نړۍ
1 د لوستلو دقیقه
روسیې د جنیوا له خبرو اترو وړاندې د شپې لخوا د ۱۵۰ اوکرایني ډرون الوتکو د شنډولو خبر ورکړ
د روسیې د دفاع وزارت د سه شنبې په ورځ وویل چې د هېواد د بېلابېلو سیمو، تورې بحیرې او ازوف بحیرې پر سر یې ۱۵۱ اوکرایني ډرون الوتکې ویشتلي دي.
روسیې د جنیوا له خبرو اترو وړاندې د شپې لخوا د ۱۵۰ اوکرایني ډرون الوتکو د شنډولو خبر ورکړ
روسیې د جنیوا له خبرو اترو وړاندې د شپې لخوا د ۱۵۰ اوکرایني ډرون الوتکو د شنډولو خبر ورکړ / Reuters
17 فبروري 2026

روسي چارواکي وايي، د جګړې د پای ته رسولو لپاره د نوي پړاو ډیپلوماټیکو خبرو اترو په درشل کې، په کریمیه کې د وروستیو وختونو په یو تر ټولو اوږده ډرون برید کې یو ماشوم ټپي شوی دی.

د روسیې د دفاع وزارت د سه شنبې په ورځ وویل چې د هېواد د بېلابېلو سیمو، تورې بحیرې او ازوف بحیرې پر سر یې ۱۵۱ اوکرایني ډرون الوتکې ویشتلي دي.

د سواسټوپول والي، میخایل رازوزهایف، وویل چې دا یو له تر ټولو اوږدو بریدونو څخه و او د لومړنیو معلوماتو له مخې یو ماشوم په کې ټپي شوی دی.

ټاکل شوې چې دواړه لوري نن (سه شنبه) په جنیوا کې د امریکا په ملاتړ د خبرو اترو نوی پړاو پیل کړي. له دې وړاندې د سپینې ماڼۍ په منځګړیتوب دوه پړاو خبرو کومه نتیجه نه وه ورکړې.

که څه هم روسیه د اوکراین شاوخوا ۲۰ سلنه خاوره په واک کې لري، خو د (AFP) د تحلیل له مخې، اوکرایني ځواکونو تېره اونۍ د چهارشنبې او یکشنبې ترمنځ ۲۰۱ مربع کیلومتره خاوره بېرته نیولې ده.

 

وپلټۍ
اردوغان د ملګرو ملتونو سرمنشي ګوتریش ته د اتاترک نړیواله د سولې جایزه ورکړه
امریکا منلې چې پوځ یې په هرمز تنګي کې د تیلو ټانکر کښتیو سره د ملتیا لپاره چمتو نه دی
ایف‌بي‌اي ویلي دي چې په میشیګان کې پر کنیسه برید یو «هدفي برید» و
پاکستان پر پلازمینه کابل او د افغانستان پر سرحدي ولایتونو نوي هوايي بریدونه کړي دي
د ایران د جګړې د کړکېچ په ترڅ کې د عراق په لوېدیځ کې د امریکا نظامي الوتکې سقوط وکړ.
د عراق په لویدیځ کې د ایران پورې تړلو ملیشو په مرکزي دفترونو په هوایي بریدونو کې  ۳۰ کسان وژل شوي
چین له ټولو خواوو څخه وغوښتل چې په هرمز تنګي کې په کښتیو 'سمدلاسه' بریدونه ودروي
د تورکیې ملي سرود ۱۰۵ کلن شو
افغانستان له پاکستان سره په تازه نښتو کې د ۴ ملکي وګړو د وژل کېدو خبر ورکړ؛ د مړو شمېر ۹۵ ته لوړه شو
تورکیې او نورو اسلامي هېوادونو په الاقصی کې د رمضان پر مهال د اسرائيلو محدودیتونه وغندل.
ایران د نجونو پر ښوونځي برید 'نه بخښونکی جنګي جرم' وباله او د حساب ورکولو غوښتنه یې وکړه
د عراق په اوبو کې د تېلو پر دوو بهرنیو ټانکرونو برید؛ یو کس ژوند د لاسه ورکړ
روسیې په برینسک کې له برید وروسته اوکراین او برتانیا په 'ترهګریز برید' تورن کړل
د تورکیې ولسمشر اردوغان ټینګار وکړ چې تورکیه تل د سولې پلوي ده او د سولې پلوي به وي.
د مصنوعي ځیرکتیا پر مټ لومړنی قتل عام