو او یرغلونو لاندې راغلې. هغه ټینګار وکړ چې د غزې ویجاړتیا د اسرائیل سره هر ډول پراخ عادي کېدل ناممکن کړي، که څه هم د امنیت محدود ترتیباتو په اړه غور کېدای شي.

خلاص ذهن

په یوه شخصي پوښتنه کې، ډېوېډ پېټریوس ترې وپوښتل چې څنګه د جګړې د کلونو وروسته د یو هېواد د مشرتابه فشار زغمي؟ الشرع ځواب ورکړ: "زه خپله ځواک له خدای، له خپل ټیم، او د سوریایي ملت له زغم څخه اخلم. ما د خپلو ۴۳ کلونو له جملې ۲۵ کاله په جګړه او کړکېچ کې تېر کړي، نو زه له سختیو سره عادت یم. هغه پرېکړې چې د یوه ملت برخلیک ټاکي باید په آرامۍ او خلاص ذهن ترسره شي."

دغه غونډه د ملګرو ملتونو د عمومي اسامبلې په څنډه کې د "کانکورډیا کلنۍ سرمشریزې" پر مهال ترسره شوه، چې د سوریې د ولسمشر او د امریکا د پخواني لوړ پوړي چارواکي ترمنځ یوه نادره لیدنه وه.

د الشرع سفر امریکا ته په داسې وخت کې ترسره کېږي چې د بندیزونو او د سوریې د راتلونکي په اړه بحثونه روان دي. دمشق د امریکا د هغو بندیزونو دایمي لرې کېدل غواړي چې د وروستیو نرمښتونو سره سره لا هم عملي دي. ډېری بندیزونه د ۲۰۱۹ کال د امریکا له هغه قانون څخه سرچینه اخلي چې د پخواني اسد رژیم یې د کورنۍ جګړې پر مهال د جګړې د جرمونو له امله تر بندیز لاندې راوست.

له دې وروسته چې د ۲۰۲۴ کاله په وروستیو کې د بشارالاسد حکومت نسکور شو، د سوریې نوې اداره د سیاسي او اقتصادي اصلاحاتو د تعقیب ترڅنګ د ټولنیز یووالي د پیاوړتیا او له سیمه‌ ییزو او نړیوالو شریکانو سره د همکاریو د پراخولو هڅې کوي.

اسد، چې شاوخوا ۲۵ کاله د سوریې مشر و، تېر دسمبر روسیې ته وتښتېد او د بعث ګوند رژیم پای ته ورسېد، هغه رژیم چې له ۱۹۶۳ راهیسې په واک کې و. د الشرع نوې انتقالي اداره د ۲۰۲۵ کاله د جنورۍ په میاشت کې جوړه شوه.

وپلټۍ
د چین د سیچوان ایالت کې د ودانۍ د دېوال ړنګېدو له امله ۵ کسان وژل شوي
د هند په لویدیځ بنګال ایالت کې په یوه هوټل کې د اورلګېدنې له امله نهه کسان مړه شوي دي
ټرمپ یو داسې انځور خپور کړ چې د هرمز تنګی د "امریکا د خاورې" په توګه ښيي
په کابل کې پر یوه تعلیمي مرکز کې د چاودنې له امله  لږ تر لږه ۴۲ ماشومان ټپیان شوي دي.
لاوروف وايي روسیه او شمالي کوریا د نوي څو قطبي نړیوال نظم په لټه کې دي
اسرائیلو د سوریې په ادلیب ولایت کې د ابو ظهور پوځي هوايي ډګر بمبار کړ
د تورکیې ولسمشر اردوغان د امریکا له ولسمشر ټرمپ سره ټلیفوني خبرې وکړې
ټرمپ ګواښ کړی که چیرې عمان د امریکا او ایران د خبرو اترو په لاره کې مداخله وکړي نو بمبار به یې کړي
پر غزې د اسرائیلو په بریدونو کې د وژل شویو شمېر ۷۳ زره ۳۹۹ تنو ته ورسېد
پاپ لیو څوارلسم په لویدیځه غاړه کې د فلسطینیانو پر وړاندې داسرائیلو تاوتریخوالي د ختمولو غوښتنه وکړه
ملګري ملتونه: د پولې له بندېدو سره سره، تر ۷۰۰ ډېرې د مرستو لارۍ افغانستان ته داخلې شوې
حماس په غزه کې د اوربند د تړون د دایمي کولو لپاره قاهرې ته ځي
ایران د امریکايي سرتېرو د نیولو یا وژلو لپاره ۳۰،۰۰۰ ډالره انعام اعلان کړ
تورکیې"دوست او ورور" هیواد پاکستان ته د خپلواکۍ د ورځې مبارکي ورکړه.
ولسمشر اردوغان د عدالت او پراختیا ګوند ۲۵ کلن مزل د تورکیې لپاره یو "تاریخي بدلون" وباله