نړۍ
3 د لوستلو دقیقې
پاکستان : د امنیت شورا په غونډه کې مو هغه څه چې غوښتل ټول ترلاسه کړل
د ملګرو ملتونو امنیت شورا د پاکستان په غوښتنه د رسنیو نه د بندو دروازو تر شا یوه غونډه ترسره کړه. پاکستان دا مهال د ملګروملتونو د امنیت شورا  د ۱۵ موقتي غړیو څخه دی ، چې د هند سره د کشمېر د خونړۍ پېښې او د اوبو مهم تړون د ځنډېدو له امله اړیکې ښې ترین
پاکستان : د امنیت شورا په غونډه کې مو هغه څه چې غوښتل ټول ترلاسه کړل
/ AP

د ملګرو ملتونو لپاره د پاکستان استازي عاصم افتخار د دوشنبې په شپه رسنیو ته وویل چې د دوی موخې په لویه کچه ترلاسه شوې دي.

هغه وویل: "د شورا څو غړو د ټولو مسایلو د سوله ییز حل، په ځانګړې توګه د جمو او کشمېر د شخړې، د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د پرېکړو او د کشمیري خلکو د هیلو سره سم د حل اړتیا په رسمیت وپېژندله."

هغه زیاته کړه: "دا هم څرګنده وه چې سیمه ییز ثبات د یو اړخیزو اقداماتو له لارې نه شي ساتل کېدای، بلکې اصولي ډیپلوماسي، ښکېلتیا او د نړیوالو قوانینو پابندي ته اړتیا لري."

هند تر اوسه د دې غونډې په اړه کوم غبرګون نه دی ښودلی.

تاوتریخوالی هغه وخت زیات شو کله چې د اپرېل په ۲۲مه د هند تر ولکې لاندې کشمېر په پاهلګام ښار کې ۲۶ کسان، چې ډېری یې د هند هندو سیلانیان وو، ووژل شول. هند د دې پېښې پړه پر پاکستان اچولې، خو تر اوسه پورې کوم شواهد ندي وړاندې کړي.

پاکستان دا تورونه رد کړي او د بې پرې پلټنو غوښتنه یې کړې ده.

هند ویلي چې د ۱۹۶۰ کال د اندس د اوبو تړون په ځنډولو سره به پر پاکستان د اوبو هر څاڅکی بند کړي.

پاکستان ویلي چې د اوبو بندول د جګړې د اعلان په معنا دي او خپل پوځ یې په بشپړ چمتووالي کې ساتلی، په ځانګړې توګه وروسته له هغه چې د کابینې وزیر عطاالله تارړ وویل چې هند هر وخت جګړه پیلولی شي.

پاکستان ویلي چې د هند د دې یو اړخیز اقدام په اړه یې د ملګرو ملتونو امنیت شورا ته شکایت کړی دی.

افتخار وویل: "موږ د هند د اندس د اوبو تړون د ځنډېدو په اړه خبرداری ورکړ، چې دا یو قانوني تړون دی او د نړیوال بانک په منځګړیتوب په جګړو کې هم ساتل شوی دی."

هغه زیاته کړه: "اوبه ژوند دی، نه وسله. دا سیندونه د ۲۴۰ میلیونه پاکستانیانو ژوند ته دوام ورکوي، او د دوی د بهیر هر ډول ګډوډول تېری ګڼل کېږي، چې که ورته اجازه ورکړل شي، نو د هر ټیټ جریان لرونکي هېواد لپاره به خطرناک وي."

افتخار وویل چې امنیت شورا ته یادونه وشوه چې د کشمېر شخړه د جنوبي آسیا د بې ثباتۍ یو مهم عامل دی.

هغه وویل: "د کشمیري خلکو پر وړاندې د بشري حقونو جدي سرغړونې، له محکمې پرته وژنې، د خلکو نیول، د خلکو لا درکه کیدل، شکنجه، د کورونو نړول، د بیان او رسنیو محدودیتونه او د دوی د ځان ټاکنې د حق سیستماتیک انکار دوام لري."

د هند بې بنسټه تورونه

د امنیت شورا د غونډې نه مخکې، پاکستان د اسلامي همکاریو سازمان  پوره  ملاتړ هم ترلاسه کړ. دې سازمان د هند "بې بنسټه تورونه" د جنوبي آسیا د تاوتریخوالي یو مهم عامل وباله.

د اسلامي همکاریو سازمان  د کشمېر د شخړې د حل لپاره د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د اړوندو پرېکړو پر بنسټ د ټولپوښتنې غوښتنه وکړه. دا سیمه د هند او پاکستان ترمنځ وېشل شوې ده، چې دواړه هېوادونه یې په بشپړ ډول خپله بولي.

دواړو هېوادونو د دې هیمالیایي سیمې پر سر درې جګړې کړې دي، چې دوه یې د کشمېر د شخړې له امله وې. د دوی اړیکې د جګړو، توندې ډیپلوماسۍ او متقابل شکونو له امله اغېزمنې شوې دي.

وپلټۍ
جرمني د استخباراتو پخوانی رئيس د ماشومانو تښتونه کې له اسرائیل سره د تړاو له امله تر څېړنو لاندې دی
ایران ویلي د جګړې د پای ته رسولو په پار د امریکا طرحو ته ځواب به د منځګړو له لارې واستول شي.
فرانسې د طالبانو  له حکومت سره د افغان کډوالو د اېستلو پر سر مالي او تخنیکي خبرې پیل کړې
د مهمو خبرونو غورچاڼ
اردوغان او پوتین په ټیلیفوني خبرو کې په تور سمندرګي کې د امنیت او د روسیې-اوکراین د اړیکو په اړه خبر
د امریکا مرستیال ولسمشر وینس وايي، ایران باید د جګړې پای ته رسولو لپاره د یورانیمو غني کول کم کړي
میسي د په زړه پورې لوبې وروسته له  اوښکو ډکو سترګو سره د ارجنټاین د ملي لوبډلې سره مخه ښه وکړه
هند د ټاکنو اړوند پراخو لاریونونو په ترڅ کې د اپوزیسیون مشر راهول ګاندي ونیوه
حوثیانو ادعا کړې چې د سعودي پر هوايي ډګرونو او پوځي اډو یې د بې پیلوټه الوتکو او توغندیو بریدونه کړي
څو مهم لنډ خبرونه
د اسټرالیا اپوزیسیون په تاریخ کې «د کډوالۍ د کچې د تر ټولو لوی کمښت» ژمنه وکړه
سي آی اې (CIA) خبرداری ورکړی چې د داخلي درزونو ژورېدل اسرائیل د کورنۍ جګړې له خطر سره مخ کوي .
ولسمشر اردوغان د دښمن له اشغال څخه د استانبول د ازادۍ ۱۰۳مې کلیزې له امله د مبارکۍ پیغام خپور کړ.
تورکيه او پاکستان د سعودي عربستان پر وړاندې د حوثيانو د بريدونو په ځواب کې د مکې تړون فعاله کړ.
ایران ویلي دي چې له امریکا سره خبرې اترې او مذاکرات هېڅ مانا نه لري»